ادبي لیکني

د «لوی مصلح، ستر غازي» کتاب مخکتنه وشوه

د هيواد د پياوړي جهادي شخصيت مولوي جلال الدين حقاني په ژوند، شخصيت، علمي او جهادي مبارزې ليکل شوي کتاب «لوی مصلح ستر غازي» پرانسته وشوه.

دغه غونډه چې تېره ورځ (چهارشنبه، زمری ۱۹) د علومو اکاډمۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د هيواد ګڼ شمير ليکولانو، اديبانو فرهنګي شخصيتونو او قومي مخورو برخه اخيستې وه.

په غونډه کې بېلابېلو ويناوالو خبرې وکړې، د ياد کتاب په محتوا او منځپانګه او د مولوي جلال الدين حقاني په ژوند او مبارزه يې رڼا واچوله.
د علومو اکاډمۍ رئيس مولوي فريدالدين محمود وويل چې د حقاني صيب کورنۍ د جهاد په لاره کې ډېره قرباني ورکړه او د دوی د هڅو نتيجه وه چې اسلامي امارت يې متحد وساته.

د علومو اکاډمي غړي رفيع الله نيازي وويل چې ځينې ليکلی اثار داسې وي چې منځپانګه او محتوا يې د ټولنې په بېلابېلو برخو راڅرخي چې د هغو له جملې څخه يو يې «لوی مصلح ستر غازي» اثر دی.

په غونډه کې د مولوي جلال الدين حقاني زوی حافظ انس حقاني د غونډې له ګډون والو د راتګ مننه وکړه او ځوان ليکوالان يې وهڅول ترڅو په فرهنګي برخه کې فعاله برخه ولري او په دې برخه کې له معاصرې ټکنالوژۍ استفاده وکړي او زيات کار وکړي، هغه د اسلامي امارت د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد او د مولوي جلال الدين حقاني کتابونو په اشاره وويل چې د دوی په اړه ليکل شوي کتابونه بيا هم کم دي او د دوی د شخصيت په اړه ډېر نور څه هم ليکل کېدلی شي.

قومي مشر حاجي عبدالرحمن ځدراڼ چې د مولوي جلال الدين حقاني د حج ملګری دی؛ وويل چې د مولوي جلال الدين حقاني په اړه دومره کيسې ورسره دي چې يوازې د هغه د حج د سفر په موضوع هم سلګونه صفحې کتابونه ليکل کېدلی شی او په وينا يې چې هغه يو ځانګړی شخصيت و.

همدا راز په غونډه کې استاد محمد زمان مزمل، دوکتور لطف الله خيرخوا، قاري عبدالستار سعيد، استاد محی الدين هاشمي هم ويناوې وکړې او د ياد کتاب او مولوي جلال الدين حقاني په اړه يې خپل نظريات وړاندې کړل.

په غونډه کې د ارواښاد مولوي جلال الدين حقاني په جهادي مبارزې مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو چې پکې د شوروي يرغلګرو په وړاندې د نوموړي د جهادي ستړيا بېلابېلې صحنې وړاندې شوې او د غونډې د ګډونوالو په سترګو کې یې اوښکې ډنډ کړې.

لوی مصلح ستر غازي کتاب چې په دوه ټوکو او زرو زياتو صفحو کې شهرت ننګيال ليکلی دی، په کې د مولوي جلال الدین حقاني د ژوند په جهادي او علمي فعاليتونو خبرې شوي دي او همدا راز په بله برخه کې يې د بېلابېلو ليکوالانو خاطرې او د ارواښاد حقاني په اړه خپل تاثرات چاپ شوي دي او د جلال خپرنيز بهير له لوري په لوړ کيفيت چاپ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx