ادبي لیکني

کندهار پۀ انځورونو او د امپراتوريو پۀ څلورلارې کې

تمهيد سیلاني

At the Crossroads Qandahar in Images and Empires

دا کتاب څو میاشتې وړاندې د ایریکسن کمپنۍ لخوا د ګيتي انستیتیوت او څېړنیز مرکز سره پۀ هماهنګۍ د بیاکتنې لپاره وړاندې شوی ؤ، ددې کتاب ژباړه، چاپ او نور کارونه د آقاخان کلتوري بنسټ پۀمرسته ترسره شوي دي.
ددې تاریخي انځوریز او لیکنیز اثر ژباړه پۀ میخانیک او د ژباړې لۀ معیارونو پرته ترسره شوې وه، ما ته دا اثر د بیاکتنې، تدوین، ایدیت او حتا ډېرو ځایونو کې د دویم ځلي ژباړې لپاره راکړل شو، چې نېکه مرغه کارونه یې پای ته ورسېدل او ترتیب شو. ما یې د پښتو ډېرې برخې دویم ځلي لۀ انګریزي ژبې ژباړلي دي او فارسي برخه مې ورته ایدېټ کړې ده.

دا اثر پۀ حقیقت کې د کندهار یو تاریخي انځوریز البوم دی، چې د افغان – انګلیس د دویمې جګړې پۀ پای کې د یو نظامی افسر بنیامین سیمپسون (1923-1831) لخوا اخستل شوي دي. نوموړی اثر ( ۱۰۰ ) مخونه لري او پۀ ګيتي څېړنیز مرکز کې چې پۀ لاس نجلس کې موقعیت لري، ساتل کيږي. لکه څرنګه چې لۀ نوم څخه یې څرګنديږي پۀ دې اثر کې د کندهار پر استراتيژیک موقعیت خبرې شوي دي او دا پۀ ډاګه شوې ده چې کندهار هغه مهال د امپراتوريو د څلور لاري حیثیت درلود دا سیمه د وخت د امپراتوريو لپاره یوه استرتيژیکه ساحه وه.

ددي ترڅنګ په دې سل مخیزه اثر کې ډېر مهم ( ۷۲ ) تاريخي انځورونه شته چې د هر انځور ترڅنګ د هغه شرحه، مهال او نورې ځانګړې بیان شوي دي. دا په معنا چې د هغه مهال کندهار د انځورونو له مخې را پېژني. هېره ده نه وي چې نوموړی البوم یو بل څلويښت مخیزه شرحه یا تاریخي یاداښت هم لري، چې ددې انځورونو مطابق د هغه مهال حوادث او تاريخ بیانوي. یاد البوم او تاريخي یاداښتونه پۀ انګريزي ژبه لیکل شوي دي، چې وروسته پښتو او فارسي شوي دي.

د افغان – انګلیس پۀ دویمه جګړه کې (1881-1878) کندهار یو استراتيژيک موقعیت درلود، ځکه د تزاري روسيې او برتانوي هند د سیاسي فعالیتونو د تمرکز ساحه بلل کېده، نو پۀ همدې دلیل د یاد اثر پيل د کندهار پر ستراتيژیک موقعیت، ارښت او تاريخي یاداښتونو پيل شوی دی. لۀ دې وروسته د انځورو سره پۀ ترتیب یې شرحه شوې ده، غواړم دلته یې ځينې عناوین چې د انځورونو لاندې لیکل شوي دي او بیایې شرحه لیکل شوې ده تاسو سره شریکه کړم:

لومړی :کلابند شوی ښار: ددې عنوان د پاڅه د کلابند شوي ښار انځور اخستل شوی او لاندې یې شرحه او تاريخي پېښې بیان شوي دي. دویم: د توپخانې ډګر چې د ارګ بنسټیز مرکز ګڼل کيږي: پۀ دې انځور کې د ارګ یا شاهي ماڼۍ ترڅنګ هغه ارزښتناکه ساحه معرفي کوي چې انګریزانو به د ارګ ساتنه او دفاع ترې کوله. درېيم: د شمالي دیوال منظره، د دېوالونو پۀ منځ کې قبرونه او د ښار د عمومي منظرې وړاندې کول: دا عکس لۀ یوې لوړې نقطې څخه اخستل شوی، چې تاریخي شرحه هم لري. څلورم: یوه ډله کلا بند شوي افسران پنځم: د زیګنال برج. شپږم: د باردرانۍ دروازې لۀ پاسه، د ده خواجه اخستل شوې منظره. اووم: د مرکزي روغتون څلورلارې او نظامي روزنيز کمپونه. اتم: د کندهار طبي کارکوونکي. نهم: د بابا ولي کوتل، چې د ایوب خان د وسلو موقعیت څرګندوي. لسم: پۀارغنداب دره کې د ایوب خان پوځي مرکز. یولسم: دېوال شوی ښار. دولسم: د حضرت جی لۀ زیارت څخه دکندهار ښار د شمال او ختیځ دیوالونو بشپړ پراخوالی څرګنديږي.

دیارلسم: د عیدګاه دروازه. څوالسم: د کلا لۀ جنوب لویدیځو استحکاتو، د احمدشاه بابا مقبره. پنځلسم: چهل زينه او لرغونی کندهار د تپۀپيکت لۀ آنده. شپاړسم: چهل زینه یا څلويښت پټې. ولسم: لۀ خرقې شریفې زیارت څخه د احمدشاه مقبره. اتلسم: د والي شیرعلي خان د حرم سرای انګړ. نولسم: د باردراني دروازې لۀ سره، د مورچې کوتل انځور. شلم: د کاریز او کوکوران غونډۍ، د پیکټ تپې لۀ یوې څنډې څخه. یوویشتم: لۀ کاریز تپې څخه اخیستل شوی پانارومايي انځور، چې چهل زینه او د مورچې کوتل پکې رانغاړي. دوه ویشتم: چارسو، هغه ځای چې د اصلي دروازو سړکونه سره نښلي – د یو غازي لۀ لوري د کپټان ویلیس د وژلو صحنه. درویشتم: د کابلي دروازې لۀ پاسه، د ده خواجه سیمې انځور. څلور ويشتم: د ایوب خان د سفیرانو ډلۀ، چې عبداللۀ خان پۀښي اړخ، د هغه زوی پۀکیڼ اړخ، او عمرجان صاحبزاده پۀمرکزي برخه کې ناست دي. داسې ویل کېږي چې صاحبزاده زمونږ پر وړاندې پۀمیوند کې ټول غازیان راټول کړل. پنځه ویشتم: پۀکندهار ښار کې د ډګروال سنټ جان استوګنځی او داسې ډېر نور مهم سرلیکونه پکې موجود دي.

« کندهار پۀانځورونو او د امپراتوريو پۀڅلور لار کې» د څېړنې، آرشیف ساتنې او نورو فرهنګي او تاريخي کارونو د ترسره کولو لپاره یوه غوره منبع ګڼل کیږي، ځکه داسې انځورونه او یاداښتونه پکې شته چې نه پۀ لیکل شویو تاریخونو کې شته او نه هم آرشیفونو کې. هېره دې نه وي چې دا اثر د الکا پاتیل، فرانسیس ترپاک او اپارنا کمار لخوا ترتیب او لیکل شوی، پۀ دې انګریزانو خپلې سیاسي موخې، کړنې او فرهنګي مسایل هم تبارز کړي دي. پۀ پای کې باید ووایم دا اثر زما تر زیار او هڅې وروسته یو ځل بیا چاپ ته ورکول شوی او پۀ انلاین بڼه خپريږي، چې نوی لینک به یې دېر ژر تاسو شریک کړم.

مننه او درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Noor Wali Afridi

Kandahar is the great city of Afghanistan.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx