ادبي لیکني

د «لوی مصلح، ستر غازي» د کتاب د مخکتنې په پار

استاد فضل ولي ناګار
د روسي استکبار پر ضد د جهاد په پیلامه کې د ارواښاد مولوي جلال الدین حقاني سپېڅلې نامه د مهاجرینو او مجاهدینو په غوږونو کې په ازانګو وه. دې دروېش صفته مجاهد قافله سالار د خپل کردار او وینا له مخې یو متفق علیه شخصیت ګټلی و. د علامه اقبال په اند:
گفتار میں کردار میں الله کا برهان
تر ټولو راښکونکې دا ده چې هیڅ یو جهادي تنظیم او مجاهدینو ورسره زړه بداوی نه لاره او د ده پر حقانیت او رښتیني جهاد یوه خوله وو. د دیني علومو زده کړه یې له هېواده پیل او بیا یې د معنویت او روحانیت د تشخص ماڼۍ د ډېرو سترو اولیاوو لکه مولانا عبدالحق رح، مفتي محمد فرید رح او… په مبارکو لاسونو بشپړه شوه. د پاکستان له جوړېدو ړومبی د حضرت شیخ صاحب شاګرد او د خپل استعداد له مخې دومره پرې ګران و، چې یو څه وخت یې په خپله مشهوره مدرسه «حقانیه» کې له ځان سره استاد کړ.

د «تکبیر» د مشهورې او معتبرې اونیزې چلوونکی شهید محمد صلاح الدین رح وایي: ما نومیالی مجاهد مشر «امام شامل رح» په کتابونو کې لوستی و، خو د هغه ټولې نښې نښانې مې په ارواښاد «مولوي حقاني» کې ولیدلې.

د جهاد په تودو مورچلونو کې یې د یوه اوڅار کرامت نښه د دښمن اعتراف دی. د کومانډویي لوا قوماندان ډګروال عبدالحمید چې د خوست له فتحې وروسته کابل ته وتښتېد، وایي: هر څومره توپونه مو چې فیر کړل، یا به نه چاودېدل او یا به په نا مطلوبو ځایونو لګېدل. شهید عبدالله عزام رح هم د دې پېښو عیني شاهد دی. دا هغه کرامت دی چې له نبوي (صلي الله علیه وسلم) پېره لړۍ په لړۍ را روان دی. د هډې د مجاهد ملا مرشد سوات اخون صاحب رح د خپل مؤذن پوښتنه وکړه، چې څه شو؟ ورته وویل شول چې هغه د توپ په ګولۍ شهید شو. د مجاهدینو فقیر مشربه مشر سمدستي وویل چې دا ګولۍ خو څوک نه وژني. له دې «ګفت» وروسته بیا توپونو هیڅ کار ونه کړ.

د معنویت او روحانیت د دې پاکې سلسلې د وصلولو لپاره د «لوی مصلح، ستر غازي» کتاب چاپ او مخکتنه یوه په زړه پورې کارنامه ده، چې د حال په هېنداره کې د افغان مجاهد ولس په لاس د دوو سترو ښکېلاکګرو د ماتې او تېښتې حماسې ځلوي. د نړۍ د سترو ځواکونو له پوځي ماتې وروسته نړیوال کفار زیار ګالي، چې افغانان له ذهني ماتې سره لاس و ګرېوان کړي. د هر ډول رسنیو او په تېره بیا د فېسبوک خو دا حال دی، چې د کمونېستي او صلیبي دور د ماتې خوړلو، خاینو او وژونکو (قاتلانو) نه راته د راتلونکي اتلان جوړ کړي. دا چار یواځې ښکېلاکي ځواکونه نه کوي، بلکې په سلونو کلیسایي، صلیبي او یهودي موسسات یې پر مخ وړي. هغوی پوهیږي چې سبا به دغه رسنۍ د تاریخ برخه وي. د حضرت سید جمال الدین افغاني رح یو لاروی او د عربي نړۍ د ازاديپالو غورځنګونو لارښود «سعد زغلول پاشا» وایي: له یوه محصل نه مې وپوښتل چې په پاریس کې څه لولې؟ ویې ویل چې تاریخ. سعد ورته وویل: د تاریخ په رښتینولۍ ایمان لرې؟ ځوان وویل: هو، که ښه څېړنه وشي. سعد وویل: نن چې په نړیوالو رسنیو کې زموږ پر ضد دروغ او بې لارې کوونکي مطالب خپریږي، خلک پرې بې تامله باور کوي. زما یقین دی چې د تاریخ د تصفیې کوم امکان نشته. وګوره! په مصر او پاریس کې موږ پسې څه دروغ لیکل کیږي. اوس ووایه، چې له دومره دروغو نه به څنګه رښتینی تاریخ را وباسې؟ (ډاکټر طه حسین، ان روزها، ۳۵۵مخ).

د «لوی مصلح، ستر غازي» کتاب ځکه یوه کارنامه بولو، چې اتل یې د دوو لویو نابرابره جګړو غازي او فاتح دی. پر دې سربېره د تاریخ یو ښکلی باب مو مخ ته انځوروي او حقایقو ته انعکاس ورکوي. د روس د ماتې پر وخت مې د یوه لوړپوړي پاکستاني مجرب سترګور دا خبره هېره نه ده، چې د افغان ولس د سرښندنو لپاره د یوه «نسیم حجازي» اړتیا ده، چې جهادي بریاوې یې قلمبند کړي. هغه بریا چې لویدیځ د پېړۍ معجزه وبلله او ورپسې د صلیبي متحد یرغل شاتګ یو بل نه هیریدونکی ګټات.

په داسې ژمنو اتلانو دې د خدای رحمتونه او سلامونه وي چې کور یې د شهیدانو مزار، لار یې جهاد او ژوند یې یو تعهد او ژمنه وه، چې ستر رب ته یې ډالۍ کړه.
متاسفانه د صحي معاذیرو له کبله د اخرې زمانې د غازي د کتاب د مخکتنې له مبارک مجلسه پاتې شوم، خو د غونډې د تدویر او د کتابونو د چاپ د زیارکښونکو په استاځۍ به ګران ورور او پیاوړی لیکوال ښاغلی شهرت ننګیال مخاطب کړم چې:
د علیګړ د پوهنتون بنسټګر سر سید احمد خان به ویل، چې که خدای رانه د محشر په ورځ د کومې نېکۍ وپوښتل، نو زه به ورته ووایم چې په (مولانا) حالي مې مسدس (مد و جذر اسلام) لیکلی. نو مبارک شه، د دنیا له خاموشې شوخۍ سره سره د بلې نړۍ دا ویاړمنه ډالۍ.

په بوی دې ټولې ونې رنګ شوې
څنګه چندڼه په تا پرېوتل ګردونه

ناګار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx