نظــر

د غني پر مرکې لنډ تحلیل

عبدالرحيم ترين

اوږده له پيغورنو او تا ويلو ما ويلو ډکه ستړې کوونکې مرکه وه.
داسې مرکه چې دخبرو تناقض او د اشرف غني ذهني کمزوري پکې له ورايه ښکارېده، په سر کې یې ځان د افغانستان ولسمشر وبله د اساسي قانون په اساس خو په هماغه اساسي قانون کې یې ويلې دي چې يو څوک په کوم حالت کې ‏کې ولسمشر ده او که وتښتېد نو خپله عزل ده.

د اوږدې مرکې يوه ستره برخه يې د خليلزاد ملامت کول او د امريکا برات وو، خو خبريال ورته ونه ويلې چې خليلزاد خو ستا د واک يو شريک نه وو بلکې د امريکا ډيپلوماټ وو او امریکايي ګټو ته ژمن وو.

د شمال په لنډغرو او عبدالله دوی یې هم سخت ‏ګذارونه وکړل او د کابل په دربدريو او وحشت کې له 2001 څخه هغوی ښکيل وبلل خو دې متفکر ته خبريال ونه ويلې چې بابا تا خو د تاريخ ترټولو ستر وحشي او ظالم دوستم معاون اول کړ او ځان دي ارګ ته ورسو.

تا خو د هماغې ولسوالۍ جنګسالارانو ته واک، وزارتونه، رياستونه او په اخير کې د ټول افغانستان واک ورکړ.

کرزي باندې یې کلکې نیوکې وکړې په هماغه کرزي چې ده د ملي مشر نوم او لقب ورکړ په داسې حال کې چې دغه بابا وايې چې 2014 کال کې کرزي پر ما د کودتا هڅه وکړه خو غربيانو تر خبر کړم، ښه بيا بل ځای وایې چې افغانستان ځکه سقوط وکړ چې غربي همکارانو يوازې پریښودو ښه چې هلته یې خبرولې دلته يې يوازې پريښودی شرم ده ليږ عقل او سیاسي شعور هم ښه يې.

د خپل واک او ځواک وخت کې هيڅ ددې يادونه ونکړه يا هم ترې پوښتنه ونه شوه چې تا خو ويل چې زه واشنګټن ساتم او افغان ځواکونه د واشنګټن ساتنې لپاره قرباني ورکوي او له کابل څخه دې د واشنګټن امنيت ساتنې مسووليت در په غاړه وو نو ولې یې بيا يوازې پريښودې.

بله جالبه یې دا ويل چې زه د جنګ سړی نه یمه زه د رغونې واله يمه ښه بابا نو تا د جمهوريت له سقوط شپږ مياشتې ور وړاندې په پارلمان کې څه وويلې ولې دې دومره ژر هرڅه هير شي، هلته دي ونه چې په جنګي ميدان کې به حالت ته تغير ورکوو هغه تغير چې دده په تیښته پای ته ورسېده.

بل ځای بيا وويل زه ځکه له کابل را ووتلم چې که پاتې وای وژل کيدم، ښه نو کابل کې خو تا امان الله خان په دې وڅنډه چې هغه وتښتید او زه دې تښیتيدلو واله نه یمه.

ډيره له خندا او جالبو ټوکو ډکه مرکه وه.
يو بل ځای کې بيا وايې چې کرزي 80 دقيقې ښکنځلې راته وکړې ارګ کې ښا دا اوس کوم قانون ده دا اوس کوم اصل په دنيا کې ده دې اتيا دقيقو کې یې تاته څه وويلې ولې ښکنځل درته وکړل؟
ايا کرزی ليونی وو؟
که ته ليونی شوی وې؟
ماته شخصاً جالبه دا وه چې خبریال داود جنبش هيڅ د جمهوريت د دريو فاشیستو حمدالله محب ډاکټر فضلي او سلام رحیمي په اړه ونه پوښتل، بيخي جالبه وو.

دده ټيم او دی هيڅ د افغانستان په بربادۍ، فساد او ظلم کې شامل نه وو دوی ټول ملايکې او سپين چرګان وه.
تاريخ ته يې ځان په خپله سپين وښوده خو تاریخي قضاوت کې به د واشنګټن ساتنې لپاره د زرګونو سرتيرو د قاتل په نوم ياديږي يوه بله خبره ABN ټلویزیوني رسنۍ چې اشرف غني سره مرکه کړې وه، ماته معلومه شوه چې دا رسنۍ د حمدالله محب، فضلي او د غني خیلو ده، او دا رسنۍ به ګوری آينده کې له دغو نورو جنابانو سره هم مرکي کوي چې پوښتنې به یې د دوی په خوښه یې.

اشرف غني په اخير کې خپل ټول لمسيان ملامت کړل او وې ويل چې تاسو يوازې پريښودم ما يوازې نه یې پريښي.
ښه نو لمسيانو یې دا يو کال زموږ غوږونه را وخوړل چې بابا ته لاړې او مونږ دي چاته پریښودو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

دیره خوژه مننه وروره

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx