شعـــــرونه

تږي زړونه/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

ستا د وصل تږي زړونه نور اوبه کړه په دیدار
جوړ د خوار وطن پاسبان شه، جوړ د وران وطن معمار

دا وطن درځنې غواړي طالب جانه رغـونه
د ټپي ټپي بدن یې په اخلاص کړه درملنه
ته د وخت ابن قاسم شه کړه یې هر قِسم ساتنه
په تعـلیم او تـربــیه د ولـس وکړه ښه پالنه
ولس ځان ته درنږدې کړه ولس زړه ته کړه دننه
بادشاهي وکړه په زړونو چې دې کړي هرڅوک مننه
عمري اخلاق پیدا کړه چې تاریخ دې کړي ستاینه
تاریــخــونه راژونـــدي کړه د خُبیب او د عمار

دا ولس د څو لسیزو دردیدلی کړیدلی
ستړی شوی له جنګونو ګرانه ډېر دی ځوریدلی
شه ملهم یې د زخمونو دا بې حده ټپریدلی
ته پرې لاس د رحم تیر کړه نوره هر چا دی رټلی
دا ولس د ستا ولس دی دا ولس د ستا ملګری
ته ددې ولس سړی یې ته ددې ولس وګړی
ځان دې وساته لالیه سپین لباس نکړې داغدار

دلته هر کور کې شهید دی، دلته هرڅوک غم ځپلی
دا هیواد د ننګو کور دی، دا هیواد بلا ښاغلی
هر ښکیلاک او ستمګر یې، په نمبر راڅملَولی
هیڅ پرادی زغملی نشي وار په وار یې دی شړلی
کبرجنو ته زوال دی، دا اعزاز خدای وربښلی
دغه ځاله د زمریو ده، دا د ننګ او غیرت څلی
ګران منصور ملا عمر او حقاني صاحب روزلی
د میرویس بابا وطن دی د ابدال کلی دیار

دا هیواد جنت جنت دی، دا هیواد افغانستان دی
که پښتون، تاجک، ازبک که هزاره دی ورته ګران دی
ابادي غواړي ګلابه لوټې لوټې دی او وران دی
د همت مټې رانغاړه هله هله ځنډ تاوان دی
د هلال دغه ارزو ده د هلال دغه ارمان دی
که لتانه پوره نه شو نو بیا پاتې له جهان دی
په وطن یې زړه خوږیږي ورته ګران لکه خپل ځان دی
ته یې هیله ورپوره کړه ډېر یې کړی انتظار

هلال مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx