نظــر

د چين او روسيې ملګرتيا

عبدالرحيم ترين

د چين او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو نن په کمبودیا کې سره وليدل او په دوه اړخيزو همکاريو يې سره خبرې وکړې، په داسې حال کې دغه ليدنه وشوه چې تيره يوه اوونۍ د چين لپاره يوه بده او د ويښتا اوونۍ وه، ځکه شيطانې امريکا د خپل کانګرس مشره نانسي پلوسي یې ‏د چين څخه د ټايوان ټاپو د بیلولو لپاره ورلېږلې وه، چې چين يې له يو غافل خوب را پورته کړ او ور ياده یې کړه چې امريکا یې په ارامه نه پریږدي.

د چين د بهرنيو چارو وزير له خپل روسي سیال څخه مننه وکړه چې د ټايوان ټاپو په اړه یې د چين له ستراتيژۍ څخه ملاتړ وکړ، ظاهرا روسیې د چين ‏هغه حق ور ادا کړ کوم چې چين د روسیې او اوکراین په جګړه کې ترسره کړ، هلته چې کله روسیې په اوکراین نظامي يرغل وکړ نو چين د روسیې د عملياتو ملاتړ وکړ او هلته د چين د بهرنيو چارو وزير خپل سیال سره په خبرو کې ويلې وو چې روسې د خپل امنيت د خونديتوب لپاره په اوکراین بريد وکړ ‏او چين ورسره د پخوا په شان عادي رابطه جاري ساتي، چې هغه ښې ګڼه نن روسیې ور په ځای کړه.

بل خوا د چين او روسيې دښمن او ورته ستونزې جوړه ونکی هيواد امريکا یوه ګډه او د یوالي نقطه ده کوم چې ددوی ترمنځ یې هر ډول اړیکې قوي کړې دې، دغه قوي کيدونکي اړیکې د ټولې آسيا لپاره مهمې دې ‏که چيرته د آسیا دغه ستر قوي او غښتلي نظامي ځواک لرونکي سره متحد نشې نو په آسيا کې به یې امريکا په خپل کور کې په جنجال اخته کړي. په داسې حال کې چې همدا دوه ورځې وړاندې د اوکراین ولسمشر په چين نیوکه وکړه او وویل د نړۍ بنديزونه هغه وخت موثر ثابت کيدای شي چې د نړۍ په شان ‏چين هم له روسیې سره اقتصادي راکړه ورکړه بنده کړي او بنديز پرې ولګوي، اوکرایني سر زوري واکمن زياته کړه تر هغې چې چين له روسیې سره اقتصادي راکړه ورکړه لري د نړۍ بنديزونه به یې هيڅ کمزوري نکړي.
نو خبره مې دا کوله چې د ددو هيوادونو ملګرتيا هغه وخت موثره او اغيزمنه وي کله چې ‏دښمن او هدف يو وي.

چين دې له روسیې سره همداسې پرمخ لاړ اؤ قوي شي ترڅو آسيا د امريکا له شره وژغوري.

يو نړيوال سياسي شنونکي رښتيا هم ښه ويلي وو چې امريکا کې ځکه جګړې نشته ځکه هلته د امريکا سفارت نشته، نو له امریکا پرته چې هرچیرته امريکا سفارت لري هلته به خامخا امريکا ورته ‏ستونزې جوړوي او يا به يې په کور دننه په مشکلاتو اخته کوي.

زموږ لپاره به بریا دا يې چې ددې سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو تعادل وساتو او ددوی په سيالي کې ښکیل نشو.
مونږ لا وخت ته اړتيا لړو ترڅو د سترو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ يو طرف کې واقع شو.

افغانستان دې اباد وي.

عبدالرحيم ترين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx