نظــر

لړۍ: اصلاحات اړين دي؛ د بيرغ اصلاح او توحيد

عبيدالله دقيق- کابل

په افغانستان کې د نظامونو له بدلون سره د حکومتونو، قوانينو او بيرغونو بدلون هم رامنځته کيږي او په تېرو نږدې ۱۲۰ کلونو کې ۲۸ ځله ملي بيرغ بدل شوی دی، د اسلامي امارت په راتګ سره هم د ۲۰۲۲ ميلادي کال د مارچ په ۳۱ مه نېټه د توحيد د کليمې سپين بيرغ د کابل په وزير اکبر خان تپه چې د کابل ښار څخه ننداره کيږي د رئيس الوزار د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په لاس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي بيرغ په توګه ورپول چې له همدې وخته په رسمي ادارو او کار ځايونو کې هم په رسمي توګه سپين کلمه دار بيرغ لازم شو.

خو که پوښتنه وشي چې د اسلامي امارت بيرغ يو دی؟ نو زموږ ځواب به حتمي «نه» وي، ځکه چې موږ يوازې وينو چې د بيرغ رنګ سپين دی مګر پرې ليکل شوي شعارونه او ليکل مختلف دي، خو په رسمي توګه سپين بيرغ چې يوازې کلمه طيبه پرې ليکل شوې؛ اسلامي امارت معرفي کړی مګر بيا هم په بازار کې سوداګر او د اسلامي امارت مجاهدين مختلف سپين بيرغونه نندارې ته وړاندې کوي چې يوازې رنګ يې سپين وي خو شعارونه او ليکل پرې مختلف وي.

تاسو به ليدلي وي چې په ځينو بيرغونو د شهيدانو نومونه، شعارونه، توره، د اسلامي امارت لوګو او داسې نور مطالب ليکل شوي وي.

چې دا خپله د اسلامي امارت له اصولو نه سرغړونه ده، له دولتي ادرسه د خپل طبيعت کار کول بې اطاعتي او بې پروايي ده، هيله ده چې په دې برخه کې اطلاعات او کلتور وزارت او نور اړوند ارګانونه او خپله مجاهدين ورونه پاملرنه وکړي، ترڅو بيرغ يو او منظم شوی وي.

همدا راز لازمه ده چې د افغانستان په څېر هيواد کې چې هوا يې چټله ده؛ طبيعي ده چې سپين رنګه بيرغ به ژر ګردجن کيږي نو په ټولو ولايتونو کې د اطلاعات او کتلور او ښاروالۍ مسؤلين دې ته متوجه شي ترڅو بيرغ پاک او لوېدلی نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلیمان زاهد

د بیرغ تغیر او تبدیل که هرچاکړی وی او یا یی کوی د هغوی د ناپوهی ، جهالت او کمزوری ملی هویت او یا د هغوی له ملی هویت سره ناخبری او یا ان د دښمنی نمایندګی کوی ، د دنیا په هیوادونو کی هم کودتاګانی ، انقلابونه ، ادلو بدلون راخی ، خو خپل د هیواد نوم ، ملی ارزښتونه او شعایر نه بدلوی. نو همدغه کړنی ، د د نیا والو لپاره زمونږ د تمسخر او تحقیر لپاره بسنه کوی

نادر

اسلامی بیرغ ورته ووایم خو ملی بیرغ ورته نه ووایم
او نه یی راباندی څوک د ملی بیرغ په نوم منلی شی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx