ورزش

هند کرکټ بورډ د اسیا جام لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۱ل): د هند کرکټ لوبډلې د راتلونکي اسیا جام لپاره د پنځلس کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د هند کرکټ بورډ وایي چې چټک توپ اچونکی جاسپریت بومرا او هارشل پټيل د ټپي کېدو له امله له نوملړ څخه بهر شوې دي.

د هند کرکټ لوبډله کې له فام وتلی ویرات کوهلي شامل شوی او کی ایل راهول له ځنډ وروسته بیا د لوبډلې برخه شوی دی.

د اسیا جام لپاره د هند لوبډله په لاندې ډول ده:

روهیټ شرما، کی ایل راهول، ویرات کوهلي، سوریا کمار یادو، دیپک هودا، ریشاب پانت، دینیش کارتیک، هاردیک پاندیا، رویندرا جدیجا، روي اشوین، یوزویندر چاهل، روي بیشنوي، بوینشور کمار، ارشدیپ سینګ او اویش خان شامل دي.

درې لوبغاړي شریاش آیر، اکسار پټيل او ديپک چاهر د احتیاطي لوبغاړو په حیث شامل شوې دي.

د اسیا جام سیالیو کې هند د پاکستان او غوراوې لوبډلې سره یوځای دی، چې د خپل سر سخت سیال پاکستان پر وړاندې به د اګست په ۲۸مه نېټه ډګر ته ښکته شي.

ددې جام لومړۍ لوبه کې به افغان لوبډله د اګست په ۲۷مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې مخامخ شي.

دغه لوبې د سریلانکا په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره کیږي چې د سپتمبر تر ۱۱مې به دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx