نظــر

سعودي عرب کې ښځو ته د بې قيده ازادیو ورکړه په څه معنی؟

تفسيرالله فاني

که څه هم په خپل ګران وطن کې له ګڼو ناحوالو سره سره به دا ډېره نامناسبه وي چې زه د خپل ګران وطن حالات پر ځای پرېږدم او د بلې ټولنې/ هیواد په اړه څه ولیکم، خو دا چې موږ ټول اسلامي امت یو وجود یو نو د وجود د هرې عضوې علاج تر خپل وسه په کار دی.

راځم خپلې خبرې ته. په دې وروستیو څو کلونو کې چې د ملک عبدالله له مړینې سره دده ورور ملک سلمان د سعودي پاچا شو، او هغه بیا ټول اختیارات خپل زوی ولیعهد محمد بن سلمان ته ورکړل نو د سعودي عرب په مسلمانه سنتي ټولنه کې د ټولنیز ژوند اړوند خصوصاً د ښځو په برخه کې داسې قوانین رامنځته شول چې نه یواځې د سعودي مېشتو لپاره بلکې د ټولو عربو او آن د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره د هېښتیا/تعجب او ناخوښۍ وړ وګرځېدل.

محمد بن سلمان چې د سعودي د اوسني پاچا ملک سلمان زوی او دده ولیعهد دی، ددغه تغیراتو اصلي طراح بلل کیږي.
نومړي چې خپلې لوړې زده کړې یې د امریکا متحده ایالاتو په څېر په یوه ډیموکراټيکه او ازاد خیاله ټولنه کې سرته رسولي، تر ډېره یې هڅه کړي تر څو ښځو ته د بېشمېره ازادیو په ورکولو، په اسلامي شعایرو ، اماکنو، دیني اشخاصو باندې د بېشمېره محدودیتونو په لګولو او له اسرایل او نورو مسلمان ضد هیوادونو سره د اړیکو په جوړولو سره نړۍ خصوصاً غرب ته ځان نږدې وښایې.

داسې هم ویل کیږي چې نوموړی دا کارونه مستقیماً د امریکا یا په عموم کې د غربیانو په اشاره کوي تر څو ځان ددوی د هر امر تابع وښایې.

له شک پرته چې سعودي عرب نه غواړي په هیڅ صورت کې غرب خصوصاً امریکا ناراضه کړي، چې له همدې وجې یې ګڼ هغه سنتي قوانېن چې کلونه کلونه په دغه هیواد کې د شرعي اوامرو مطابق پلي کیدل د غرب په امر تقریباً اکثریت یې تغیر او پر ځای یې داسې قوانین وضع کړل چې نه یواځې د سعودي په څېر د یوې کلکې سنتي ټولنې لپاره یې پلي کول دومره اسانه خبره نه وه، بلکې د ملیونونو مسلمانانو نظرونه یې هم د سعودي ټولنې په خلاف واړول.

ددغه تغیر شویو قوانینو له جملې څخه ښځو ته د کار، د موټر چلولو، د لوبو میدانونو ته د ورتګ، له محرم پرته په چکر د ښځې تلل، د نشه یې توکو لکه شرابو، هیروینو او داسې نورو څښاک اجازه، د عیاشئ لپاره بېلا بېل اسباب برابرول او لسګونه نور یادولی شو.

لکه څه ډول چې محمد هڅه کړي تر څو د سعودي په خاوره داسې سینماګانې او د عیاشئ لپاره مناسب ځایونه جوړ کړي تر څو عرب بیا د ساتیری او عیاشئ لپاره دوبئ، ترکیه، اروپا او امریکا ته لاړ نشي، او هغه لګښتونه چې دوی یې په یادو هیوادونو کې په عیاشئ کوي دننه یې په سعودي عرب کې وکړي چې په دې سره ده وکولی شول: پر ځای ددې چې د نړۍ مسلمانانو ته چې په اوس وخت کې تر خورا ستونزمن حالت تېریږي نږدې شي، غرب ته یې د ملګرتیا او انډیوالی لاس وغځاوه.
او غرب یې تر یوه حده په دې قانع کړ چې ستاسو هر فکر هره اراده او هره اډیالوژي دلته د تطبیق وړ ده.

د سعودي عرب اوسنی واکمن نظام که هر څه دی، خو نه د اسلام، نه د مسلمانانو او نه هم د اسلامي خاورې خواخوږی دی، بلکې په هر څه کې د غرب او امریکا تابع او لاسپوڅی دی، او د غرب د ګټو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی.
چې دا نه یواځې د اسلامي امت سره بلکې له هغه سپيڅلې خاورې سره سراسر جفا ده چې د انبیاءو او صحابه کرامو وینې د اعلاء کلمةالله لپاره پکې توی شوي دي.

رب دې په اسلامي خاوره داسې خلک نه حاکموي چې د اسلام پر ځای د اسلام د دښمنانو ملاتړ کوي او څوګ چې حاکم دي رب دې اول هدایت ورته وکړي، کنه رب دې هغه څه ورسره وکړي چې د نورو لپاره عبرت وګرځي.

آمین
د اسلامي امت د وېښتیا په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

تفسیراله خانه،‌ په دي غلط تفسیر دي د چا غولول غواړي،‌ محمد بن سلمان ټول تعلیمات په سعودی عرب کي کړي‌ دي او د خپلو وړونو څخه کیداي‌ شي یواځي ده په بهر کي پوهنتون نه وي‌ لوستلي.

شرم دي‌ لږ ځان ته زحمت وړکړي‌ او بیا ولیکي د خپلي لويي‌ یا وړي‌ خیټي‌ څخه يي‌ مه لیکي.

سيد زرغون شآه آغا

محمد بن سلمان يو عياش ځوان دى. دى فکر کوى چى د کفرى هيوادو تقليد ترقى او پر مختګ دى

هيښ ويښ

د آل سعود د‌کورنۍ او د هغوی د غرب په غلامي او نوکرۍ کې هېڅ شک نشته . د آل سعود رژيم هر وخت د اسلام ، مسلمانانو او اسلامي عدالت سره د خيانت لاره نيولې وه او نيولې يې ده او دا رژيم د استعمار تخليق او ثمره ده ، په دې منطقه کې . خو ستاسو په ليکنه‌ کې هم د سعودي داصلي ماهيت (استبدادي -پوشالي حاکميت او د يوې کورني عام او تام مطلقه دېکتاتورۍ) په هکله اشاره نه ده شوې او فقط د ښځو په هکله مو د سعودي د حکومت ځنې تغيراتو ته اشاره کړې… نور لوستل »

طاهر

د محمد بن سلمان بعضی کارونه سم او بعضی ناسم دی د خو تا ټول ناسم وبلل او چی دا خپله یوه ګناه ده ، مثلآ ښځی ته د موټر چلولو او د کار او درس حق د شریعت سره هیڅ ټکر نلری خو ته بیعقل دا هم د اسلام ضد بولی؟ هو، د شرابو آزادولی او غیر اخلاقی کنسرتونو او سینما ګونو آزادول غیر شرعی دی. راځی چی زدکړو چه تور ته تور او سپین ته سپین ووایو نو به مو ملک سم شی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx