نظــر

فلسطینیان څنګه ازادي تر لاسه کولی شي؟

ميا نوراغا

دا ښکاره ده چې د صیهونیانو یهودیانو تر شا بغیر له استثنا ټول غرب ولاړ دی بلکې صیهونیانو ټول غرب اخیستی او کرایه کړی، همدا رنګه خلیجي ملکونو دوی ته د فلسطین په ځمکه د حکومت جوړولو شرعي قباله ورکړې.
په شرق کې هم دوی ډیر کم غمخوار لري.
په دا خل کې هم تقریبا ټول مشکلات د غزې په تړانګه باندې دي.
د غزې مسلمانانو! د الله عزوجل سنت په دې جاري دي: ( کم من فئة قلیل غلبت فئة کثیرة باذن الله و الله مع الصابرین )
ډیر ځله د الله عزوجل په امر سره وړه کمزورې ډله په غټې او قوي ډلې باندې کامیابیږي او د الله عزوجل مرسته له صبر کونکو سره ده.

بیشکه د الله عزوجل مرسته له تاسې سره ده خو هغه وخت چې تاسې صبر کونکي وی:
1:- صف مو له کبائرو پاک وي.
2:- نیتونه مو د الله عزوجل لپاره وي.
3:- هدف مو د مسلمانانو د ځمکې بالخصوص د بیت مقدس ازادي او اعلاء کلمة الله وي.
4:- د دنیا شیطاني سیاستونو څخه محفوظ وی.
5:- د سر او مال قرباني ته تیار وی ځکه په جهاد کې د ابادیو نړیدل او د ځوانیو رژیدل خامخا وي دې ته به اول تیاریږئ بیا به پر مخ ځي.
مونږ ته د خپلو انقلابونو تجربه ده که مونږ د ابادیو او د ځوانیو ساتنې ته اولیت ورکړی وی لکه څنګه چې د عصر روشن فکرو خیال و یقیناً تر ابده به په هر اړخیز اشغال او احتلال کې ګیر وو، اوس چې مونږ ته نسبي ازادي حاصله ده دا مو د الله عز وجل په لار کې د ځوانیو سخا وه.
6:- د خپل توان مطابق عَدَد او عُدَد دواړه اماده کړئ.

دا ټول د صبر مراحل دي چې د الله عزوجل د مرستې سبب ګرځي.

که تاسو ته دا شبهه راځي چې مونږ مسلمانان یو نو دا بدبخته یهود ولې را باندې مسلط شول؟

یهود د سرکشي له امله د تاریخ په اوږدو کې زیاته زمانه ذلیل او مغضوب تیر شوي، دا چې په تاسو اوس را بلوسیدلي دا د مسلمانانو بالخصوص ستاسو د تیر غفلت او عمل سزا ده، که تاسو خپلې ځمکې نه وای پرې خرڅې کړې او خلیجي حکامو له انګریزانو سره په دې مقدسه خاوره د دوی نجس وجود نه وای منلی د دوی د راتګ هیڅ ګنجایش نه وو، همدا رنګه مو که له احتلال وروسته په اتفاق او قوت سره مقاومت کړی وای اوس به د احتلال بیخ وتلی وای متأسفانه چې دا یو هم ونشو، اوس نو قوی صبر او قربانۍ ته ملا وتړی.

اللهم افرغ علینا صبرا و ثبت اقدامنا و انصرنا علی القوم الکافرین!

میا نورآغا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx