شعـــــرونه

خوب او آرام څه کوې/ وردګ

امين وردګ

دا پردی موقف پردۍ پیسې او مقام څه کوې
مرګ درته کمین نیولی خوب او آرام څه کوې

هغه ته سر ټيټ که چې پیدا یې کړې او ساتي دې
هی د خدای کمعقله! بګوان څه کوې رام څه کوې

زه به دې خبره کړم! جانان خو دې بیا نه راځي
وا نجلۍ! راکوزه شه تر اوسه پر بام څه کوې

نیت او زړه دې پاک ساته راځه له لمرختو سره
ولې لکه غل غوندې را اوړې ماښام څه کوې

مخته دې پراته دي د یاقوتو تکه سره غمي
ها ناپوهه یاره! نو دانې د رخام څه کوې

وګرځه پیدا یې کړه تر اوسه لا ښه ډېر شته دي
پوخ پکې موندلای شې ملګری نو خام څه کوې

وډار شه له خدایه سبا خامخا حساب کیږي
وا امین وردګه! شونډې څه کوې جام څه کوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx