ورزش

له دوه پرلپسې ماتو وروسته افغانستان لومړۍ بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۱ل): د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ دریمه شل اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې په آلراونډ کارکردګي ښودلو سره ایرلینډ ته د ۲۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سیریز لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د ایرلینډ په کوربه توب د پنځو شل اوریزو سیریز پنځه ورځې وړاندې په بیلفاسټ ښار کې پېل شو چې په لومړۍ دوه لوبو کې ایرلینډ افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په دریمه لوبه کې افغان لوبډله د ځینو بدلونونو سره میدان ته ښکته شوه چې حضرت الله ځاځي ته د حشمت شهیدي پرځای فرصت ورکړل شو.

د تېرو لوبو په پرتله افغان پېلیز لوبغاړي رحمان الله ګربز د توپ وهنې غوره پېل وکړ او چټکې ۵۳ منډې یې جوړې کړې. ترڅنګ یې حضرت ځاځي سوکه لوبه وکړه خو تر ۱۲م اوره یې ویکټه وساتله.

افغان لوبډلې په ټاکلي شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۹ منډې جوړې کړې. ددوی له لوري ځاځي ۳۹، ګربز ۵۳، ابراهیم ۳۶ او نجیب ۴۲ چټکې منډې وکړې.

نجیب ځدران په ۱۸ توپونو ۴۲ منډې وکړې چې پنځه شپږیزې په کې شاملې وې. خو رحمان الله ګربز چې د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته یې ۵۳ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په ځواب کې د ایرلینډ پېلیز لوبغاړي د فضل حق فاروقي ښکار شول، چې وروسته نوین الحق او مجیب الرحمن یې ملاتړ وکړ او په پای کې افغان لوبډلې د ۲۲ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د ایرلینډ پر وړاندې شل اوریزو سیالیو کې د ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکي راشد خان په هیڅ یوه ویکټه بریالی شوی نه دی چې د نوموړي لپاره منفي ریکارډ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx