نظــر

که د جمعې لمونځ سياسي مشران خپله اداء کړي

د، ب، هيښ

کله چې په ايران کې اسلامي انقلاب وشو، يوښه
سياسي – عبادي کلتور يې منځ ته راووست او هغه د جمعې د لمانځه اداء کول د دولت د اول درجه مشرانو په امامت د تهران په پوهنتون کې
په دې ابتکار سره له يوې خوا الهي فرض ( د جمعې لمونځ )په ډير جوش -خروش ،لوړ کميت-کيفيت او شانداره شکل په ځای کيږي او د بل لوري نه د جمعې د لمانځه د امام چې د دولت يو لوړ پوړی چارواکۍ دی په امامت او حضور سره خلکو ته ذهني او روحي اطمینان حاصليږي.

د لمانځه په خطبه کې امام- جمعه د مملکت په مهمو سياسي، اقتصادي، امنيتي، اجتماعي او ثقافتي مسايلو او علمي، تخنيکي انکشافاتو بيانونه ورکوي او خلک خبروي.

د مملکت ټوله مېډيا د امام جمعه په اظهاراتو مفصل تحليلونه او تبصرې ليکي، څو د مملکت مهم مسايل ښه وڅېړل شي او د ولس نظريات بېرته د دولتي اراکينو غوږو ته ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت مشران هم بايد ددې لوی عبادي تريبون نه کار واخلي او د جمعې د لمانځه امامت د ديني عبادت او سياسي آګاهي لپاره وکاروي.

په کابل کې رئيس الوزرا، يا مرستيالان يې، يا وزيران، په کندهار کې اميرالمؤمنين او يا نږدې مشاور يې، په ولاياتو کې واليان او په ولسواليو کې ولسوالان بايد د جمعې د امام دنده په غاړه واخلي.

په دې اقدام سره به له يوې خوا ولس د دولت د اول درجه مسولينو نه ثيقه او کره معلومات حاصل کړي، د افواهاتو، غرضي پروپاګندونو او تهمتونو مخه به ونيول شي، د ولس او دولت ترمنځ رابطه به نږدې شي او بل لوري به ټول مهم مسايل د ملت سره شريک او په‌ ګډه يې د حل لارې پيداشي.

د ابادۍ او د خدمت جهاد

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx