شعـــــرونه

امام حسین رضی الله تعالی عنه/ کامران

راشد کامران

داستان د قربانيو ته تمهید امام حسین
قربان، د نبوي کاروان قائد امام حسين

راکب و هم رديف و هم رفيق د پیغمبر
عابد و، مجاهد و، لوی زاهد امام حسین

رګونو کې يې وینه د علي وه په غورځنګ
محکم ولاړ په مخ کې د يزيد امام حسین

راضي و په قضا، هم سراسر فنا في الله
په ژوند باندې سعید، په مرګ شهید امام حسین

حیران استقامت ته یې میدان د کربلا
شاهد د سور قیامت و چشم دید امام حسين

مقام د عبدیت کې د نیکه مثل ثاني
د غشو په باران کې و ساجد امام حسین

ظاهر او په باطن و مشابه د مصطفی
سیرت او په صورت در فرید امام حسین

راشده دوه خبرې دي حاصل د حسینت
باطل سره په ضد، د حق تائید امام حسین

راشد کامران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx