ټولنیزه برخه

د نړولو خپل او جوړولو خپل خلک وي

حامد افغان

“د عثماني سلطان او یوه انجنیر کیسه”

کیسه کا چې عثماني سلطان سليمان القانوني خپلو کسانو ته وویل: چې یو پوهه، امانتدار او باوري انجنیر راپیدا کړئ، هغوی یو ارمني انجنیر ورته راوست چې په معمار سنان سره مشهور و. هغه ته سلطان سلیمان القانوني یوه ستره زړه دولتي وداني وښودله چې دا به نړوې او پر ځای به یې نوې ودانۍ جوړوې، کله چې معمار سنان ټول کار بشپړ کړ نو سلطان وروغوښت.

سلطان سلیمان انجنیر ته وویل: یوه پوښتنه درنه کوم، هغه دا چې تا کله زړه وداني نړوله هغه کې دې چې کوم کاریګرو وکارول هغه دې له نړولو وروسته رخصت کړل او د کله چې دې نوې وداني جوړوله د هغې لپاره دې نور کاریګر راوستل! چې دې کې کوم حکمت و؟! انجنیر ورته وویل: د نړولو خپل خلک یي او د جوړولو خپل خلک یي! څوک چې د نړولو لپاره په کاریږي هغه په جوړولو کې کار نه شي کولی! سلطان ته د انجنیر له حکمته ډکي خبري ډېر خوند ورکړ، هغه یې په اصطلاح عمراني برخه کې خپل مشاور مقرر کړ، چې وروسته د ده په سرپرستي کې د دولت لویې لویې ودانۍ جوړې شوې.

پایله: دا په خورا دقیقه توګه د اهل کار (د کار وړتیا لرونکو) خلکو انتخاب او ټاکنه ده، که په دومره دقت سره هر کار ته د هغه کار ماهرین او متخصصین انتخاب شي؛ حتماً او حتماً به کارونه په اتقان او کره توب سره سر ته رسیږي، خصوصاً د هیواد جوړونې په روانو مراحلو او پړاوونو کې، له بده مرغه زموږ ټولنیز ذهنیت له جوړوني، نړوني ته ډېر تمایل لري، بناء د کار د داسې خلکو په انتخاب او ټاکنه کې باید له زیات دقته کار واخیستل شي، چې هغوی پخپل کار کې له لازم تخصص او مهارت سره د جوړوني ذهنیت هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx