شعـــــرونه

محترم استاد ناګار ته! انس حقاني

انس حقاني

مونږ د یار پَل تعقیبوو په هغه لاره درومو
مونږ محبت بې ارادې کړو بې اختیاره درومو

د حسن قاف ته خیږو ورکې ښاپیری لټوو
زړونه مو چا پسې تنګ شوي دي له ښاره درومو

ګوندې چې زده کړو تغافل د یار کوڅه کې له تا
مونږ به هم تا سره او تا غوندې «ناګاره» درومو

عشقه ستا اور لرو ستا اور د کوهې طور نور دی
د بیلتون تورې تیارې وژنو تر سهاره درومو

انسه مونږ هغه مین یو چې د مینې لار کې
له ژونده تېر یو په خندا خندا تر داره درومو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx