افغانستانخبرونهټکنالوژي

د غږ نه چټک سرعت درلودونکې نوې ډول الوتکه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۱ل): د بوم سوپر سونیک شرکت وايي، د غږ نه لوړ سرعت درلودنکې “ اورچر”   الوتکه چې په ۲۰۲۴ کال کې به بازار ته وړاندې شي، د پاریس او مونترال تر منځ فاصله کولای شي په ۳ ساعتونو او ۴۵ دقیقو کې پای ته ورسوي.

د بوم سونیک شرکت د دغه نوي ډول الوتکه چې اورچر نومیږي په اړه یې وايي: چې دغه الوتکه به په تجارتي برخو سربېره د امریکا د فوج لپاره هم استعمالیږي.

بوم سونیک شرکت وايي: د دوی دغه نوي ډول الوتکه به وکولای شي، ډېر اړین او حیاتي ماموریتونه ترسره کړي، د دوی په وینا دا الوتکه د دې وړتیا لري چې افراد او وسایل د غږ څخه په ډېر سرعت انتقال کړي د اضطراري تخلیې او طبیعي پېښو په وخت کې به ډېره ګټوره ثابته شي.

دغه اورچر الوتکه چې انتظار ورته کیږي، د دې توانايي به لري چې په ۳ ساعتونو او ۴۵ دقیقو کې له پاریس څخه تر مونترال پورې فاصله لنډه کړي، په داسې حال کې چې د اوسنۍ الوتکې کولای شي چې دا فاصله تقریبا په ۷ ساعتونو او ۱۵ دقیقو کې پای ته ورسوي.

دغه اورچر الوتکه داسې ډېزاین شوې ده چې د سر برخې ضخامت یې د شاتنې برخې په نسبت ډېر دی.

د بوم سونیک د طراحانو په وینا؛ دا ډول ډيزاین د هوا اصطکاک تر ټولو کمې کچې ته رسوي او دا د دې سبب ګرځي چې سوخت مواد کم مصرف شي. دغه الوتکې کې څلور انجینونه نصب شوي ، چې له امله یې کولای شي دا اورچر الوتکه د سمندر پر سر د الوتنې وخت کې په ساعت کې (۲۰۹۹ کیلومتره) فاصله لنډه کړي او د وچې پر سر په ساعت کې لږ څه کم یعنی ( ۱۲۳۴ کیلومتره) لار ووهي.

د جوړوونکي شرکت په وینا په هر حالت کې محفوظه الوتکه ده. دغه الوتکه ۶۲،۵ متر اوږودوالی لري چې د غږ د له منځه وړولو سستم پکې نصب شوی او له ۶۵ څخه تر ۸۰ کسانو پورې په یوه ځل انتقالولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx