نظــر

ډیموکراسي یا غربي جمهورت نظام دی او که دام؟!

ميا نوراغا

دا واقیعت دی چې غربیان بالخصوص اهل کتاب له الهي نظام څخه محروم دي، دا په دې معنا چې په انجیل کې یو جامع حکومتي نظام نشته او په تورات کې چې څه وو هغه دوی تحریف کړل، د قرآني جامع نظام څخه د میراثي عناد له کبله منکر دي او مقابل کې یې واقع شوي.

دوی کلونه د کلیساو او معابدو له وهمیاتو او ظلمونو لاندې دل کیدل ټکسونو نذرونو او باجونو یې ملا ور ماته کړې وه.
د اشرافیت دبدبې او طبقاتي نظام دوی غلامان کړي وو.
د کلیسا شهواني غرایزو او مذهبي اختلافونو نه یوازې دا چې د دوی د ترقي مخه ډب کړې وه بلکې د دوی قوت یې هم زبیښلی وو.

په دغه سې مخمصې حالت کې خامخا دوی بدلون ته سخت ضرورت درلود ، خو بدبختانه د دې په ځای چې یو پاک جامع مستمر الهي نظام ته رجوع وکړي شیطان، عناد او خواهشاتو یې مخه ونیوله او یو وضعي خود ساخت نظام یې قبول کړ او د جمهوریت تر نامه لاندې قانون یې تسویب کړ.

په دې کې شک نشته چې د دنیا په لحاظ دوی په رعویت او زراعت کې ترقي وکړه ، له دې علاوه يې په صنعت او ایجاد کې لویه بر لاسي تر لاسه کړه.

د کلیسا له جبره یې د ازادي ساه واخیسته، خو په اخلاقي او معنوي لحاظه مخ په زوړ شول: هغه قباحتونه او فحشاء چې هیڅ دین عقل وجدان اجازه نه ورکوي په دوی کې انتها ته ورسیدل چې کله د دوی اخلاقي اقدار د شهوانیت په ګرداب کې غرق شول، د نسب تمیز یې ختم شو، ملکیت او عقل معاد ترې کډه وکړه، له دې وروسته یې وغوښتل چې نور اقوام هم په دې مرض ککړ کړي بالخصوص مسلمانان چې له الهي نظام څخه برخورداره وو، د فطري زندګي خاوندان وو، اخلاقي منزه معیارونه یې درلودل، د نسب او حسب لړی یې برقراره وو، د مسلمانانو له دې اقدارو یې ویره حس کوله، د دوی بدبختو شهواني فلاسفه وو دا تجویز ور کړ: چې تر څو مسلمانان له د غو اخلاقي او دیني معیارونو لرې نشي، د فحشا په چیکړو کې ککړ نشي، په دوی برلاسه کیدل ممکن نه دي.

دوی هله غلامان جوړیدی شي چې په حیواني غریزې کې مدهوشه او له عقلاني او ملکي صفاتو غافل وکرځي.
د دغو منحوسو اهدافو ترلاسه کیدو لپاره یوې بې خرته ازادي ته ضرورت دی او هغه دوی په جمهوري یا ډیموکراسي نظام کې کتله، له دې امله یې له ډیموکرسي څخه د خطرناک دام ، وسیلې په توګه کار واخیست او لا لګیا دي.
خو د ډیموکراسي په شتون کې چې دوی کومه دنیاوي د ساینس او صنعت ترقي کړې وه په هغې کې بخیلان دي او یواځې د خپل منفعت کار ترې اخلي بلکې د مسلمانانو په منابعو یې د قبضې کار ترې اخیستی، دا لا څه چې کله پوهیږي کوم ځای کې د دې دام ثمره کمزورې ده هلته بیا د سلطنتي او د کتاتوري نظامونه تقویه کوي. تر ټو بده دا ده: چې دوی هڅه کوي چې د جعلي مسلمانانو له لارې د اسلامي نظام بدرنګ تصویر پیش کړي، چې د خلکو له ذهن څخه د ابد لپاره دا نظام هیر شي.
د دې د سائسو عملي نمونې زمونږ په ژوند کې په سترګو حس کیږي عیان را چی بیان!

و مکروا و مکر الله و الله خیر الماکرین.

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx