نظــر

دا کابل دی که تهران؟!

ميا نور اغا
زه دا څو ورځې په کابل کې ګرځم تر لرې لرې د ښار واټونه سره، تور، سپین، شنه، رنګارنګ بیرغونو لړلي دي چې د شرک سخوړې ترې خیژي، دا د شیعه فرقې لخوا په محرم کې د عزاداري ترتیبات دي، د دوی اسوګنې او تکیه خاني د ښار په ډیرو کمو برخو کې دي خو د خپلو رسموماتو او د ځان ښودنې په شعارو نو یې ټول کابل نیولی، که یو ناخبره سړی ښار ته ننوځې خامخا دا ګمان کوي چې دا د شیعه میشتو دوهم تهران دی چې د شیعه اخوندان پرې حاکمان دي.

راځو دې ته چې دومره بروز، بیرغونه لږول، دروازې جوړول، څه معنا لري? سره له دې چې همیشه امنیتي ستونزې هم وي.
تقریبا هر کال دوی له امنیتي مشکلاتو سره مخامخ کیږي او بیا هم په لوړه کچه مصارف کوي ټول ښار ته د شیعت رنګ ورکوي!! له دې سره عموماً هیواد له لویو مالي مشکلاتو او فقر سره مخامخ دی بیا دومره مصارف د څه لپاره؟
څوک شته چې له دوی پوښتنه وکړي دا عزاداری ده که قدرت نمایي؟!!

حقیقت دا دی چې شیعه په هیواد کې اقلیت دي خو د دوی تر شا منحوس لاسونه دي هغوی د کشمکش او عدم استقرار په لټه کې دي، غواړي چې دوی اکثریت وښيي او په بې ځایه بروز اهلسنت و ننګوي، په دې سره مذهبي اختلاف ته لمن ووهي او د بدبختیو میدان ګرم کړي تر څو دوی خپل سیاسي او مالی منافع تر لاسه کړي.

له دې امله باید حکومت د دوی ملایانو ته قناعت ورکړی او وې پوهوي تر څو د ناخوالو مخه ونیول شي.
همدارنګه له دوی څخه وپوښتل شي: چې عزاداری څه معنا ستاسو په مذهب کې عزاداری میله بازي او جشن ته وایي? که د غم اظهار ته؟

که ریښتیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمسی په شهادت د خفګان اظهار کوی د خپل رسم مطابق باید په خپلو مساجدو کې ختمونه وکړئ، په خپلو ځایونو کې د خپل رسم مطابق ترتیبات ونیسئ ، د نورو خلکو او ښاریانو مزاحم باید نشئ، ستاسو د مذهب مطابق باید له عبادت څخه جشن او خلکو ته تکلیف جوړ نشي.

په دوی کې محسیني هوښیار وو دوی ته یې ویل: این عزاداري است یا جشن که شما مستي می کنن و در سرکها پیشکان میزنن? ، باید دعا بکنن و تلاوت بکنن.

هغه دوی ته دا هم ویلی وو: د ځان ډبولو په ځای شفا خانو ته وینه ورکړئ.
الحاصل: باید حاکم نظام دوه وپوهوی یقینا په دوی کې به هوښیار خلک وي او په پردیو دسائسو به پوهیږي.
باید په مذهبي او سیاسي حساسیتونو یې اګاه کړي او له داسې بیکاره کړنو یې را وګرځوي.

میا نورآغا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx