
افغانستان
د افغانستان حکومت پر غزه د اسرائيلي عسکرو بريد غندلی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۱ل): د افغانستان حکومت په فلسطين د اسرائيلو د تېرې ورځې هغه هوايي بريدونه غندلي چې په کې د يوې ښځې او ماشوم په ګډون لس تنه فلسطينيان وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې اسلامي امارت په بې دفاع فلسطيني مسلمانانو بريد غندي او د نورو هوايي بريدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه يې کوي.
په خبرپاڼه کې په نړيوالو بشري بنسټونو غږ شوی دی چې د اسرائيلي رژيم د وحشتونو او تيري په اړه دې خپل مسؤليت اداء کړي.
بايد وويل شي چې اسرائيلي عسکر وخت ناوخت د فلسطيني په غزه او نورو سيمو کې په فلسطيني مسلمانانو بريدونه کوي چې له امله يې فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوړي خو تر اوسه نړيوالو بشري بنسټونو ددې ستونزې د حل لپاره کوم ګام نه دی اخيستی.