ورزش

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لوبې په ژوندۍ بڼه له ملي تلویزون څخه خپریږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۱ل): د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ به په ژوندۍ بڼه له ملي تلویزون څخه خپرې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز به په ملی تلویزون په ژوندۍ بڼه خپور شي.

ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د سه شنبې په ورځ د اګست په ۹مه د ایرلینډ په بیلفاسټ کې پېل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۷مې نیټې به دوام وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې تېره اونۍ د یاد سیریز لپاره لوبډله اعلان کړه چې څو ورځې وړاندې ایرلینډ هېواد ته رسېدلې او هلته یې تمرینات پېل کړل.

ایرلینډ لوبډلې په تېره نږدې کې د سویلي افریقا او نیوزیلاند پر وړاندې یو شمېر نړیوالې لوبې ترسره کړې چې د پخوا په نسبت یې کارکردګي د پام وړ وه او افغان لوبډلې ته یې ممکن ماتول ستونزمن وي.

د یاد سیریز لومړۍ لوبه سبا سه شنبه ماښام د افغانستان په ۷ بجې پېل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx