دیني، سیرت او تاریخ

ولې د ايفون او اى پېډ په سر کې«ايي»راغلى دی؟

عبدالغفار جبير
د apple کمپنۍ ای فون (iphone)، ای پېډ (ipad) او ای پاډ (ipod) جوړ کړیدي، ولې یې په دې ټولو کي ای (i) راوستی دی، ورته حیران به شې، د یوحنا په انجیل کي دغه ایات شتون لري:

I and my Father are one.”
ژباړه: زه او زما پلار(رب) سره یو یو (د یوحنا انجیل لسم باب:۳۰)
دا چې د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي یهودو دده سر سخته دښمنان وه، تل یې کوښښ کاوه چي مشکلات ورته پیداکړي او له منځه یې یوسي، نو دده په دې درې کلن د نبوت په دوره کي یهودو هر څه ورتل ویل، یهودو ویل چي تا زموږ پخواني د تورات احکام ټول منسوخ کړل، نوې خبرې کوې خو حضرت عیسی علیه السلام به ورته ویل چې داسې نه ده، زه د تورات د منسوخ کیدو لپاره نه یم راغلی بلکې د هغه د تکمیل لپاره راغلی یم او زه چي کومه خبره کوم دا هغه خبرې دي چې زما رب ماته ویلي دي، نو په دغه وخت کي حضرت عیسی علیه السلام دغه ایات ورته وایه:
ژباړه: زه او زما پلار(رب) سره یو دی (د یوحنا انجیل لسم باب:۳۰)

یعنې هغه احکام چې خدای ماته ویلي دي زما او دده خبره یوه ده او زما د خبرې منل د خدای د خبرې منل دي، خو یهودو به نه منل چي اخر یې دده د وژلو پلان جوړ کړ او خدای یې هم تدبیر ونیوه او اسمانو ته یې پورته کړ.

عیسوي نړۍ وایي چې دلته په دې ایات کي چي راغلي دي چی ((زه او زما خدای سره یو یو)) ددې څخه مطلب دادی چي دلته حضرت عیسی علیه السلام او خدای په جسم کي سره یو دي – نعوذباالله
چي دا ددوی یوه غلطه عقیده ده، او بایبل همدا نظریه ردکړې ده، خو دوی نه د حضرت عیسی علیه السلام خبره مني او نه هم بایبل مني.

دغه (ای فون، ای پېډ، ای پلیر، ای پاډ) دا ټول هغه د یوحنا د انجیل (ای) دی، چي دوی د حضرت عیسی علیه السلام تجسم ور څخه مراد دی.

دا د عیسایي نړۍ فکري توان دي، چي په هرشي کي یې خپله عقیده او صلیب نغښتی دی، خو بل لورته موږ مسلمانان نه دومري ساینسي او نه هم تخنیکي پوهه لرو چي په هرڅه کي اسلامي ارزښتونه را ونغاړو، نو ځکه مجبوره یو چې د کفري نړۍ له تخنیک څخه استفاده وکړو، بله بدبختي داده چي په مجموع کي زموږ د اسلامي امت عام ځوانان له اسلامي تعلیم څخه بې برخي دي او که یې تعلیم کړی هم وي هغه نیمګړی وي، بل لور ته بیا علماء پر عصري علومو دومره اغیزې نه لري چې په اسلامي نړۍ کې په هرڅه کې اسلامي ارزښتونه نشر کړي. همدا د مدرسې او مکتب اختلافات په ډیره اسلامي نړۍ کې نشته خو په ګران هیواد افغانستان کي لا هم شتون لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx