ورزش

د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې د راشد خان منفي ریکاډ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۱ل): د ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکی راشد خان چې په لږ وخت کې یې ګڼ شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړل د ایرلینډ پر وړاندې روانو سیالیو کې منفي ریکاډ خپل کړی دی.

افغان لوبډله اوسمهال د ایرلینډ پر وړاندې د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز ترسره کوي چې په درې لوبو کې ۲ ایرلینډ او یوه لوبه افغان لوبډلې خپله کړې ده.

په یادو لوبو کې د افغان لوبډلې له لوري راشد خان یوازینی لوبغاړی دی چې په درې لوبو کې یوه ویکټه هم نه ده ترلاسه کړې، او دا د نوموړي لپاره په خپل تاریخ کې منفي ریکارډ دی.

راشد خان له دې وړاندې د شل اوریزو په یوه سیریز کې په پرلپسې دوه لوبو کې پرته له ویکټې اخیستلو نه دی پاتې شوی، خو د ایرلینډ پر وړاندې یې درې لوبو کې ۱۲ اورونه وکړل او هیڅ ویکټه یې ترلاسه نه کړه.

هغه په لومړۍ لوبه کې په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې، په دوهمه لوبه کې په څلورو اورونو کې ۲۷ او په دریمه لوبه کې په څلورو اورونو کې ۳۸ منډې ورکولو سره هیڅ ویکټه نه ده ترلاسه کړې.

راشد خان تر دې دمه په ۶۳ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۹ ویکټې اخیستي خو دا یې لومړی ځل دی چې پرلپسې درې لوبو کې پرته له ویکټې پاتې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx