ادبي لیکني

د یو مُتبحر انسان یاد

تمهيد سیلاني

څو اونۍ وړاندې د استاد لیدو ته مې کابل پوهنتون ته ورغلی وم، پۀ لیدلو یې نهایت خوښ شوم. استاد پۀ عمر مشر دی، مګر د خدمت او حوصلې ذوق و شوق یې تر پخوا لا ژوندی او څپانده دی.

هر استاد خپل ځای لري او د درناوي وړ وي، اما استاد هېوادمل ما ته د یو عالي مُدرس، خدمتګار، مسلک ته ژمن او بۀ ټوله کې د څو بُعدي شخصیت اُلګو ده.

د استاد کورنۍ لۀ هېواده بهر ژوند کوي، دۀ ته لۀ هېواده د وتلو هر ډول سهولتونه مُهیا دي، مګر دی پۀ پوخ عمر او لرزانده وجود د وطن، ژبې او ځوانانو مینې دلته پاتې کړی دی.

هېوادمل صاحب زما استاد دی او زۀ ددې واقعیتونو شاهد یم، چې دی نۀ خپل درس قضا کوي، نۀ له اماده ګۍ پرته ټولګي ته راځي، نۀ هم محصلین ددۀ لۀ مرستې او لارښوونو بې برخې پاتې کیږي. حتی تر دې چې درسي مواد دی خپله محصلینو ته کاپي کوي او وېشي یې.

یو مهال یې زۀ محصل وم، ماته یې دومره مینه را کړې چې هېڅکله یې هم نشم هېرولی. کله به چې زۀ ټولګي ته رانغلم، نو اړیکه به یې ونیوله او د نۀ راتګ لامل به یې را څخه و پوښتل، کله به چې لۀ درس څخه خلاص شو، دۀ به غږ وکړ تمهید جانه راځه، زۀ به یې تر خپل کاري ځایه پخپل موتر کې ورسولم، بیابه یې خدای پامانی واخیست.

زۀ باوري یم چې استاد خپلو ټولو محصلینو ته تر دې زیاته مینه ورکړې او څوک ترې ناخوشاینده خاطره نلري. پۀ پارچو، نمرو او تدریس کې یې د ملګرتیا او لېوالتیا اثرات اصلآ نۀ ترسترګو کېدل. ښۀ او د ذوق مطابق تدریس به یې کو، لۀ ژوندي مېتودونو به یې پۀ تدریس کې ګټه اخیسته.

هر محصل به یې پۀ نوم پېژاندۀ او صنف ته د راتګ پر مهال به یې هر محصل سره جلا جلا روغبړ کو. د استادۍ او محصلۍ اړیکو، فعالیت او وړتیا ته یې تر څۀ لومړیتوب ورکول. فکري، قومي او ژبني تضادونو او مسايلو نه اصلآ مبرا ؤ او هر فکر ته یې درناوی درلود.

یو مهال ترکانو زۀ لیلیې ته جذب کړم، غوښتنه یې دا وه چې تر فراغت وروسته ور سره استاد پاتې شم. زما مشرف استاد چې یو ترک ؤ، ویل به یې: پۀ استادۍ کې خدمت او صداقت دې ته وایي چې موږ لۀ کاري ساعتونو او مسؤلیتونو پرته محصل سره ځان ستړی کړو او خلاوې یې ډکې کړو، ځکه د کاري مسؤلیت پر وړاندې موږ معاش اخلو او دا خدمت نۀ دی؛ بېشکه استاد لۀ دې ځانګړنو برخورداره ؤ او لۀ کاري مسؤلیت پرته یې د محصل پر وړاندې ځان مسؤله بالۀ.

پۀ څېړنه، تدریس او تاریخي مسایلو کې دی د حقایقو او واقعیتونو پلوی ؤ. لۀ افراطي مینې، کاذب شهرت او تعصب څخه پاک دی، تل به یې د همدیګر پذیرۍ پر کلمې تاکید درلود او د پښتو تر څنګ زموږ لۀ دري ژبې هم کافي مستغني دی.

استاد د خپل مسلک اسلافو ته ډېر ژمن او محسن پاتې شوی دی او د تدریس پۀ بهیر کې د هغوی نومونه پۀ ډېر عزت او اخلاص اخلي. یوه ورځ مې پۀ صنف کې د یوې سرچینې په حواله علامه رشاد (رح) نقد کړ، دۀ سمدستي خبره را پرې کړه او توضحیات وړاندې کړل. دا کار یې زما د تقبح پۀ خاطر ونکړ، بلکې ددې لپاره چې دی ما پوه کړي چې علامه رشاد پۀ څېړنه کې څومر موشګاف محقق ؤ.

زۀ د پښتنو متبحرینو پۀ منځ کې د خوشحال خان (رح) او مشر لایق (رح) لۀ شخصیتونو متأثره یم، د تأثر یوه وجهه یې داده چې یادو شخصیتونو پر خپلو منفي او مثبتو کړنو بیا کتنه کړې او خپل عُیُوب یې نقد کړي دي، تر څو راتلونکی نسل ته د دوی شخصیت ښۀ واضحه شي. هېواد مل صاحب هم یاده ځانګړنه لري، دۀ به د تدریس پۀ جریان کې خپلو څېړنیزو او لیکنیزو تېروتنو ته بار بار نغوته وکړه او ویل به یې زۀ هغه مهال نه پوهېدم.

د تدریس جریان یې لۀ خندا، ټوکو، پوښتنو او اضافي معلومات بې برخې نۀ ؤ. دۀ ته د وردګو لۀ محصلینو پرته صنف بې خونده وي، ځکه هغوی سره هم ډېرې ټوکې کوي او هم سخت یې نازوي. زموږ دوه نازدانه ټولګیوال استاد قسیم او استاد خلیل نومېدل، دۀ به ورته د وردګو پۀ لهجه قیسیم او خیلیل نارې کړې، هغه غږ لا تر اوسه زموږ د ټولګیوال پۀ غوږ کې شته او یادو یې.

استاد د یو ښۀ مُدرس ترڅنګ، د مدرنیته فکري بهیر مولد هم دی. لۀ تدریس ور هاخوا ذهني عینیت سازۍ کې هم بر لاسی دی. د پښتو او فارسي ژبو تر څنګ پۀ انګریزي، اردو او روسي ژبو هم پوهیږي او پۀ تدریس کې د روهي صاحب پۀ تقلید بهرني ترکیبونه هم کاروي.

د څېړنې پۀ تدریس کې تر ډېره پۀ نویو روشونو متمرکز او اګاه انسان ښکاري. د متن څېړنې مجرب او سیقل شوی محقق دی، ځکه د تیوري زده کړو تر څنګ یې د مشرانو استادانو پۀ مستقیمه لارښوونه ډېر متون شناسایي کړي دي.

ادب تاریخ یې د مسلک تر څنګ د ذهني آرشیف یوه قوي او فعاله برخه ده، پۀ خپلو خبرو کې ژوندی تاریخ ترسیموي او پېښې یې د قراینو او تاریخو سره بیانوي. داسې بريښي چې استاد حبیبي یا هم علامه رشاد او یا هم روهي صاحب درته خبرې کوي، ځکه دی لۀ خپلو اساتیدو سخت متأثره دی.

استاد ددې عصر یو نایابه ګوهر دی. دی د شهرت او القابو شوقي نۀ دی، مګر دده شخصیت، پوهه، خدمات او سپېڅلې دنده، دی ددې جوګه کوي چې پۀ لوړو رُتبو او عالي مډالونو و نازول شي. استاد پۀ تمامه معنا د القابو او رتبو لۀ کچې لوړ دی، زۀ یې د یو محصل پۀ توګه د هغۀ د څو بُعدي شخصیت وړانګې وینم او قدر یې کوم.

استاده! تا زما پر وړاندې تر مسؤلیت اضافه خپل حق ادا کړی، زۀ درنه راضي یم، خدای دې ستا نه راځي اوسي او زۀ دې تل د احسانونو پوروړی یم.
درنښت! سیلانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx