ټکنالوژي

داسې لیزر چې په هوا کې د لمس وړ لیکنې کوې

چينايي څېړونکو داسې یو ډول قلمي لیزر ته پرمختیا ورکړې، چې کولای شي په هوا کې د لمس وړ لیکنې جوړي کړي، هغه څه چې ډېر پام ور اړوي، کوم تورې چې د دې لیزر په وسیله  په هوا کې ښوودل کیږي، له هرې زاويې د لید وړ دي. په دغه نوښتګره کړنه کې لومړی د لنډو لیزري پالسونو نه په ګټې اخستنې سره الکترونونه د هوا له مالیکولونو څخه جلا کیږي او بیا په نور بدلیږي، څېړونکې هیله لري چې په راتلونکې کې له دغې ټیکنالوژۍ څخه بېلو برخو لکه؛ د مغز انځور اخستلو او کوانتومي محاسبو کې ګټه واخلي.

دا لیزر څه ډول کار کوي؟

کومې وړانګې چې د دغې ټیکنالوژۍ په واسطه رامنځ ته کیږي د پالسونو په وسیله جوړیږي چې کولای شي یوازې څو فمتوثانیې دوام وکړي “ د ثانیې میلیونمه برخه”  او همداشان د ښودو لپاره یې یو ملیونو مګاوات قدرت ته ضرورت دی چې د څېړنکو په وینا دغه کړنه ډېره انرژي نه مصروفوي او د ګټې اخستنې لپاره خونده ده. د دغه راپور په تفصیل کې ویل شوي، چې پوهانو د پیکسلونو د ترتیب او د چيني حروفو د ښودلو لپاره له دری بعدي سکن څخه استفاده کړې خو نور وضاحت ندی ورکړل شوی چې څه ډول. په ووهان کې د تېز لېزر د پلټنځای مخکښ پوه “  کائو شیانګدونګ “  وايي: د دغې نوې دستګاه په وسیله کولای شو، چې له کاغذ او جوهر پرته په هوا کې طراحي وکړو، هغه زیاته کړه چې دا ټيکنالوژي له څو لسیزو څېړنو وروسته لاسته ته راغلې ده.  دوی دا ټيکنالوژي په داسې حال کې وړاندې کړې ده، چې څو هفتې مخکې د چين ریس جمهور د دې هیواد په ووهان ښار کې د ټيکنالوژۍ له مرکزونو څخه لیدنه کړې او ویلي یې و چې د ټيکنالوژۍ پرمختګ یوه مهم اړتیا ده او باید پرمختګ پکې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx