دیني، سیرت او تاریخ

د ابوجهل روحي انديښنه

ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي
ژباړن: محمدصادق طارق

وروسته له هغه چې مکة المکرمه ښار د اسلام او توحيد په ستر مرکز بدل شو، د جاهليت او ملي غرور مشرتابه ابوجهل روح ور څخه ليدنه کوي. ابوجهل ويني چې مکه د الهي کور وه زيارت کوونکو ته د مشرکينو له شتون پاکه شوى ده. د لات، منات، هبل، عزّى، اساف او نائله خدايانو هيڅ څرک نه تر سترګو کيږي. د اذان هيله بښونکى آواز او د “أشهد أن لا اله الا الله و أشهد أن محمدا رسول الله” خوږ شعار هره ورځ پنځه ځلې د حرم په فضا کې تاويږي. جاهلي غرور، نسبي وياړ او قومي تعصب لمن ټوله کړى ده. خلک دا عقيده لري چې ټول د آدم عليه السلام اولاد دي او آدم عليه السلام هم له خاورو جوړ دى. له تقوى پرته د عرب او عجم تر مېنځ هيڅ رنګ توپير نشته. ابوجهل له خلکو څخه د قرآن عظيم الشأن دغه آيت څو ځلې اوري چې هغوى يې تلاوت کوي او وايې:
[یا أيها الناس انّا خلقناکم من ذکر و أنثى و جعلناکم شعوباً و قبائل لتعارفوا انّ أکرمکم عند الله أتقاکم]

د خلکو تګ او راتګ ته خورا زيات ځير دى او خبرو اترو ته يې غوږ دى خو له هيڅ چا څخه داسې خبره نه اوري چې په خپل نسب او مليت دې وياړ وکړي او بل څوک دې د وطن او نسب له امله سپک وګڼي، يا دې د عرب قومونو او قريشو تر مېنځ کوم ځانګړي امتياز ته ژمن وي. هر څه ورته بل ډول ښکاري او خلک ويني چې د يوه تور پوستي حبشي پر شاوخوا چې په علم او تقوى کې تر نورو وړاندې دى راټول شوى دي، خبرو ته يې غوږ دي او نظر يې د ځان او مال په بيه تر لاسه کوي.

ابوجهل د بني مخزوم قبيلې مشر د خلکو آداب، رسوم او باورونه په دقت څاري خو د خپل قوم د ځانګړيو وياړونو اړوند هيڅ څرک نه پکې ويني. هغه ته جوتيږي چې د تير ژوند آداب او رسوم يو مخ بدل شوى دي او نوى ټولنه د عقيدې، اخلاق، فضيلت او تقوى پر بنسټ جوړه شوى ده، د قومي ارزښتونو په معيار او د خلکو په فکرونو کې ژور بدلون احساسيږي نو ځکه تر بريتو لاندې په ټيټ آواز له ځان سره په خواشينى وايې: “دا خلک زما د وخت خلک نه دي او دا هيواد له هغه هيواد سره توپير لري چې ما پيژانده”

هوکى، د بني مخزوم سردار تير وتلى دى او خپل مورنۍ ټاټوبى نه پيژني. که کعبه، د زمزم څاه، حجر الأسود او هغه ځايونه چې دى به د مشرکينو له نورو مشرانو سره پکې ناست و او کمزورو مسلمانانو ته يې عذاب ورکاوه، موجود نه واى يقين به يې کړى واى چې لار ترې خطا شوى ده او مخ پر بل ځاى روان دى.

ابوجهل هغه څوک و چې د محمد نوى دين يې د جاهليت په وړاندې چې يوازې پر قومي وياړونو ولاړ و، ستر خنډ باله او پوره نړۍ يې د “مکى په قريشي هيواد” کې محدوده کړى وه، هغه معتقد و چې فضيلت او وياړ يوازې د عربو دى نور ملتونه له هيڅ رنګ حق څخه برخمن نه دي، هغه د جاهليت ستر مدافع و او د اسلام په موخو تر هر چا زيات خبر و، خو د دومره تيز فکر او روڼ اند سره سره يې دا ګومان نه کاوه چې اسلام به دومره پر مخ لاړ شي او خلک به ترې اغيزمن شي، او جاهليت به په ډيره ناوړه توګه له خپل مرکز څخه په شا ټومبول کيږي.

د ابوجهل جاهلي غرور له دى حالت ليدلو څخه وروسته په جوش راغلو، په خورا هيجان يې د کعبى تورو پردو ته لاس واچاوه او د مرستى او ژړا غږ يې په ژړغونې آواز کې پورته شو چې ويل يې: “زموږ زړونه د محمد له لاسه ټپيان او غمجن دي ځکه ده د کعبى څراع وواژه او قدر يې ور ټيټ کړ، د قيصر او کسرى پوزه يې په خاورو سپيره کړل، د محمد د افسون له مخې ځوانان زموږ له چاپير څخه بيل شوه او د ده په دين دننه شوه”

ســینه‌ی ما از محـمد داغ داغ
از دم او کعبه را گل شد چـراغ
از هلاک قیصر و کسری سرود
نوجوانان را زِ دسـتِ مـا ربود
ساحر و اندر کلامش ساحریست
این دو حرف لا اله خود کافریست
تا بســاط دیـن آبـا در نـورد
با خداوندان ما کـرد آنچه کـرد
پاش پاش از ضربتش لات و منات
انتقام از وی بگـیر ای کائنات
دل به غایت بست و از حاضر گسست
نقش حاضر را فسون او شکست

وروسته وايې: د محمد دين د عربو او عجمو، تورو او سپينو تر مابين پر مساوات او برابرى ولاړ دى، ده په همدې ډول د عربو عزت برباد کړ. له شک پرته دغه ورورګلوي او برابري د عجمو له کلتور څخه سرچينه اخلي، سلمان فارسي د مزدک لاروى دى او د عبدالله زوى محمد (صلى الله عليه و سلم) د هغه له لارې دوکه شوى دى، عرب ولس يې په ناخوالو کې راښکيل کړل. اى د عربو نامتو مشرانو او فصيحانو! ولى حل لاره نه لټوئ او د دغه نفر افسون ته چې د وحى مدعي دى ولى په خپل فصاحت او بلاغت ځواب نه ورکوئ؟!

مذهب او قاطع ملـک و نسـب
از قریش و منکر از فضل عرب
در نگاه او یـکی بالا و پسـت
با غلام خویش بر یک خوان نشست
قـدر احرار عـرب نشـناخــــته
با کلفـتان حبـش در ساخــته
احمران با اسـودان آمیـخــتند
آبــروی دودمانــی ریـخـــتند
این مساوات این مفاوات اعجمیست
خوب میدانم که سلمان مزدکیست
ابن عبدالله فریبش خورده است
رستخـیزی بر عرب آورده اسـت
عزت هاشم‌ ز خود مهجور گشت
از دو رکعت چشم‌شان بی‌نور گشت
اعجمی را اصل عدنانی کجاست
گنگ را گفتار سحبانی کـجاست
چشم خاصان عرب گردیده کور
برنـیایی ای زهیـر از خاک گور
از تو ما را در این صحـرا دلـیل
بشـکن افــسون نوای جــبرئیل

وروسته مخ پر حجر الأسود اړوي او وايې: ته ولى زما د خبرو پر صداقت شاهدي نه ادا کوى! او هبل بت ته وايې: اى زموږ ستره خدايه! ته ولى خپل کور د بي دينه خلکو څخه بيرته نه ترلاسه کوى؟ او ولى پر هغوى باندې خپل عذاب نه راولى چې د خپل کړنو سزا وويني؟

باز گوی ای سنگ اسود باز گوی
آنچـه دیدیم از محمد باز گـوی
ای هبل ای بنده را پوزش پذیر
خانه‌ی خود را ز بی‌کیشان بگیر
گله‌ی شان به گرگان کن‌، به سیل
تلخ کن خرمای شان را بر نخیل
صـرصـری ده با هـوای بادیـه
انّـهم اعـــجازُ نـخـلٍ خــاویه
ای منات ای لات ازین منزل مرو
گر ز منزل می‌روی از دل مرو
ای تـرا اندر دو چشـم ما وثاق
مهلتی اِن کنـتَ ازعَمتَ الفـراق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx