Bookreading l

له کتاب او علم سره د سلفو مینه

لیکوال: حامد افغان

أبو بكر محمد بن الحسن بن دريد بن عتاهية الأزدي البصري الدوسي (223هـ/837م – 321هـ/933م) د عربي ادب او مختلفو علومو امام او مشهور شاعر تیر شوی دی، د ده په اړه ویل کیږي: ابن درید اعلم الشعراء واشعر العلماء، یعني په شاعرانو کې تر ټولو ښه عالم او په عالمانو کې تر ټولو ښه شاعر دی.

یاقوت الحموي په إرشاد الأریب (139/18) کې د ابونصر المیکالي له خولي روایت کوي هغه وایې: موږ څو ملګرو په خپلو کې د مختلفو منتزهاتو او د سیل د ځایونو یادونه کوله او ابن درید هم راسره ناست و، چا وویل: “د دمشق غوطه ” تر ټولو ښکلی د سیل ځای دی، نورو وویل د الابلّه نهر ډیر ښایسته ځای دی، ځینو نورو وویل: ” سغد سمرقند ” ډیر ښکلی ځای دی چاویل “نهروان بغداد ” ښایسته ده چا بیا ویل چې “د بلخ پسرلی ” تر ټولو ښایسته ده.

ابن درید وویل: دا منتزهات او د سیل ځایونه د سترګو له پاره دي هغه د زړه واله کوم دي؟ موږ ورته وويل: ای ابوبکر! هغه کوم دي؟ ده وویل: د زړونو د سیل ځایونه دا ( کتابونه) دي: ” عیون الاخبار ” للقتبي، ” الزهره ” لابي داود، او “قلق المشتاق ” لابن ابي طاهر، او وروسته یې دا څلوريزه وویله:

ومن تک نزهته قینة
وکأس تحت وکأس تُصب
فنزهتنا واستراحتنا
تلاقي العیون و درس تاکتیک

یعني که د چا د سیل له پاره ګډیدونکې ډمي وي، یو ګيلاس لاندي او بل ډکیدونکی وي، زموږ سیل او ارام د سترګو په مخامخ کیدلو او د کتابونو په لوستلو کې ده.

امام ابوالفرج ابن الجوزي رحمه الله (مړ597هـ) په مختلفو علومو کې څو سوه کتابونه لیکلي دي، ده په اتیا کلنۍ کې له خپل زوی یوسف سره یو ځای له امام عبدالله ابن الباقلاني (مړ 593هـ) نه د لسو قراتونو درس زده کاوه! . امام الذهبي رحمه الله د دې روایت له نقل وروسته وایې: دې لوړ همت ته ښه ځیر شئ. (سیرالاعلام النبلاء للذهبي 377/21).

له کتاب او علم سره د میني په اړه مي د سلفو علماو له زرین تاریخ نه دا دوه بیلګې ستاسو حضور ته وړاندي کړې، الله دي زموږ د کمپیوټري او انټرنيټي زمانې په طالب العلمانو او محصلینو رحم وکړي، نن سبا سره له دې چې همتونه سست شوې دي زموږ بوختياوې او لیوالتیاوې هم بدلې شوې دي، د کتاب د مینې ځای کمپیوټر او انټرنیټ نیولی ده د علمي بوختیا او څیړنو پر ځای د ډلییزو اړیکو په ویب پاڼو کې له زرګونو ملګرو سره په عبث او چټي بحثونو او اړیکو بوخت وي، په داسي حالت کې د علم او زده کړې د لارې لارویانو ته د علم ترلاسه کولو په لاره کې مازي د اهل علم په څیر ويښته او لباس جوړول او څو معروف اصطلاحات کارول ورپاته دي . الله دي پر موږ ورحمیږي او الله دي زموږ همتونه لوړ کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د