نظــر

د هیواد د فتحې پیلامه د کندهار فتحه

سید عبدالرزاق

د سې شنبې ورځ وه، غرمه شاوخوا یوه بجه وه چي موبایل مي خلاص کړی نو د کندهار والي ښاغلي حاجي وفا صیب ځانګړی پیغام مي ولیدی، پیغام چي پر څلور دقیقې مشتمل و اکثره مجاهدینو ته دهادیاتو او لارښوونو لړۍ وه، په ډېره تفصیلي توګه ښاغلي والي صیب مجاهدینو ته د کندهار د امنیت د ټینګولو او ټولو ملي او دولتي تاسیساتو د ځانګړي حفاظت توصیه کړې وه، دا پیغام په داسي حال کي و چي له تیرو دوو میاشتو راهیسو پر کندهار ښار او شاوخوا ولسوالیو سخت جنګ شروع وه، په دې لړۍ کي تر دې دمه د کندهار مرکزیت لرونکي ولسوالۍ د اسلامي امارت تر ولکې لاندي راغلي وې، د کندهار تر ټولو استراتیجک او د اقتصادي او جغرافیائي لحاظه ډېره مهمه ولسوالي بولدک له دې څخه شل ورځي شاو خوا مخکي د کابل ادارې څخه آزاده سوې وه، د کندهار ښار ته نژدې ولسوالۍ ډنډ، پنجوائي او ارغنداب هم د طالبانو تر لاس لاندي راغلي وې، پر دې سربیره د هیواد یو شمیر ولایتونه هم تازه د اسلامي امارت مجاهدینو فتح کړي وه، خو ددې هرڅه سره سره بیا هم د کندهار د فتحي ښکاره څرک نه ښکاره کېده، ددې څو لاملونه وه، چي تر ټولو لوی لامل یې ددښمن بې دریغه وحشت او د طاقت استعمال و، او دښمن د خپل طاقت داسي بې دریغه استعمال ځکه کاوه چي دوی ته هم له تاریخي پلوه دا جوته وه چي کندهار د هیواد قطبي معیار دئ، دوی دا فهمولې وه چي کندهار چي د چا په ولکه کي یي هیواد به هم په انفعالي توګه هماغه طرف ته درومي.

په داسې ګنګس حالت کې د ښاغلي والي صاحب داسي پیغام چي مجاهدینو ته د عامه او ملي تاسیساتو د حفاظت ښکارندویي کوي په ډاګه کول چي نور د فتحي شیبې رانژدې دي او ډیر ژر به د هیواد تر ټولو ستر او تاریخي مرکز کندهار د سپین بیرغ تر سایه لاندي راسي، او د هیواد مظلوم ملت به د اوږد انتظار وروسته یو ځل بیا د خپلو اصیلو او دردیدلو بچیانو په فاتحانه راتګ سره مشرف شي.

که څه هم د اګست د میاشتي له پیل سره د ولایاتو فتحی لړۍ پیل سوې وه او د فتحي د لړۍ سره سم د کندهار ښار په شا او خوا کي جګړه هم تنده وه خو تر دې دمه لا بیا هم خپله د کندهار د فتحي څرک نه تر سترګو کېده؛ ولي د ښاغلي والي صاحب دې پیغام مړاوو زړونو ته ژوند ور وبخښه او پر دښمن یې داسي اثر وکړ چي د پیغام سره جوخت یې پښې وختلې، د ټولېدلو او تښتیدلو بهیر یې پیل سو، د یوې یوې دقیقې سره یې حالت بدلېده شروع سوه، کوم څوک چي دښمن له مرکز کابل نه په ډېر غرور سره کندهار ته د جګړې د اور پوکلو لپاره رالیږلې وه یو یو یې مخ تورن او بیرته د مرکز لورته په تېښته بریالی کېده، د تېښتي دا سفر په دوه ورځني مدت سره آخر د تل لپاره پای ته ورسېده.

د پنجشنبې ورځ چي د آګست د ۱۲ مي سره یې سمون خواړه، مازدیګر څلور بجې تر ټولو ستر کار دا ترسره سو چي د کندهار ښار تر ټولو ستر او کرغیړن زندان مات سو، د اسلام سرښندونکي محافظین چي کلونه کلونه دلته د ظلم او وحشت په سرنوشت مبتلی وه نن د آزادۍ له عظیم نعمت څخه برخمن سوه، په یاده ورځ یو ځل بیا د والي صیب محترم یو تفصیلي پیغام مجاهدینو ته توزیع سوه، په پیغام کي یو ځل بیا ښاغلي ړالي صاحب د عامه تاسیساتو، دولتي ودانیو او په ځانګړي ډول هغه ځایونه چي له امله یې د خلکو احساسات راپاریږي او دښمن ترې د هپلو شومو اهدافو لپاره ناوړه ګټه پورته کوي د ښه پاملرني حکم ورکړ او ښاغلي والي صاحب په ډاګه وویل چي په دې باره کي هیڅ نوعه غفلت د برداشت وړ نه دئ، دې پیغام د فتحي هغه هیله نور هم ګړندۍ کړه کومه چي د بندیانو د خلاصون سره پیدا سوې وه او زړونو یقین وکړ چي راروانه شپه به په معنوي توګه د آزادۍ د روڼ او سپیڅلي سحر رڼا وي ان شاءالله.

د کندهار ړلایت یو محترم مجاهد ښاغلی سیدرحمت صاحب قصه کوي چي د پنج شنبې ورځي دماپښین لمونځ مي د ډنډ ولسوالۍ په اطرافو کي اداء کئ او مشوره دا وسوه چي ډېر ستړي یو چای به وخورو،چي دلته د والي صیب حکم راورسېدی چي ټول مجاهدین دي په فوري توګه حرکت پیل کړي او راروان دي سي، امر ته په لبیک ویلو سره موږ یوه دقیقه هم نور وخت نه ده ضایع کړی او سم دلاسه راولاړ سو، د ډنډ څخه ماله جات او شاو خوا اطرافو باندي په ډېر منظم او محتاط انداز د مجاهدینو قافلې مخ د ښار پر لور رواني وې، لار کي ځیني ځایونه په دې نیت دمه هم کېده تر څو لومړی مخته لار وڅارل سي او د اطمینان تر حاصلیدو وروسته مخته سفر پیل سي، په دې کار سره سفر ورو ورو خو روان و، تر دې چي لار کي مو د ماښام او ماخوستن لمونځونه اداء کړه، د شپې ناوخته یولس بجې شاوخوا د ښار مرکز ته ورسېدو، چي په همدغه مهال د کندهار ولایت د نورو اطرافو مجاهدین هم راورسېدل، د کندهار ښار پس له اوږد انتظاره د اسلام سرښندنکو مجاهدینو په آمد سره میمون سو، دلته ډیره جالبه دا وه چي ښار میشتو خلکو په ډاګییزه توګه نعرې پیل کړې او د مسجد په ګویاوو کي آوازونه پورته سوه چي انقلاب راغی او د امن ملایکې ښار ته راغلې، د ښار خلک چي ځوانان، ماشومان، ښځي او سپین ږیري تر کورو دباندي راووتل او د مجاهدینو فخزیه استقبال یې وکړ، چا به یې مخته اوبه پاشلې او چا به ورته د کوره چای او ډوډۍ را ایستل، چا به د ډیري خوښۍ نه په تندي ښکلاوه او څوک به بیا د ډیر خوښ احساس نه بې تابه کېده، دمجاهدینو قافلې په جوش او جذبې سره ښار ته په مسلسله توګه راننوتې، آن تر دې چي ۱۲ بجې ماخوستن تقریبا ټول ښار ددښمن له ناپاک وجود نه پاک او د مجاهدینو په ولکه کي راغلی، مجاهدین د ولایت مقام په انګړ کي ځای پر ځای سوه او سپین محمدي توغ د شپې ناوخته د ښار پر هر کونج ورپیده.

دلته یوه جالبه دا وه چي کله مجاهدین د ولایت مقام ته داخل سوه او د کندهار والي حاجي وفا صاحب چي اوس یې په حقیقي معنی لوی فاتح هم و د مجاهدینو په قطار کي ولایت ته ننوت نو د تیري ادارې له طرفه نومول سوی والي ورسره مخ سو، دلته دنیا ولیده چي اسلام او اسلامي امت خپل ځانګړی مقام خپل کړ، د تیري فاسدي ادارې والي چي تر دې مهاله مستقیما د مجاهدینو سره په جګړه بوخت و او د مجاهدینو د وینو په لیدو خوشحاله کېده د اسلامي امارت د مقدس لښکر د لوی سپه سالار ښاغلي حاجي وفا صاحب له لوري په عمومي عفو ونازول سو او د عفوي کارت ښاغلي حاجي وفا په خپل لاس ده ته حواله کړ او په ځانګړي حفاظتي حصار کي یې هوائي میدان ته ولیږئ، دا یو داسي تاریخي او په زړه پوري شیبه وه چي قلم یې د لیکلو او ژبه یې د بیان توان او طاقت نه لري، د عمومي عفوي اعلان که څه هم دنیا والو ته یو ساده کار ښکاري ولي هغه څوک چي شل کاله یو دبل د وینو تږي وي او په ځانګؤې توګه مجاهدین چي دښمن یې د ژوند له حقه محروم کړي وه او په اخص الخصوص سره حاجي وفا صاحب چي هر دم به ددښمن له تحدیاتو سره مخ و، سخت کړېدلی او دردېدلی و،دا ډیر ممکن بلکه عین د فطرت تقاضا وه چي دانتقام جذبه یې رابرسېره سوې او د ړینو په بهولو سره پای ته رسېدلې وای، خو دې لوی انسان د فطرت جذبه ترپښو لاندي کړه او د خپل خوږ نبي تګلاره یې په ناممکن ډول خپله کړه،چي د تاریخ یوه لویه حصه وګرځېده الحمدلله.

که څه هم د کندهار ښار ټوله واک مجاهدینو ته رسیدلی و ولي ددښمن تر ټولو ستر مرکز هوائی میدان او قلي اردو لا هم ددښمن په لاس کي و، ځکه مجاهدین په لوی تعداد لا هم د کندهار ولایت له اطرافو راروان وه،او تر سهاره دې لړس دوام وکړ، سهار په ټول ښار کي یو بیل کیفیت و، د لوی تر کوچني د ملت دهر وګړي پر شونډو موسکا خوره وه،ځای پر ځای د مجاهدینو د استقبال لپاره د ملت وګړي په ډیر جم وجوش سره راوتلي وه، هر لور ته د آزاداۍ نغارې وهل کیدې او د آزادس نغمو د ښار هر لور ته پرواز کړی و، ددښمن مخ تور سوی او ټول له ښار څخه وتلي وه، جالبه دا وه چي ټولو مجاهدینو ته د اوبو،چایو او ډوډۍ مهیا کولو لپاره ملت په ډېره مردانګي سره مټي رابډ وهلي وې، ښکارېدل داسي له چي یو مور چي پس له شلو کالو له خپل ورک زوی سره یو ځای سوي وي.

د کندهار دې تاریخي فتحي په عموم کي ددښمن زړه وکښی، د کندهار تر فتحي پوري د ټولو مفتوحه ولایاتو تعداد ۱۷ و، خو کله چي د کندهار فتحه راغله نو په یوه ورځ دا تعداد تر ۲۷ ورسېده، په یوه ورځ لس نور ولایتونه فتحه سوه، یعني کوم تاثر چي و چي د کندهار له وجي به هیواد هم هماغه طرف ته ځي کوم قطب کي چي کندهار واقع وي، د جمعې په ورځ د کندهار فتحه راغله او یوازي یوه ورځ وروسته د یکشنبې په ورځ د کابل تور او کرغېړن زندانونه باګرام او پل چرخي مات سوه او په زرهاو طالبان مجاهدین ترې راووتل، او په ماښام کي د هیواد پر پای تخت د مجاهدینو قبضه تر سره سوه.

دا لومړی ځل نه دی چي د کندهار سره د هیواد سرنوشت بدلیږي،که تاریخ ته موږ نګاه وکړو او په تېر دوه سوه کلن تاریخ کي موږ پلټنه وکړو نو معلومه به سي چي کندهار د هیواد سرنوشت ټاکلی دئ، آن تر دې چي یو شمیر تاریخ دانانو دا هم لیکلي چي د تاتاریانو مخه هم په لومړي ځل د کندهار غیورو شاه زلمو ډب کړې ده، داحمدشاه ابدالي تاریخ خو آن د هر بچي په ذهن کي نقش دئ،میرویس نیکه چي نن هم په کندهار کي آرام کوي د سرنوشت په ټاکلو کي ځانګړی مقام لري، د شوروي د اشغال په پیل او خاتمه کي هم د کندهار نقش واضح و او په وروستیو کي د ستر مجدد او مجاهد ملامحمدعمر مجاهد نورالله مرقده رول او نقش خو ټولي دنیا ته معلوم دئ، همدا وجه وه چي دښمن د کندهار ولسوالي خو څه کیې د یوې یوې پوستي لپاره د زر او زور داسي بې دریغه او بې تحاشا مصرف کاوه چي نظیر یې په نژدې ماضي کي نه لیدل کیږي،خو تقدیر بیا بیل شی دئ، د الله نصرت چي نه یي بیا تدبیر هیڅ کله هم بریالی کېدای نه سي.

د کندهار د فتحي یوه ډیره مهمه ځانګړتیا دا هم وه چي په تېر شل کلني جهاد کي تر ټولو ستر جهاد همدلته سوی و، تر ټولو ستري قربانۍ هم دې دیار ورکړي وې، او ددښمن له لوري هم تر ټولو سخت مظالم هم همدلته ترسره سوي وه، د ټول افغانستان په سطح ددې دیار ملت تر ټولو زیات ځورېدلی و، دلته ځیني داسي وحشي صفته ځناور هم میشت وه چي دهر یوه په غاړه د سلګونو معصومو وینو پور و، چي دې کار ددې خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی و، خو د الله تعالی د مقدس دین لاروي چي په سر کي یې د کندهار فاتح او والي ښاغلي حاجي وفا صاحب د خپل غټ واله یو داسي مثال قائم کړ چي تاریخ ته یې ښکلا ور په برخه کړه، د شلو کالو د سترو مظالمو سربېره یې هرڅه هېر کړه او داسي بخښه یې په عملي بڼه ثابته کړه چي مثال یې د لیدلو نه دئ، دلته له یوه طرفه دا ثابته سوه چي دکندهار فتحي د مقاومت بیخ و بنیاد ختم کړ او له بل پلوه یې ددښمن مورال بایللي پوځ ته دا ثابته کړه چي دلته د انتقام جذبه نسته او څه چي په خوله ویل کیږي په عمل کي هو بهو هماغسي ثابتیږي.ځکه خو یې سم د لاسه د مقاومت څخه لاس واخیست او په دوه ورځو کي یې ټول هیواد تسلیم کړ.

نن چي د هیواد او په ځانګړي ډول د کندهار دفتحي کال پوره کیږي هیواد مو لله الحمد دامن شاهد دئ، ملت مو د امن له ستر نعمت څخه برخمن دئ، د اشغال تیاري ورکي دي، د ظلم او وحشت جونګړه ورانه ده، د اسلامي نظام سایه په ټول هیواد کي غوړېدلې ده.

دا لویه خوشحالي دي د هیواد سترو اتلانو شاه زلمو او په ځانګړي ډول د کندهار غیور ملت ته مبارک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx