شعـــــرونه

پر ما پام د کایناتو دی که ستا دی؟/ حکيمي

رحمت الله حکيمي

پر ما پام د کایناتو دی که ستا دی؟
چې مجلس مو رڼا شوی په ښکلا دی

خپلواکي لکه ملاله خولګۍ بویه
په کې خوند د مجاهدې اریانا دی

ستړې لار به د ژوند ولې مسته نه وي
پرې تېر شوی پل زما د شاهنشاه دی

اول وایم ، وروسته وخانده وطنه!
اننګیو کې دې جوړ کابل زما دی

له مودو پس یې هم نشم هېرولی
شین تنګی داسې اشنا لکه اشنا دی

دا اعلان مې زړه کې وکړلو ته نه وې
د ګودر په غاړه پاتې زړه د چا دی؟

په راوړو کې یې تلوار کوه نسیمه
د مور غږ لکه یخ سیوری د صحرا دی

شاعران وي ملیمانه د سپینو ستورو
دغه کار نه د فزیک نه د کیمیا دی

کړې یې مړینه لا تر مینې مینه ناکه
حکیمي دې سرښندنې ته پیدا دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx