ادبي لیکني

د درویش دراني شاعرانه فلسفه

یونس تنویر

اصل کې تعقل د فلسفې یو لوی باب دی؛ مګر د درویش شاعري د همدې تعقل یو ستره هنري پنځونه ده، خو درویش درانی فلسفي شاعر نه دی.

یو وخت ما په شاعري او تخیل کتاب کې دا خبره تایید کړې وه، چې شاعري تخیل دی؛ مګر د درویش د شاعرۍ په لوستلو زه دا خبره نه تاییدوم، چې شعر یوازې تخیل دی، ځکه چې د درویش دراني خپل شعري هنر ټول په تعقلاتو ولاړ دی، په یوه تفکر ولاړ دی او د تعقل په یوه منسجم انځور ولاړ دی.

په دې لاندې بیتونو کې تخیل له کومه شي، مګر یو داسې شاعرانه کیفیت لري، چې تخیل یې شعر ته نه شي ورکولای:
هغه پرېږدو چې د سپېرې ځمکې پر سر پاته وي
په هغه وینه پسې ځو چې پر خنجر پاته وي
(په کاڼي کې هنداره/مخ:۵۵/)

چې حساب وکړو، په زخمونو کې زیاتوب وي شوی
خو په سرونو کې یو څو سره نور کم وي دلته
(په کاڼي کې هنداره/مخ:۵۴ /)

زما پر مخ باندې د غم اثر ته نه شې لیدای
دا خو چې ته له ما روان شې هغه دم ښکارېږي
(په کاڼي کې هنداره/ مخ : ۵۲ /)

د درویش دراني د شعر یوه لویه ځانګړنه په همدې پورته شاعرانه درایت ولاړ ده، چې موږ هیڅ تخیل پکې نه وینو. په ډیرو کمو بیتونو کې تخیلي ترکیبونه د تعقل د اثبات لپاره راوړل شوي دي، چې موږ یې یو څو مثالونه دلته راوړو، چې تخیل یې د تعقل د څرګنداوي لپاره راوړی دي، ځکه چې په تندي کې د څیرې کتل، پر سر باندې د ستورو نه شتون او د پښو لاندې د لارې نه شتون دواړه خیالي ترکیبونه دي، مګر د سمبول او استعارې په شکل کې وړاندې شوي، چې په تندي کې د څیرې کتل، په څو ماناو دلالت کوي، چې دا یوه کنایي مانا ده، ځکه چې شاید دا مراد کړو، چې یو انسان بل انسان د څیرې له مخې ښه يېژندای شي. د هغه کیفیت پېژني، (چې ښه پرې ولګیدم که بد). میلمه ته ورین تندی تر ټولو ستره میلمه پالنه ده. د چا په تګ او راتګ خوښي له تندي ښکاریږي، نو ګوا چې د هندارې مانا د څیرې د لیدلو استعاره ده. دغه دوه بیتونه ورته تشریح کیدای شي:
ستا په تندي کې به مې خپله څهره وکتله
په کومه ورځ چې به له ماسره هنداره نه وه
دا رنګه شپه وه، چې پر سر باندې مو ستوري نه و.
دا سې مزل و چې تر پښو لاندې مې لاره نه وه
(په کاڼي کې هنداره/ مخ: ۱۰)

په پورته لومړنیو دریو بیتونو کې سمبولیک مفاهیم پراته دي، چې هیڅ ډول د عیني مشاهدې او عقلي دلایلو څخه خالي نه دي. یانې په پورته دریو بیتونو کې د تعقل او تفکر د ښکاره کولو لپاره کلمې سره ترکیب شوې دي او شعر یې رامنځته کړی دی. د شعر هغه جوهر پکې شته، چې د لویې او استادې شاعرۍ خاصه ده.
یو وخت ما دا فکر وکړ، چې دا خبره باید تایید او توضیح شي، چې شعر تخیل دی؛ مګر اوس زه ددې خبرې څخه ډډه کوم، چې شعر خاص تخیل دی، ځکه چې د درویش دراني مبتکرانه بیان له تخیل لوړ شعر دی. داسې نه وه، چې موږ هغه وخت درویش نه و مطالعه کړی، مګر داسې و، چې درویش مو د نقد غیږې ته نه و اچولی او غور پرې نه و شوی.

د وینو له مفهومه د لیږد اصلي جوهر تعقل دی. یانې د سپېرې ځمکې پر سر، چې څه پراته دي، هغه پریږدو، پر هغه وینه پسې ځو چې پر خنجر پاته وي. همدا پورته مفهوم متعددې ماناوې لري. همدا ډول د زخمونو زیاتوالی او د سرونو کمښت، د غم اثر د نه لیدو توجیه او د هغه تګ مدعي کول؛ یو ډول له تخیله سیوا د تعقل مثالونه دي، چې هیڅ ډول خیالي لفاظي پکې نه شته. درویش دراني د ټولنې هغه تصورات په عقلي منطق را اخیستي او بیا یې شعر کړي دي.

یو وخت د سالک صیب سره مې د درویش دراني پر شاعرۍ بحث و. مصطفی سالک په پښتو شاعرۍ کې د خپلې خوښې شاعر درویش درانی یاد کړ او ویل یې، چې زما پر شمول د ځینو زیاتو معاصرو شاعرانو شاعري ذهني عیاشي ده، مګر درویش دراني شاعري یو اخلاقي او فکري بیان دی، چې د ټولنې تصورات یې د شعر په ژبه وړاندې کړي دي.

دا د درویش د شاعرۍ په حق کې یو معقول بیان دی، ځکه چې د درویش شاعري د ټولنې د شریکو تجربوبو یو مجسم انعکاس دی. د عشق، حسن او معشوق جور سیتم مینه او نازونه یې که هم را اخیستي؛ په ډیره اخلاقي ژبه یې وړاندې کړي. دا یو څو مثالونه یې لولو:
دغه خالونه دې د یار پر مخ ونه لګول
له دیده پس دې کیسي بیرته په لیمو کې یو وړل

یار به ارو مرو پر زړه کې چاته ځای ورکاوه
خو دغه خونه د درویش غوندې سړي له نه وه

لمرمخیه یاره ستا خویونه هم د لمر غوندې شول
په راتګ هر ورځ راځي مګر شپه نه تیروي
یانې د درویش دراني د شاعرانه سبک تر ټولو لویه ځانګړنه په تعقلاتو ولاړه ده. موږ دا نه وایو، چې مخییل کلام شعر نه دی؛ بلکې موږ دا خبره کوو، چې شعر یو بېل جوړښت دی، چې هم تخیل او هم تعقل دواړه پرې راڅرګندیدای شي.

موږ د هغو نه دا پوښتنه کوو، چې دوی د درویش دراني شاعري موسیقي امیزه نه ګڼي؛ نو بیا څه بایده شي، چې د درویش د شاعرۍ اصلي جوهر او د شاعرانه موسیقۍ پر ته بل څه دي، چې دوی یې نثري کیفیت ته ورته ګڼي؟

زموږ سندرغاړي ډیر بې ذوقه دي، دا خو دلیل نه شي کېدای، چې د دوریش شاعري سندرغاړو زیاته نه دی ویلې، خو زموږ سندرغاړي کله دونه زیات هنرمندان دی، چې دوی د غزل موسیقي، هغسې ایجاده کړي، کومه چې زموږ په کاونډو ژبو(اوردو، فارسي) کې رواج ده. زموږ سندرغاړي خو ډمان دي او ډومان په ودونو کې د عامو خلکو لپاره شعارونه وایي.
نو دا ویل ضروري دي، چې د درویش دراني شاعرانه کیفیت په موسقۍ ولاړ دی، ددې لاندي بیت د کلمو موسقي ډیره عجیبه ده:
را اخیستې ده چا توره او خنجر د چا په لاس کې
خدای خبر چې به بیا وینو دچا سر دچا په لاس کې
(په کاڼي کې هنداره/ مخ:۳۱)

ددغه پورتني بیت مضمون دومره عام دی، چې حتا ماشوم هم پوهیږي، چې توره د جنګ لپاره اخیستل کیږي، مګر په دې بیت کې یو دمره متنوع کیفیت دی، چې دا عادي خبره یې ډیره راته متعجیبه کړي ده. او ددې بیت اصلي کیفیت (دچا سر دچا په لاس کې ) دی، چې د لیدلو د ترکیب په راوړلو سره یې یو عام مضمون عجیب کړی دی. یو عالم شاعرانه کیفیت یې د (د چا) تکراري ترکیب کې دی. تاسې ووایاست، چې په دې بیت کې د موسیقۍ لوړ کیفیت نه شته؟
نو په دې ډول د درویش شاعري تخیل او تعقل دواړه په شاعرانه بڼه انځوروي، او کله چې د کلمو، تورو او ماناو ترمنځ څومره تناسبات زیات وي، نو هغومره شاعرانه موسیقي زیږي. دا یوه یقیني خبره ده، چې د شعر جوړښت یو بېل کیفیت دی، چې لا تر اوسه چا نه دی څرګند کړی.
په غزل کې قافیه او ردیف د شاعرانه موسیقۍ لومړني ستر توکي دي. او بیا د درویش د شاعرۍ قافیې او ردیفونه په ناڅاپي توګه، هغه غږونه وزیږوي، چې د کلمو د نورو مسرو د اهنګ سره یې تناسبات بیخي زیات وي. د غږونو ترمنځ یو داسې ځنډ محسوسیږي، چې د ټولو کلمو د موسیقۍ د اهنګ تضمین کیږي.

په فارسي غزل کې د شاعرۍ د موسیقۍ خصوصیات دا دي، چې یو ډول خاص اوزان لري؛ مګر په پښتو شاعرۍ کې د سیلابونو، خجونو او څپو د هماهنګۍ له مخې د موسیقۍ تعین کیدای شي. او که د درویش د شاعرۍ هره مسره په پورته اوزانو وتلو او تجزیه شي، نو د غزل د موسیقۍ یو ډیر لوی کرامت به څرګند شوی وي. د درویش په شاعرۍ کې د کلمو ترمنځ او په ځانګړي ډول د قافیو د کلمو ترمنځ یو مانیز تړون خاصه موسیقي زیږولې ده. یانې د درویش دراني شاعري د موسقۍ یو دومره جامع مثال دی، چې په پښتو شعر کې یې ساري ډیره کمه لیدل کیږي.
که چېرې یو زده کړیال د درویش دراني د قافیو او ردیفونو په موسیقۍ یو تیزیس واخلي او د موسیقۍ سره یې په تړاو وڅیړي، نو ګوا چې یاده شاعري به په پښتو شاعرۍ کې د موسیقۍ زیات بابونه نور هم را څرګند کړي.

یو وخت مرحوم پسرلي صیب ویلي و، چې په شیدا کې تغزل کم او تخیل زیات دی. د استاد ناګار سره مې په همدې خبره بحث کاوه، نو ویل یې، چې د شیدا په شاعرۍ کې د تغزل کیفیت په بلاغي علومو کې پټ دی، نو وجه دا ده، چې پسرلي صیب ته په شیدا کې د تغزل کیفیت کم ښکاري، مګر حق خو دا و، چې د شیدا د تغزل کیفیت په ابهام کې لیدل شوي وای.

یانې له دې دا ښکاري، چې د شعر اصلي کیفیت لا تر اوسه هم نه دی څرګند شوی او نه دا جوته شوې، چې د شعر اصلي شکل په څه شي کې دی، ځکه چې شعر د تخیلاتو، تعقلاتو، عواظفو او احساساتو لپاره یو داسې شکل لري، چې دا ټول پرې انځوریدای او څرګندیدای شي، نو بیا ضروري دا ده، چې شعر یو داسې جوهر دی، چې لا یې تعریف نه دی پیدا شوی.

د استادانه شاعرۍ یو ستر کیفیت همدا دی، چې لا تر اوسه نه دی بارز شوی او حتا نقادانو د شعر د توکیو په اړه ګڼ کتابونه ولیکل، خو د شعر دغه کیفیت لا تر اوسه هم څرګند نه دی، چې شعر لپاره یې وړاندې کړو.
ځکه که د شعر لپاره هر ډول توکي غوره شي او که چیرې یې بیان شاعرانه نه وي، حتا که مخیل بیان هم وي، مګر شعر نه دی. یانې شعر یو داسې کیفیت دی، چې دغه پورته ټول توکي پرې بار دي. د شعر په همدې کیفیت درویش دراني تعقلات بار کړي، لکه نورو شاعرانو، چې تخیلات، نفسیات، عواطف او احساسات پرې بار کړي دي.

د درویش دراني د شاعرانه سبک ځانګړنه همدا ده، چې هر ډول شاعرانه کیفیاتو ته یې د تعقلاتو له دیده کتلي او انځور کړي یې دي. دا د درویش دراني د شاعرانه فلسفې یو لوی باب دی، مګر درویش فلسفي شاعر نه دی؛ بلکې درویش یو لوی استاد شاعر دی، چې په پښتو ادب کې خپله ځانګړنه لري. درویش د ټولنې د نفسیاتو یو اخلاقي مبصر دی، چې شعر یې په تعقل ولاړ دی او همدا دده د شاعرۍ یوه لویه ځانګړنه ده.
چې باید نور ډیر اړخونه یې هم را څرګند شي.
د درویش دراني د شاعرانه فلسفې یو ښه کمال دا دی، چې د خلکو د هغو تجربو شاهد دی، کومې تجریې چې نه اظهاریږي. او بیا یې په یو داسې متناسب کالب کې د کلمو ترمنځ دا مفهوم راوړی وي، چې ته به وایې څومره ساده خبره په څومره ښکلي شکل کې شوې ده. دا د سهل ممتنع یو اهم کیفیت دی.

درویش د ټولنې د انسانانو هغه مشترکه تجربه را اخلي ، چې لا اظهار شوې نه وي. شاید په ډېره عامه توګه دا تجربه ویل شوې او حتا شوې وي، مګر کله چې درویش دا تجربه په شعر کې وړاندې کوي، نو یو ډول د سهل ممتنع په انداز کې یې وړاندې کوي او دومره عجیب یې وړاندې کوي، چې سړی ووایي دا خو عامه تجربه ده:
نورو خپل خوږ پر سر اخیستي وي په سرو زخمو کې
درویشه ته یې پټ ساتې ته یې په زړه تېروې
(په کاڼي کې هنداره/ مخ: ۳۲)
بیلتانه دې د هرچا په غم شریک کړم
یار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم
(په کاڼي کې هنداره/مخ: ۳۸)
عجیبه خبره دا ده، چې یو عام عمل شعر شوی او داسې شعر شوی، چې کیفیت یې نور په شعر تمام دی. یوه عادي تجربه داسې شعر شوې، چې انسان ته د همدې کیفیت ټول عمل ور تداعي کوي. یو عاطفي احساس ورلیږدوي او دا ددې بیت د استادانه شاعري یو لوی مثال دی. اوس چې کله دومره عادي او عامه تجربه شعر کیږي، نو اصلي کیفیت د ژبې دی او شاعرانه ژبه د شاعر فطري هنر دی. اوس که څوک دا هنر نه لري؛ نو کله به تخیلات هم شعر نه کړای شي.

درویش ورپسې تول عمر اخیستی و څراغ
خو چیرته یې هم ونه لید غمخور د پښتانه
(په کاڼي کې هنداره/مخ:۴۰)

دلته د څراغ د اخیستو کیفیت یوازې د تعقل د اثبات او پښتانه ته د غمخور یوه عامه تجربه ده او کله چې شعر شوی، نو دا کیفیت یې د لوستونکي ذهن ته داسې رسولی، چې لوستونکی فنا في پښتانه سره غمخور کړي. او هغه چې وایي قومونه او ژبې ایت الله دي، د هغه مصداق سړي ته وریادوي او له تعصبه یې لرې ساتي، مګر دې قوم ته یې متوجې کوي. درویش داسې شاعري وکړه، چې زمانه به یې نوم تل یاد ساتي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx