
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۱ل): د میټا شرکت مالک مارک زوکربرګ د سه شنبې په ورځ څرګنده کړه چې په واټساپ کې به ډیر ژر نوې ځانګړتیاوې وړاندې شي.
مارک زوکربرګ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې درې نوې ځانګړتیاوې به واټساپ ته زیاتې شي، چې له مخې به یې کاروونکي وکولی شي له یوه ګروپ څخه په داسې حال کې ووځي چې نور کاروونکي پوی نه شي. کاروونکی به وکولی شي چې خپل د انلاین ښودلو سیستم کنترول کړئ، او دریم چې د یو ځل عکس “view once” لیدلو ځانګړتیا پرمهال د سکرین شاټ اخیستلو مخنیوی وکړئ.
یعنې د یادو ځانګړتیاو په مرسته تاسې کولی شئ خپل ګروپ کنترول کړئ، چې که وغواړئ له یوه ګروپ څخه ځان وباسئ د ګروپ نور ملګري نه پوهیږي.
د معلوماتو له مخې، یوازې د ګروپ اډمین به وکولی شي هغه کاروونکی چې له ګروپ ووځي وګوري.
همداراز د انلاین ښودلو اختیار به هم تاسې کنترول کړئ، چې که وغواړئ څوک مو وګوري انلاین یاست یا ځانونه پټ وښيئ او یا هم ځینې کسانو لپاره یې پټ او ځینو لپاره یې ښکاره کړئ.
ددې سربېره د واټساپ دریمه ځانګړتیا د هغو عکسونو چې د یو ځل لیږلو “view once” له لارې لیږل شوې وي، سکرین شاټ وانخیستل شي.
د دې لارې به د کاروونکو د واټساپ پیغامونه لا هم خوندي شي او شخصي وساتل شي تر څو مخامخ خبرې اترې خوندي وساتل شي.
د فیسبوک مالک وایي چې دغه ځانګړتیاوې به ډیر ژر وړاندې شي.
واتساپ ثبتولو سیستم چی فعال شی ډیر به ښه وی
او بل چی څومره فعالیت کوی باید پویانټ یا امتیاز ورکړل شی.