نظــر

د واخان ستراتيژيک اهميت

ډاکتر عبدالرحمن شهيد زاده

واخان زموږ د ټاټوبي هغه له طبعي ښکلاوو مالا مال تراړه ده، چې موږ له چين، تاجاکستان او پاکستان سره نښلوي، د واخان کاريډور هغومره مهم دی، لکه ټول هيواد چې مهم دی، د واخان ستراتيژيک اهميت چين، روس او پاکستان درې واړو زموږ ګاونډيانو حس کړی، په واخان کې موږ له چين هيود سره ٩٦کيلو متره سرحد، پاکستان سره ١٠٢ کيلو متره سرحد او تاجکستان سره ٤٣٤کيلو متره سرحد لرو نوموړي تراړه د اقتصاد له پلوه خورا ستر ارزښت لري دا ځکه نوموړي سيمه سويلې او منځنۍ اسيا سر نښلوي او يو اقتصادي دهليز يې له څټې تيريږي، ددې ترخو د اوبو سرچينو له درکه ستره سرچينه ده.

چې امو غربي دريا يې حوزه د شرقي تاريم حوزې څخه بېلوي او هلته موږ د چين هيواد سره په ٩٦کيلو متر سرحد کې رسمي غير متنازعه اومنل شوي پيلرونه يا سرحدي نښې لرو چې دياد هيواد او افغانستان تر منځ يه ١٣٤٣ ه ش کې دصفري نقطه په اوږدو کې ځاي په ځاي شوي،چې تر اوسه کاملُ څرګندي دي، له څه وخت را په داخوا داسي ګنګوسي شته چې زموږ ګاونډيان د خپلو شومو اهدافو قطار کې د افغانستان له لاسه ويستلو د واخان ستراتيژيکه سيمي هڅه هم شامله کړي، چې بايد په اړه يې د افغانستان حکومت له ټولو هڅو دريغ ونه سپموي چې په توان کې وي او هلته د سرحداتو قبايلو چارو، خارجه چارو او دفاع وزارت په همغږۍ ګډ پلاوی وليږي، تر څو اړين ګامونه پورته کړي،ورسره په دغه طبعي ښکلاوو پوښلې ولسوالۍ د هغه ټبرونو غم هم وخوري، چې تر اوسه په کلاسيکه بڼه د ژوند چارې مخته وړي او هغوی وهڅوي تر څو د هيواد له دغې ټوټې د دفاع اړوند د اسلامي اردو ننګه وکړي، که احياناً کومه ستونزه پيښيږي چې مخکې له مخې يې په اړه تصميم نيول شوی وي.

په درنښت

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx