ادبي لیکني

د لیکوالۍ چل

ابوبکر خپلواک

د عنوان له انتخاب وروسته داسې احساسوم لکه ښه ستره ذمَواري مې چې په ذمه اخیستې وي، ځکه موږ د یو عمل د آسانه او لنډ انجام لپاره د «چل» کلمه کارو، دلته مې هم ځان قصداً مسؤل کړ، مجبور یم اوس ددغه پراخ مفهوم ( لیکوالۍ) اړوند لنډ او ساده لیکل وکړم. توکل په خدای!

تقریباً ډیری قلمي سنګروالو رانه پوښتنه کوله چې څنګه ښه او د پلانکي په شان لیکوال شم، همدې پوښتنې ته دا څه موده په لنډ او ساده ځواب پسې ګرځېدم، دوي ته مې وعده ورکوله چې خپل زده او تجربه به درسره په ليکلې بڼه شریکوم، لاندې کرښې همدا نیمګړې هڅه ده.

ملګرو! موږ په خپله شاوخوا کې وینو چې هر کسب‌ګر کوشش کوي تر څو ښه شی جوړ او تولید کړي، تر هغې چې ورځ یې ښه، مقصود یې حاصل او په مربوطه بازار کې نومدار او رونق یې ساز شي، د یوې ادارې له عادي مامور نیولې بیا د کوټی سنګي تر ټکسي وانه دا کوشش کوي، پرون مې لیدل، خپل ټکسي موټر ته د موقتي او سطحي ځلا لپاره یې د ښار په ناولو اوبو غسل ورکاوه تر څو سپرلي پرې تېر باسي.

له پورته مثاله څرګندیږي چې لیکوال هم باید د نوښت په فکر کې واوسي، کوشش باید وکړي چې خپلو مخاطبینو ته له پرون نن ښه څه وړاندې کړي، څرنګه چې ليکوالي کسبي بڼه لري ځکه هر عاقل او باسواده کس کولای شي لیکل وکړي، په پیل کې خامۍ او کمۍ حتمي دي خو حتمن به د تکامل له دورې وروسته لیکوال خپلې موخې ته رسي، نوي ځوانان دې نه نا امیده کیږي.

هغه چې وایي ليکوالي خدای ورکړی استعداد دئ او هر څوک نشي کولای، دا خبره په ځای نه ده د بطلان لپاره یې کافي دلایل شته، دا منو چی د لیکوال ذهني قوت، د ژوند تجربه، مشاهده او نوښتګر ذهن په لیکوالۍ کې خپل رول لري، ځکه ځینې پکې نوموتي دي.

ځینې پوښتنه کوي چې څنګه کولای شم ښه او سمه لیکنه وکړم، اصلاً دغه یوه نه بلکې دوه پوښتنې دي، له سمې لیکنې موخه داده چې لیکونکی چې په کومه ژبه لیکنه کوي باید د هغې ژبې ګرامر او لیک نښې ورته یاد وي، تسلط ورباندې ولري او په خپل ځای یې وکاروي او ښه لیکنه بیا بیل مفهوم افاده کوي.

زما بنده موخه هم دغه دویمه پوښتنې ته لنډ او ساده ځواب دی، دې پوښتنې ته ځواب ممکن په یوه مقاله کې مناسب هم نه وي ځکه د قلم خاوندانو پدې مورد پوره او پنډ کتابونه لیکلي، خو هغه نیمګړتیا چې زه ئې په قلمي سنګروالو کې وینم او ډېر کله دوي له هغه څه چې غواړي ویې لیکلي خو بیا هم نه توانیږي، په لاندې ډول دي.
هر څوک چې لیکل کوي، مخکې له مخکې دې لاندې دریو پوښتنو ته ځواب ووایي بیا وروسته ته دې لیکل پیل کړي، ان شاءالله چې د خپل زړه احساس او ککرې په فکر نویسۍ به بریالۍ شي.

الف) څه لیکې!؟
دا لومړی پوښتنه ده چې باید لیکوال یې ځواب کړي، موخه ترې دا ده چې لیکل د څه اړوند کوې، موضوع سیاسي، طبي، فرهنګي او که تاریخي اړخ لري، دا پوښتنه چې د نورو اساس جوړوي لیکوال د هغه موضوع اړوند چې دی غواړي لیکل ورباندې وکړي مطالعې ته مجبوروي، له مطالعې وروسته معلومات حاصل کیږي او لیکوال په لیکنه خپل تسلط پیدا کوي.

ب) څنګه یې لیکلې!؟
دا دویمه اساسي پوښتنه ده چې باید لیکوال یې ځواب کړي، لدې پوښتنې موخه او مقصود دادئ چې لیکوال د خپلې هغه فکر لپاره چې بیانول او لیکل یې غواړي، طرز، قالب او فارمټ وټاکي، آیا کتاب، مقاله، کیسه، ناول او که لنډه د ټويټر تبصره لیکې، کله چې دا پوښتنه ځواب او قالب انتخاب شي لیکوال نور هم خپل هدف ته نږدې کیږي.

ج) چاته لیکنه کوې!؟
په لیکوالۍ کې دا دریمه اساسي پوښتنه ده چې لیکوال یې باید د خپلې لیکنې له پیل مخکې ځواب ومومي، د نوموړې پوښتنې له ځواب موخه داده چې لیکوال باید خپل مخاطب وپېژني، چاته چې لیکل کوي د هغوي علمي سطحه، اړتیاوې او ژب دود په نظر کې ونیسي، آن ځینې پاخه ليکوالان د خپلو لوستونکو جنسیت هم په نظر کې نیسي چې دا یو بېله موضوع ده، ان شاءالله د پورته دری پوښتنو له ځواب وروسته به د قلم تولید مناسب او د فروش وړ وي.

دا چې د کرښو قامت اوچتږي او ډېرې نورې خبرې، مشورې او تجربې پاتې شوې، دغه لړۍ په څو برخو ویشو او دې ته یې « لومړۍ برخه» نوم ورکو، ان شاءالله نور بیا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکمت الله ارشاد

په پشتو ادبیاتو او پښتني فرهنګ دطالبانو دراتګ اغیز دا چې په ګران وطن افغانستان باندې یو ځل بیا ددی ملک اصلي بچيان طالبان واکمن شول ،د واکمن کیدو سره سم یی یوه موضوع ددوی د راتګ اغیز په پښتني فرهنګ او پشتو ادبیاتو وو ،دا موضوع کله چی طالبانو کابل تر تسلط لاندی راوست زما په ذهن کی وه چی يوه ورځ به ورباندی ليکنه کوم خو دخپلي لټی او نه فاعلیت له امله می نشو کولاي ،همدا اوس مو لږ وخت پیدا کړی یوه نیمګړی ليکنه پرې کوم. کله چی طالبانو کابل ونیولو او زبیح آلله مجاهد خپله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx