افغانستانخبرونه

اماراتو څخه ١٢ تنه افغان بندیان کابل ته راولېږدول شول

نن ټکی آسیا (شنبه، ١٤ زمري، ١٤٠١ ) نن د عربي متحدو اماراتو څخه لس تنه افغانان چې هلته بندیان ول کابل ته را انتقال شول.
د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونيت د خبر پاڼې په وینا، دغه دولس تنه افغانان د هغه بندیانو له جملې څخه ول چې اماراتو کې زنداني دي او په وینا په نژدې راتلونکي کې به پاته افغان بندیان هم د اماراتو له زندانونو را خوشي شي.

خبر زیاتوي د دغو بندیانو د خلاصون غوښتنه د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال له لورې د شيخ خلیفه بن زاید آل نهیان د تعزيت په مراسمو کې شوې وه او د خلیفه بن زاید د ځایناستي شیخ محمد بن زاید هم د یادو بندیانو د خلاصون موافقه کړې وه.

یادو بندیانو دغه اقدام ستایلی او هیله یې کړې چې نورو هیوادونو کې هم باید د افغان بندیانو د خلاصون موافقه ترلاسه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx