ادبي لیکني

د لنډې کیسې کرکټر- اتمه برخه

لیکوال: دادمحمد ناوک
کرکټراولوستونکى
دکيسه ليکوال اولوستونکي ترمنځ داړيکې يوه وسيله کيسه ده ،اوکيسه بې کرکټره نه شي جوړېدلاى.څومره چې په کرکټرټاکنه ،انځورونه ….کې فکرکووترهغې زيات بايد خپل مخاطب هم په نظرکې ونيسو.داچې:
 دغه کيسه چاته ليکو؟
 هغه به څنګه له کرکټرسره زړه وتړي؟
 ليکوال خوپه ليکنه کې ځان ښوودنه يالغت پراني نه ده کړى؟
 کرکټر دومره روښانه ده چې لوستونکى يې بې له جنجاله اوبې دليله  ومني؟
 په کرکټرکې تغير مصنوعي راوړل شوى که طبعي ښکاري؟
 ژبه يې څه وړده؟
 ظاهري انځورونه يې دومره زورلري چې کرکټر دلوستونکي سترګوته ودروي؟
او…
لومړى خوبايد دې پوښتنوته ځوابونه پيداکړو،اودځوابونوترټولوښه لاره يې داده چې خپله کيسه په خپله ديوه درېيمګړي(لوستونکي)په توګه ولولو.که موپورته ټولې پوښتنې ځواب کړلې،نودليکوال،کيسې اولوستونکي ترمنځ موښه اړيکه ټينګه کړې ده.اوپه خپله مؤخه(دکيسې لوستنه،مطلب رسونه اومنله)کې بريالي شوي يو.
دکرکټراولوستونکي اړيکه ځکه مهمه ده چې کيسه په کرکټرولاړه ده. او زموږ کرکټرکښنه بايد دومره زور ولري چې لوستونکى ځان دکرکټرپه قالب کې –ياهغه ته نږدې_ احساس کړي.ترڅوله کرکټرسره دزړه له تله وتړل شي.اودهغه سره په پېښه کې ځان شريک وبولي.داپه هغه صورت کې چې کرکټرمودخواخوږۍ اومينې وړوي.خوکه کرکټر ظالم،بداخلاقه…وي،نوبايد کرکټر کښنه مودومره زورولري چې لوستونکى دکرکټرڅېره په خپلوسترګوکې وويني.اودهغه انجام ته منتظروي.داچې داټولې چارې څه وړکولاى شو.په مخکې پاڼوکې موولوستل.

دپښتوپه لومړۍ لنډه کيسه کې کرکټر
لکه که په پيل کې موچې يادونه وکړه ،دپښتوژبې لومړۍ لنډه کيسه مرحوم سيدراحت زاخيلي صيب په (١٩٠٨م)کال کې ليکلې ده.دنوموړي په دووکيسوکې چې (شلېدلې پڼه)او_کونډه نجلۍ)دي ،دليکوالوترمنځ يوڅه اختلاف دى چې څوک يې يوه اوڅوک يې بله مشره بولې.چې په پيل کې موپرې بحث وکړ.خواوس (کونډه نجلۍ ) د پښتو ژبې  دلومړنۍ لنډې کيسې په حيث منل شوې ده.لومړى به داکيسه ولولو اوبيابه يې کرکټر دهغه په څه رڼاکې وګور چې پورته مو ولوستل:

 كونډه نجلۍ
لیکوال: سيد راحت (زاخېلى)

دا قيصه د يوې كونډې جنۍ ده او د هغې بېوزلې د ژوند نقشه تصويروي. د دې قصې مطلب دا نه دى چې  د حجرې وخت پرې ښه تېر شي، بلكې دلته د قام يو لوى ظلم ته د قام فكر كول غواړم.
رښتيا خبره خو دا ده د پښتنو ښځه  چې كونډه شي نو سخر او خواښې ته يې محض ډوډۍ ور كول لا ګران ايسي، نو كه موږ د دې ژوند بني ادم د برباديدو سببونه ولټوو نو راته څرګنديږي، چې اصلاً د ديوال  رده  ورانه  ده ځكه ديوال كوږ دى.
اول خو پلرګنۍ د لور او خور په سر باندې دومره روپۍ واخلي چې سخر ګنۍ د پولۍ پړق ته كښېنول شي او په دې خيال چې دا خو دبل د كور ده څه علم او هنر هم نه ور ښيې دې ته نه ګوري چې دا هم بني ادم دى د خداى (ج) پر ځمكه زموږ په شان د خوراك او څښاك حق لري او دا حق خداى (ج) پر موږ ايښى دى. د خداى (ج) په قانون يې خاوند ژوندى وي خو بيا يې هم په يو ډول د ډولونو عمر تېريږي، د روپو او وريجو غوړو حسابونه خو ور سره كېږي، د قرضونو ورسره قصې وي د ټبرونو پېغورونه وي، بياهم هغه بې زبانه مال د هغه دوو سترګو ته ګوري او څه لنډه تنګه ساه كاږي، نو خداى(ج)  مه كه، كه كونډه شي راشه كه يې ګورې. د خسر ګنۍ كره خوب يې ځكه ځاى نه وي چې د هغوي پوله او پټى تللى په سلمونو او سودونو كې ډوب شوې وي، نو چې دې بت ته ګوري ګړۍ په ګړۍ غصه ورځي د كور ټول بامبېړئې په غاړه كې ورواچوي، ډول ډول خبرې ورته كوي، خوبيا ئې هم تاو نه سړيږي، پلار ګنۍ خو ورسره يو ځل دښمني كړې وي او حقونه يې ترې لاندې كړي وي، يوه ټوكرۍ ډوډۍ ورته غر ښكاري. بل خاوند هم دپېغورونو ګوډى وي.
په زر ګونو ظلمونو كې په لكونو تبا شوو كونډو كې د يوې پېغلې قصه داده.
1
د مرجانې په مرغۍ سترګې ولګيدې نو لكه زمرۍ وغړمبېده او سرې سترګې يې پرې راوښكې.
_تورې بلا! زما د ګل په شان زوى دې وڅاټه اوس مولاشر موې بېل…
د مرغۍ له سترګو نه د اوښكو لښتي روان شول په سلګو سلګو يې وويل…
مرجانه: ژړا دې ميراته شه په ژړا باندې خلك وېروې  يوه پولې خبره  وشوه، بس ستا اوښكې روانې شوې، ودرېږه چې  د جمال  پلار راشي ځمكه به ښه در باندې سره كړي . پر زړه خوږې مرغۍ ځان ټينګ نه كړاى شو، يوه  وار خطا چيغه يې تر خولې ووتله او د خېرنې پټې (پړوني) پېڅكه يې مخ ته ونيوله او ويې ويل:
ابۍ ته زما په دې خوږ زړګي ولې مالګې دړوې!
مرجانې نورڅه ونه كړه خويوښه سوك يې ورحواله كړ.خبرداره چې بياماته (ابۍ) ونه وايې ګني ژبه به دې له كومې نه راوبا سم .اور دې پورې شي په داسې كور چې تا غوندې نوغې په كې زرغونېږي، د داسې مېندو ګېډې خو دې وچې شي چې ستا په شانې توتكه ترې نه پيداكېږي .زه ستا په زړه  مالګې اچوم بې حيا كه تا زما ځيګر سكاره كړ، داسې سپېره مخې خودې خداى د چا په كور او غولي نه ور ولي ،خداى دې ژر په ژېړو تلو له دې كور نه وباسه! په غونډي كاڼي دې پښه وښويېږه زما د نولسو كالو غمى تورو خاورو ته لاړ. سوك د مرغۍ  په تشي لګيدلى و،  له ډېره درده تړقيدله او په اوښكو يې د لوپټې پيڅكه خېشته پېشته كړې وه په سلګوسلګو يې ووې:
_ مورې نور وهل نشم زغملاى، ښه اخر زما ګناه خطا خو را وښيه هسې مې وهې ولې ؟  پښتنه جينۍ ګوره او خواښې نه دا پوښتنه كول چې (( زه دې ولې ووهلم ؟)) دا دمرغۍ يوه داسې ګناه ده چې  د بخښلووړ نه وه. د مرجانې ټټر باندې اور ولګيده ژبه يې وويسته ټول كور مالت يې په سر واخيسته :
_ درواغجنه ګوره چې ماسره ناندرې وهي په ورو غوندې مې د ګوتو سرونه ورورسيده ته  به وايې په تورو مې كړمه كړه، چې داسې دګل غوټۍ وې نو مور او پلار واده كولې څه دپاره؟ تاويز كړي به يې وې او په غاړه به يې ځړولې وې، په ستن كې تار اچول نه ورځي نخرې يې ګوره،نه كار نه روزګار ډوډۍ څلور په شمار، څمڅې وينځل ورته لوى غر ښكاري، سترګه په ډډه شي ټول لوښي  مردار پراته وي .
دې نه مخكې بيا دمرجانې ژبه څه وه توره ورېځ وه ،د كنځلو ږلۍ يې راشروع كړې مړي ژوندي يې ټول وستايل مشر، كشر ترې خلاص نه شول بدبختې كونډې سره د دې ښكنځلو بل جواب نه و.
په ژړا يې د سلګو وار نه كېده پوهېده چې يو ساعت پس به ګل محمد خان راشي او په ما به د غضب تندر راپرېوزي.

٢
مرغۍ ښايسته وه، قابله وه همزولو به يې ويل چې  د دې په خبرو كې جادو دى هر څوك را ماتوي ،اوس هم چې به د دې پخوانۍ همزولې چرته د اختر په پاڼي چغ يو ځاى شوې نو د دې خبرې به يې را يادولې په خپل كلي كې د مرغۍ اصيل والى او سيالتوب مشهور و .ليكن افسوس د پښتنو ناروا رواجونو هغه  بې برخې كړه، سپېره يې كړه (بدشګومه) د هغې په تندي  تياره شوه، پلار يې په روپو پسې ړندېده پخپلو سپېرو لاسونو يې ډولۍ كې كښينوله او لرې يې وركړه، يو څو مياشتې پس د هغې كوڅۍ ببرې شوې او هغه يوه کونډه وه، انجلۍ كونډه او د غمونو غر يې  په سر راپرېوتى و.
پلار ګنۍ كره خويې ځاى نه و، خسر ګنۍ  بيا سپېره ورته ويل او هغه سپېره مخې وه ( نيك پاله نه وه)  ناكاره وه، د ټول ټبر پېغورونه به يې تيرول، د سخر كنځل به يې زغمل، ټوله ورځ به يې كار كې زړګى وچاود. خو بيګاه ته به يې  د سترګوپټولو حق هم نه و، هغې ډوډۍ نه خوړله بلكه ډوډۍ دا خوړله، خير نو خچنو كالو ته يې هم زړه نه كېده، كفن به يې را ياداوه، داسې ورځ پرې حرامه وه چې څلور شپږ كنځل به ورته نه كېدل يوه ورځ داسې هم نه تيريدله چې يوه يا دوه پڼې به يې نه خوړلې ،يوه ورځ يې په سركې ږمنځ وهله ، خسر د لښتې وار پرې وكړو چې ډېرې ورځې يې په هغه لاس كار نه شو كولاى. لوپټه يې خيرنه، ريخانګې وه، نو مرغۍ د مور د كور لو پټه په سر كړه سخر پرې له شانه د خاورو تيل واچول، تيلى ( اورلګيت) يې ورته كولو خداى ترې بچ كړه. دا نننى جنګ په څه و؟ په دې چې د شپاړسو كلو جينۍ چې تمامه ورځ يې په ميچنو زړه شين شو، د ګرمۍ خولې نيز ( سيلاب) غوندې پرې روانې وې د باد دپاره كوټې ته وخته. بس دا نه وه بلاوه، د مرجانې په سترګو كې اغزى اغزى كېده  ماخوستن مرغۍ كټ كې لږ غوندې ملا نېغه كړه چې ګل محمد خان كور ته ننوت، د راتلو سره يې خوله ورباندې وسپړله:
_ ستا ملا ولې ماته ده؟ ډيوه كې لا باتۍ خلاصه نه ده ته بيا مرداره شوې يې پاڅه لاس وينځونى را واخله.
مرجانه په يوه ټوپ ورته مخ كې شوه او ويې ويل:
_ دې ته څه  مه وايه دا د محل راڼۍ پرې ده چې خوب وكړي كه ستا څه  كار وي نو زه به يې كوم.
دومره ساعت كې مرغۍ كوزه او لاس وينځونى لاس كې خسر ته ورغله.
مرجانې ورته په سينه کې داسې ټېله ورکړه ،چې دهغې په سترګويې توره شپه کړه.مرجانې ووې:
_بس بس موږ وبخښه د خپل خاوند خدمت به زه پخپله كوم ته ځه پالنګ كې ويده شه ته راڼۍ يې.
مرغۍ د اوښكو ډكې سترګې ورته را واړولې او ويې ويل:
_ ابۍ! زه راڼۍ چېرته يم ستا وينځه يم ته هسې خپه كېږي.
مرجانې پرې لرګې را اوچت كړ:
_ته بيا ماسره خبرې كوې؟وګورئ خلقه ما دې سره څه كړې دي؟ چې دا هر وخت ژاړي ما كه تش دومره ووې  لورې دا كار د سيالانو نه دى ته كونډه يې داسې مه كوه نو مابده خبره كړې، راڼۍ له هغه وخت راهيسې تندى تريو نيولى دى او ژبه يې راباندې ايستلې ده،  بيا يې هم لا ارمان پاتې دى؟

    ګل محمد خان چې دا خبره واوريده نو خپلې ښځې ته يې وويل :
_ته د دې بدبختې سره څه مه وايه دا بدبخته به يوه ورځ زما پوزه پرې كړي دا خو تا اول وار په خپل سر خېژوله هغه بله ورځ چې مې پرې د خاورو تيل اچول او سوځله مې  چې دغمه يې خلاص شو، نو ته زما مخې ته راغلې او مخكې مخكې كېدلې او رانه خلاصه دې كړه، اوس مزې كوه!
مرغۍ په سلګو سلګو د خسر په پښو كې ولويده او ويې ويل :
_بابا جې ما دې خداى مړه كړي كه به ما د ابۍ سره لام كلام كړى وي ،خداى خبر چې ولې د سهار راهيسې راپسې شوې ده.
ګل محمد خان چې دا خبره د مرغۍ له خولې واوريده په سر باندې يوه ښه څپېړه ور كړه او ويې ويل :
_ لرې شه تاته دې خدا (ج) مرګ در كړي چې زما عزت په ځاى پاتې شي، زما د غمي په شان زوى دې وخوړ او په دې سپينه جامه هم داغ را ږدې.
مرغۍ پاڅېده او په زاريو يې لاس پر تندي كښيښود او وويل:
_باباكه رښتيا داسې وي لكه چې ته وايې نو ما اوس وسوځه چې سباستاسې د ډېران ايرې يم او څوك مې نوم په خوله وانخلي !
ګل محمدخان چې دا خبره واوريده له خولې يې ځګونه راغلل په ډېر تاو ولاړ شو:
_ مردارې پليتې شيطانې زما له لاسه سوځول غواړې؟
مرغۍ:باباجې سول غواړم.له خپله لاسه راباندې اور ولګوه،له دې ژونده راته مرګ ښه دى،زه که يم څه اوکه نه يم څه؟
ګل محمدخان:كم اصلې د راز محمد پليت نوغې زه به په تا اوس اوربل كړم
دا خبره يې وكړه او ښځې ته يې اواز كړ:
_د جمال خان مورې هغه د تيلو بوتل راوړه،
په دې وخت كې پربېوزلې مرغۍ راګرځي او په وهلو شروع كوي، پس له دې په غولي كې دغه درې  اوازونه اوريدل كېږي، نور هېڅ يو ږغ نه و، يو د ګل محمد خان د لرګي شركهار بل د هغه دا چيغې چې ( اور غواړې ؟) ( حرمونې اور غواړې ؟).
بل د مرغۍ په زوره چغې چې ويل به يې ((بابا جي مړه شوم د خداى(ج)  دپاره رسول ته ګوره… خپله پلاره… خپلې مورې… يا كاكاصاحب… راورسېږې!!
٣
د بدبختې مرغۍ مخ نن لږ غوندې روڼ ښكاري بدن كې  يې ايله وينه ګرزيدلې ده، دا ځكه چې يونيم كال پس مور كره تللې ده، د مشر ورور واده يې دى. د خسر كره يې بڼه په وهلو،وهلو داسې شوې ده لكه چاچې چونه پرې دوړولې وي. په ژړا ژړا يې سترګې سپينې شوي دي ،دې ويل چې مور كره به يو څو ورځې په خندا تيرې كړم قسمت ورته ويل چې د كونډې هيچېرې د خوښۍ ځاى نشته!د مور غيږ ستا دپاره اوس يو سور تنور دى.مرغۍ پس له ډېرې مودې د خپلو همزولو څهرې لېدلې وې، خوشحاله وه د خپل غم هغه اوږدې قصې يې شاته كړې وې .د هر چاسره يې په خندا خبرې كولې جامې يې پس له ډېرې مودې څخه اغوستې وې چې دې نوو جامو يې همزولو ته بيا هغه تير ښايست ور په ياداوه ،د ورور واده چې  به يې په زړه دخوشحالۍ باد راوالوزاوه نو كله به يې د نجونو سره ټوكې ټكالې هم كولې .خوبيا به يې د نجونو سره سندرې ويلې چې ورور به يې وليد نو دا به تر مور زياته ورځاريدله. لنډه دا چې د ډولۍ وخت راغى ( ورا) تيارېده د هلك او نجلۍ جوړې جامې اخېستې شوې او ښځې روانيدوته را پاڅيدې ،د واده پنډوكى وتړل شو نو هر چا د ناوې او زوم كالي او زړوكې كتل ،د بده مرغه مرغۍ هم د ورور لونګۍ ته ګوتې  ور وړې ښځو په دې كار ورټله ، دلته  د مور هم ورته  پام شواو يوه داسې مضبوته څپېړه يې ورته ور كړه چې د ګوتو تغمې په كې جوړې شوې مرغۍ اريانه ودريده مور ورته  وويل چې كونډه ښځه د واده جامو ته لاس ور وړې؟ ته خوسپيره كونډه يې تا ولې ګوتې ور وړې؟
هغه مور چې مرغۍ يې د ځيګر په سپينو پيو لويه كړې وه ،او نازوله يې نن ورته  له خوده ووته دا سپيره پال هغه چېرې زغملاى شي، چې د يوې كونډې لاس د ( ورا) جامو ته ګوتې ور وړې؟ په دې وخت كې د خداى فضل و چې د مرغۍ د پلار په زړه د رحم اوبه تيرې شوې او د مرغۍ مور ته يې وويل(( خير داسې خطا له بنده څخه كېږي)) ګني خداى (ج)  خبر دى چې د مرغۍ به كوم ځاى مات و.
د مرغۍ زړه ډك و ،ژړلاى يې هم نشواى ځكه چې ژړا تر هغه لا په همدې وخت كې بده وه، نو د اوښكو ډكې سترګې كوټې ته ننوته، نوې جامې يې وايستلې او زړې يې واغوستلې لوپټه يې په مخ واچوله د خونې ګوټ كې  څملاسته (  ورا) ولاړه ډولۍ راغله غال بول تير شو، خو مرغۍ پرې خبره نشوه نه يې چاتپوس وكړ، چا ياده هم نه كړه، كونډه بدبخته د چا په ياد وي.
غوټه نيمه شپه شوه مرغۍ د ( اديزو) پر سړك باندې روانه ده تياره دومره ډيره ده چې د لاس ګوتې نه معلومېږي، خو مرغۍ نه د مار نه وېرېږي او نه هم د غله يا بل ځناور نه، د سيند غاړې ته ورسېده پښه يې ونيوله، بيا د سړك نه په ډډه لاړه او لرې د يوه كمره  پر سر كښيناستله په ټكري يې مخ پټ كړ او د زړه له اخلاصه يې وژړل ، وروسته يې په زړه كې دا ډول ګيلې له خدايه (ج) شروع كړې :
_اى زما لويه خدايه؟ زما د بدنصيبۍ خو اوس د مور په غېږ كې هم ځاى نشته زه اوس سپېره بلله كېږم او بې برخې، خسرګنۍ كه مې بيګانه خلك و، د هغو نه خو ګيله نشته مګر زه خو نن په خپل كور كې هم بد پاله او سپېره وبلله شوم ،افسوس خدايه چې ښځې دې ولې پېداكولې خدايه تا خو داسې نه دي ويلي.او نه ستا رسول داسې دى ،دا پښتانه خو ځانونه مسلمان بولي دوى ولې داسې كوي؟ دوي خود اذانو سره سم جماعت له هم ورځي، د دې ډول عبادتونو سره په دې ظلم كولو هم مسلمانان بلل كېږي؟ دوي وايې چې موږ كې لوى لوى بزرګان او عالمان هم شته مګر د لور او خور سره چې  كوم كارونه كوي هغه خو په كفارو كې هم نشته .لور چې پېداشي بده او سپېره وي چې  واده شي بيا سپېره كېږي .چې مړه شي هم سپېره وي. خدايه(ج)! ته په اخرت كې دوى ته جنت هم ور كوې؟
يا په دنيا كې ښه ورځ هم پرې راولې ؟موږ خو هم تا پېدا يو او د بني ادم له ذاته يو موږ سره دا دومره ناروا ولې كېږي ؟ زه خو په دې خبره پوه نشوم ،ستا په دې دومره لويه دنيا كې خو ما د سر سيورى هم پېدا نه كړ. كوم كور كې چې ماسترګې غړولې وې او وړه په كې لويه شوې وم ،هغه هم نن زما دپاره دوزخ شو .دوى زما دوه كاله كونډتون ته ونه كتل او نه يې دا زړه ته تيره شوه چې د دې حال څرنګه و او دى؟ نو ځكه تاته التجا كوم چې ماله مرګ راكړې ځكه زما مرګ لويه پرده ده.
كه څه هم وايم هغه شرم ،كه اورم هغه شرم ،زما ناسته او ولاړه، خوراك او څښاك ټول شرم شول، نو زه غواړم چې دا دشرم بوج له مانه واخلې او پټه شم ( سلګۍ … بيا سلګۍ) اې سينه! ته زما لويه پرده يې ستالوى زړه دى، بني آدم چې  د چا د لوى زړه صفت كوي نو وايې:

    (( ستا زړه لكه دد رياب دومره دى))  ته د دې خپل لوى زړه روى ومنه !ماته غيږ خوره كړه! ته د خداى (ج) او رسول (ص)روى ومنه ماته پخپله لويه غيږ كې ځاى راكړه!
ما پخپله لويه غيږ كې ونيسه زما دپاره پرده شه.د خداى (ج)  په دې دومره لويه ځمكه كې زما دپاره زماد ارام ځاى نشته ،تا ته ننواتې راغلې يم ،هسې نه چې ته هم زما د
خواښې او خسر په شان ما ورټې، مامه رټه! زه د مسلمانانو پښتنو د لاسه په توره شپه تاله ننواتې راغلې يم، دوى خواخوږي نه لري، دوى د رحم زړونه نه لري. دوى د ظلم نه هم دومره خوند اخلي لكه د رحم نه چې يې زړه سواندي انسانان اخلي ،نو ته زما ننواتې ومنه!
دې نه پس د غړمب يو اواز شو د سيند زړه د مرغۍ په زاريو نرم شو او د حال په ژبه يې ورته وويل:
زما لمن لويه ده، زما غېږ تاته خلاصه ده، زه ستا نه خواښې يم اونه خسر، زه نه ستا موريم، نه هم يو انسان، زه تاته په غېږ كې ځاى در كوم ښه راغلې !! ښه!
پاى

د کونډې نجلۍ ټاکنه:
داخبره که څه هم بېخي سولېدلې ده،ليکوال ياشاعردټولنې ترجمان.خو موږ تل له ليکواله غوښتي چې زموږسترګې خلاصې کړي يا زموږټولنه ،کړه وړه،دود اوکلتورنوروته ور وښيې.مرحوم سيدراحت زاخيلي صيب (کونډه نجلۍ) دټولنې له هغې طبقې ټاکلې چې ترهرچايې په ليکوال حق ډېردى چې غږيې نورو ته ورسوي اودحق غوښتنه يې وکړي.که څه هم دحق غوښتنه بايد هرڅوک په خپله وکړي ،خود ټولنې دې طبقې ته موږهغه حق څه چې خداى ورکړى،بلکي هيڅ حق نه دى ورکړى.
اما دپښتوادب لنډې کيسې پيل په ډېره ښه سوژه شوى ،چې نيک شګوم يې ګڼو،اوداخپله موږته داراښيې چې بايد دټولنې دپوچورواجوپه اړه بايد تل مخالف ودرېږو.اوپه هردورکې دټولنې دمظلومې طبقې غږپورته کړو.يوبل څه دا ترې زده کولاى شوچې مرحوم زاخيلي صيب په پيل کې دټولنې  د دومره کلک دوداودستورسره-سره  څومره ښه سپېڅلى بغاوت کړى دى. له دې مالومېږي چې په ځينوبرخوکې ليکوال بايد په ټولنه پسې لاړنه شي،بلکې ليکوال بايد ټولنه په ځان پسې بوځي.
موږپه ټولنه کې زرګونه ستونزې لرو،چې فقرزموږهميشنۍ اوکله،کله د توربورپه وړاندې بې کسي هم دټولنې ستونزه ګڼله کېږي.مرحوم زاخيلي صيب کولاى شواى چې دکومې سوالګرې حالت ياهم د توبورګنۍ کومه پېښه خپلې کيسې ته دسوژې  په ډول وټاکي.مګرداچې په ټولوکې يې دغه موضوع خوښه کړې ده ،په پښتنې ټولنه کې دغه کارلوى زړه غواړي.اوداموږته په پورته يادوپيغاموداپيغام هم لري.چې موږبايد تل دټولنې نيمګړتياووته ځيراودخپلې ټولنې دسمون له پاره څه وليکو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x