افغانستانخبرونه

د امیرالمؤمنین فرمان؛ له ښارونو څخه سوالګر راټولیږي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۷ زمري، ۱۴۰۱): د امیرالمؤمنین له لورې نوې صادر شوي حکم کې راغلي دي، سوالګر دې له ښارونو راټول او ستونزې یې دې حل شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپل ټویټر خپاره کړي خبر کې راغلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې به  ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د نورو ارګانونو په ملتیا په ښارونو کې د سوالګرو د راټولو چاره ډېر ژر  پیل کړي او د هغوی د ستونزو د حل په موخه به ګامونه واخلي.

خبر زیاته کړې ده؛ دغه سوالګر به د یوې طرحې له مخې مشخص کیږي، کوم کسان چې کسبګر دي او کولای شي کار وکړي له بایومیټریک کېدو وروسته به ورته د کار زمینه برابریږي او د سرپرستانو څخه به یې ژمنه اخستل کیږي چې بیا به سوال نه کوي او هغه پاته سوالګر چې د کار کولو وړتیا نلري او واقعا غریب وي، د همدې طرحې له مخې به ورته معاش ورکول کیږي او د تعلیم زمینه به ورته برابریږي.

کابل او نور ښارنو کې مختلف کسان سوال کوي، د ښاریانو په وینا سوال کول د ځینو کسب ګرځېدلی دی، چې د دې طرحې په پلي کېدو سره به هغه سوالګر چې کار وړتیا نه لري او مجبور دي، نور د سوال کولو له مشقت څخه خلاص شي او کسبګرو سوالګر ته به د کار د زمینې له برابرېدو وروسته د سوال کولو بهانه نه پاته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ټول نظام په سوال او مرستو چلېږي او ټول اړوند وزارتونه نړی ته نارې وهي چې مرستې وکړی غوره به داوي چې د ټول نظام ټغر ورټول شي د الله لپاره د نن ټکی اسیاد ویب پاڼې چارواکو اوس مو ولې غوږونه کاڼه او سترگې ړندې شوې دي د جمهوریت په وخت کې مو خوښه د نیوکو ډکې لیکنې خپرولې اوس ولې ړانده یی دغه ملت دغه چارواکي کوم لورته بیایي ولې د تش په نامه امارت باطل درته حق ښکاري د شرم ځای ندی چې ځانته بې پرې وایی او بیا د بې پرېتوب له اصل څخه ووځی ..… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx