نظــر

نازنین!- لمر شرفزی

د لمر شرفزي ليکنه

ستا به ځکه نه یادېږي، چې دا پېښه ستا له کلي لسگونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوه؛ هلته چې زما کلی دی.

نازنین!

کیسه درته کوم؛ شپه دوه برخې تېره شوې وه او سهار ته یوازې څو ساعتونه پاتې وو، چې د تورې بوړې په غرونو تندرونه راپرېوتل.

اوه! یو به ځمکې ته نه و رسېدلی، چې په اسمان کې به د نورو رڼاگانې ولیدل شوې او شېبه وروسته به ځمکه وښورېده، یو دروند اواز به ترې راپورته شو او بیا به هغه ځای د اورونو لمبو په غېږه کې اخیستی و.

ماشومانو په میندو پسې بې اختیاره ځغستل، سپین ږیري به گام په گام را پرځېدل، ځوانانو هر لور ته منډې وهلې او ستا په څېر پېغلو به په وارخطایۍ کله ماشومان ځغلول او کله سپین ږیري له ځمکې راپورته کول.

نازنین!
وبه منې، چې په دې شپه تر پینځه سوو زیات تندرونه را پرېوتل او تر پینځه زره زیاتو انسانانو هرخوا وځغستل.

نازنین!
یوازې خبره په ځغستلو هم تمامه نشوه، بلکې د “دورخان” کور یې هم له خاورو سره خاورې کړ او بې له ده او پلاره یې، نور د کور ټول په خوب ویده ماشومان او د دورخان ځوانه ښځه ټوټه ټوټه کړل.

نازنین!
پوهېږې، چې تندرونه چا راوغورځول؟ نه، نه ته نه یې خبره، ځکه دا پېښه ستا له کلي لسگونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوه؛ هلته چې زما کلی دی.

نازنین!
تندرونه څو نورو او یوې امریکایي پېغلې را غورځولي وو او د چورلکې په هر تندرونو یې د سلگونو ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو له خولو د هیبت چیغې پورته کړې او د دورخان کورنۍ یې له خاورو سره خاورې کړه. دورخان به د څادر په پیڅکه اوښکې پاکې کړې، خو بېرته به یې پر مخ دانه دانه راپرېوتې؛ خپل له لسو کلونو کمکي شپږ ماشومان یې هره شېبه مخ ته ولاړ وو او له ده یې روپۍ غوښتې، چې دوکان کې ځانونو ته خواږه واخلي، خو ده به چې جیب ته لاس کړ او روپۍ به یې ورته راوویستې؛ نو د پورې غونډۍ په سر به باد د قبرونو جنډې په زوره زوره ورپولې او غږ به یې د دورخان له سترگو رڼې اوښکې پر مخ را ماتې کړې.

نازنین!
ستا به ځکه نه یادېږي، چې دا پېښه ستا له کلي لسگونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوه؛ هلته چې زما کلی دی.

نازنین!
ته پوهېږې، د دورخان کمکي ماشومان او ځوانه ښځه یې چې شهیدان کړل؛ له هغې پېغلې سره څه وشول؟
هغې امریکایي پېغلې چورلکه ستا د کلي تر څنگ د باگرام په هوایي ډگر کېنوله او ډېرو نورو له چورلکې له راکوزېدو سره سم د ویاړ په نیت په غېږ کې ونیوه او په سبا یې په ویاړ ځکه مېډال ورکړل شو، چې په توره بوړه یې بمونه ورولي وو او د دورخان کورنۍ یې له خاورو سره خاورې کړې وه، خو اوس ….

نازنین!
اوس پوهېږې، چې تېره ورځ تا په خپل کلي کې پر بهرنیو ځواکونو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله، نو ستا ددې کار څرمره هرکلی وشو؟
نه، نه ته نه پوهېږې؛ ځکه ستا د ټوپک له ډز سره ستا په بدن هم د مرمیو باران را وورېد او تا د میوند د ملالۍ په څېر د خپلې کارنامې پایله ونه لیده. ښه شوه، چې ودې نه لیده؛ ځکه مونږ چې ولیده، نو له سترگو مو اوښکې روانې دي او ژاړو.

نازنین!
پوهېږې، چې ولې ژاړو؟ نه، نه ته نه پوهېږې، ځکه ته تر خاورو لاندې شوې؛ نه غلط شوم ته جنت ته لاړې او مونږ دې دوزخیانو ته پرېښودو.
هو هغو دوزخیانو ته، چې ستا دا ستره کارنامه یې ولیده، خو د میوند د ملالۍ د کارنامې په څېر یې څوک نه بدرگه کوي؛ هاغه دی زه یې وینم، چې ها شاعر ستا له کارنامې خبر شو، خو تا نه ستایي؛ ځکه تا د هېواد د خپلواکۍ او ناموس ساتنې پیغام ورکړ، خو ها شاعر کوښښ کوي، چې دا پیغامونه په سرو شونډو او شنو خالونو واړوي او نور څوک د ټوپک په ژبه خبرې ونه کړي. هاغلته یو لیکوال هم په همدې هڅه کې دی او ستا د کارنامې په اورېدو یې ټنډه تروه شوه، ځکه دې لیکوال دا څو کاله هڅه وکړه، چې ټوپک وغندي او د غلامۍ تعبیر په خپلواکۍ واړوي.

نازنین!
هاغه دوزخي وینې؟ نه، نه ته یې ځکه نه وینې، چې ته تر خاورو لاندې شوې؛ نه غلط شوم ته جنت ته لاړې او مونږ دې دوزخیانو ته پرېښودو.
دا دوزخي ستا کارنامه د هېواد او ناموس ساتنه نه بولي، بلکې تا فقط یوه احساساتي پېغله بولي، چې غولېدلې یې.

نازنین!
وۍ ته خو په ژړا شوې، اوه! نازنین ته خو ژاړې؛ ما خو تاته غولېدلې پېغله نه دي ویلي، بلکې د دوزخیانو د خولې خبره مې درته را نقل کړه؛ د هغو دوزخیانو خبره، چې په خپله غولېدلي او اوس د خپلې غولېدنې د ناسمې توجیه لپاره ستا په څېر د خپلواکۍ اتلانو ته غولېدلي وایي.

نازنین!
زه تا د خپلواکۍ اتله گڼم، زه تا د ناموس ساتنې اتله گڼم، زه تا د میوند د ملالۍ خور گڼم، زه تا د هېواد په تاریخ کې ویاړمنه پېغله گڼم، زه تا تر زرگونو ځوانانو پیاوړې او آغلې گڼم، زه تا د محمدا جان اکا لور نه گڼم، بلکې زه تا ددې ملت لور گڼم.
اوه ته مه ژاړه، مونږ ستا لاره نه پرېږدو، مونږ ستا ویاړ نه هېروو، مونږ به د خپل هېواد د تاریخ په پاڼو کې په تا ویاړو، مونږ به ستا ارمان پوره کوو او دا خاوره به له یرغلگرو ازادوو او اسلامي شریعت به پلی کوو.

نازنین!
ستا کارنامه زمونږ ویاړ دی او پر تا ویاړو.
هو نازنین! ستا کارنامه زمونږ ویاړ دی او پر تا ویاړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

شرفزی صاحب ، السلام علیکم : الله ج دی اجرونه درکړی ، د نازنین شهیدی خور ښه ستاینه دی کړی وه ، زه یی دیر وژړوړم ، دهغی په مرګ دومره خوابدی نه یم دا خګه چه هغی د ځان د پاره هم ښه د جنت لاسته راوړنه لاسته راوړه او د نورو خیندو ونډه یی په جهاد کی ثابته او په ډآکه کړه چه په اوسنی چهاد کی خویندی هم د ورونو سره ملګر ی دی د افغانستان کاڼی پوټی د الله اکبر چیغی وهی دا جهاد د روسانو سره د جهاد سره حتی د مقایسی وړ هم نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x