ټولنیزه برخه

هغه (۳۵) ستر علماء چې زيات شمېر کتابونه يې په ميراث پريښي دي

حسان مجاهد

۱_ داسلام تر ټولو ستر مؤلف ابن جرير طبري (رحمه الله تعالي) چې څومره تصنيفات کړي دي؛ دصفحو شمېر يې درې نيم لکه ته پورته کيږي، ځکه نو دی دتصنيف په ډګر کې تر ټولو علماوو مخکښ بلل کېږي.

۲_ مولانا عبد الحی لکنهوي (رحمه الله تعالي) په ۳۹ کلنۍ کې وفات شوی ده، خو په مفیدو او مشکلو مسائلو کې يې تصنيفات تر ۱۱۰ يو سلو لسو څخه اوړي او بعضي کتابونه يې په څو جلده مشتمل دي.

۳_ علامه محمد جمال الدين قاسمي(رحمه الله تعالي) دمشقي په ۴۹ کلنۍ کې وفات شوی ده، خو په دې مختصر ژوند کې یې تر سلو زيات کتابونه ليکلي دي.

۴_ حکيم الامت مولانا اشرف علي تهاتوي (رحمه الله تعالي) په ۸۱ کلنۍ کې وفات شوی دی، خو ليکلي آثار يې تر زر اوړي.

۵_ ابو يوسف عبد السلام قزويني( رحمه الله تعالي) د «حدائق ذات بهجه» په نامه په درې سوه جلده کې يو تفسیر وليکل، خو کله چې د بغداد په دار الخلافت باندې مغول غالبه شو؛ نو ددوي له لوري ديو لړ نورو کتابونو تر څنګ دغه ضخيم تفسير هم ضايع شو.

۶_ قاضي عبد الجبار همذاني (رحمه الله تعالي) د «المحيط» په نامه په سل جلده کې يو تفسير وليکل.

۷_ امام ابو الحسن اشعري (رحمه الله تعالي) د «المختزن» په نامه په اويا جلده کې يو تفسیر ليکلی دی.

۸_ حافظ ابن شاهين(رحمه الله تعالي) په زر جزء کې يو تفسیر ليکلی دی.

۹_ قاضي ابو بکر بن عربي (رحمه الله تعالي) په شا وخوا اتيا زره صفحو مشتمل د «انوار الفجر» په نامه يو تفسير ليکلی دی. چې اوس هم دترکيې په بعضو مکتبو کې پيدا کېږي.

۱۰_ ابن نقيب مقدسي(رحمه الله تعالي) تقریبا په سل جلده کې يو تفسیر ليکلی دی، چې بعضي جلدونه يې داستانبول په بعضو مکتبو کې اوس هم پيدا کيږي.

۱۱_ په نن زمانه کې د « فتح المنان» په نامه تر ټولو لوی تفسير د علامه قطب الدين شيرازي ده چې په څلويښت جلده کې ده.

۱۲_ علامه محمد زاهد بخاري (رحمه الله تعالي) په شا وخوا سل جلده کې يو تفسیر ليکلی ده‌.

۱۳_ ابن ابي الدنيا (رحمه الله تعالي) زر ليکلي کتابونه په ميرات پريښودل.

۱۴_ ابن عساکر(رحمه الله تعالي) په اتیا جلده کې يو تاریخ ليکلی ده.

۱۵_ ابن شاهين(رحمه الله تعالي) درې سوه ديرش تصنيفه کړي دي، چې «التفسير» کتاب يې په زر جزء کې او «المسند» يې په پنځلس سوه جزء کې ده.

۱۶_ امام ابو محمد علي بن حزم (رحمه الله تعالي) څلور سوه جلده کتابونه ليکلي دي چې ټول تقريبا په اتیا زره صفحو مشتمل دي.

۱۷_ امام ابو محمد عبد الرحمن بن ابي حاتم رازي (رحمه الله تعالي) په فقه، حديث او تاريخ کې زيات کتابونه ليکلي دي، چې يوازې « المسند» يې په زر جزء مشتمل ده.

۱۸_ د « المستدرک علی الصحيحين» ليکوال حاکم نيسابوري( رحمه الله تعالي) د تصنيفاتو شمېر پنځلس سوه جزء ته نږدې کيږي.

۱۹_ د ابو الحسن اشعري( رحمه الله تعالي) واړه او غټ کتابونه پنځوس ته رسېږي او زيات کتابونه يې دباطلو فرقو( ډلو)په رد کې ليکلي دي چې دداسې کتابونو تصنيف ډير وخت نيسي.

۲۰_ ابن تيميه (رحمه الله تعالي) په مختلفو فنونو کې، په شا وخوا پنځه سوه جلدو کې درې سوه کتابونه ليکلي دي .

۲۱_ دنوموړي شاګرد ابن
قيم جوزيه (رحمه الله تعالي)تقريبا پنځوس جلده واړه او غټ کتابونه ليکلي دي ‌.

۲۲_ امام بهيقي (رحمه الله تعالي) زر جزء کتابونه ليکلي دي.

۲۳_ محمد بن سحنون (رحمه الله تعالي) په فقه، سير، تاريخ او نورو فنونو مشتمل يو کتاب په سل جزء کې ليکلی ده.

۲۴_ امام ابو بکر ابن عربي المعافري( رحمه الله تعالي د شرح ترمذي، شرح الموطاء، احکام القرآن، عواصم من القواسم او المحصول في الاصول ترڅنګ په اتيا جزء کې يو لوی تفسير ليکلی ده‌.

۲۵_ امام ابو جعفر طحاوي( رحمه الله تعالي) دنور ډيرو تصانيفو تر څنګ يوازې په يوه دغه مسئله کې (چې ايا دنبي کريم صلی الله عليه وسلم حج قران، تمتع او که افراد و؟) زر صفحې ليکلې دي.

۲۶_ د ابي عبيده معمر بن المثنی (رحمه الله تعالي) تصنيفات په مختلفو فنونو کې تر دوو سوو پورې رسېږي.

۲۷_ د ابن سريج(رحمه الله تعالي) تصنيفات تر څلورو سوو پورې رسېږي.

۲۸_ د اندلس دستر عالم عبدالملک بن حبیب( رحمه الله تعالي) تصنيفات تر زرو پورې رسېږي.

۲۹_ دعربو دستر فيلسوف یعقوب بن اسحاق الکندي تصنيفات ۲۳۱ دوه سوه يو ديرش ته رسېږي.

۳۰_ په تاريخ کې د ابن جوزي لمسي (رحمهما الله تعالی) يو کتاب «مرآة الزمان» په څلويښت جلده کې ليکلی دی.

۳۱_ خطیب بغدادي « تاريخ بغداد» په څوارلس جلده او «الاغاني» یې په شل جلده کې ليکلی دی.

۳۲_ ابن اثير «کامل» په دوولس جلده کې ليکلی دی.

۳۳_ ابو حنیفه الدينوري «شرح النبات» په شپيته جلده کې ليکلی دی.

۳۴_ په متاخريو کې حافظ ابن حجر او امام ذهبي هم زيات تصانيف لري چې د ابن حجر «فتح الباري» او «الاصابه» او دذهبي «تاريخ الإسلام ووفيات المشاهير والأعلام» او «سير أعلام النبلاء» ديادونې وړ دي.

۳۵_ دامام سيوطي تصانيف تر څلور سوه اوړي.

مأخذ: (قيمة الزمن عند العلماء) ص ۱۵۸_۱۶۲

پاملرنه! «جلد» دې ته وايي چې په دوو وقايو(دفتنو) کې بند وي او «جزء» چې بيا په جلد کې کومې برخې وي هغې ته وايي.

درنو لوستونکو! د پورتنيو معلوماتو له راغونډولو څخه مو موخه يوازې ځوان نسل ته دلوړ همت انګيزه وربښل دي؛ ځکه په دين کې تر ځان لوړو کسانو ته کتل او دهغوي له خدمتونو او کارنامو څخه ځان خبرول دانسان همت لوړوي، دځان قدر معلوميږي، په اسلافو پسې داقتدا او ددين دخدمت روحيه راژوندۍ کيږي او په عبادت او وخت دانسان حرص پیاوړی کیږي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx