نړۍ

اباما وایی داسامه عکس به ښکاره نکړو

obama (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۴) نیویارک: دامریکي ولسمشر بارک اباما پریکړه وکړه چي داسامه عکس به دنیاوالوته ښکاره نکړو.

له تیرو دوو ورځو راپدیخوا دامریکي حکومتي چارواکو پردغه خبره باندي بحث کاوو چي داسامه عکس نړیوالوته ښکاره کړي او که نه، خو اوس اوس اباما د (سي بي ایس) له ټلویژوني شبکي سره په خبروکي وویل داسامه عکس به ښکاره نکړو ، نوموړي زیاته کړه دامریکي له حکومتي چارواکو سره دا انديښنه پیداشوی ده چي کیدای شي داسامه ډیرژوبل شوی عکس به دمسلماني نړي نور احساسات را وپاروي، دوي ورځي مخکي اباما په ډاګه کړه چي دامریکي دسمندری ځواکونو په خاصو عملیاتو کی اسامه ووژل شو، دبی بی سي خبریال پال ادم زیاته کړه، بارک اباما په ډاګه سره وویل چي داسامه عکس ښکارول کومه مهمه مسئله نده.
بارک اباما خپل نظر له هغه څخه وروسته څرګند کړل کله چي امریکني چارواکو داسامه په کورکي دموندل شویو سامان الاتو، لکه کمپیوټر، دکمپیوټرونه هارډ ډیسکونه موبایل ټلیفونو او وړوکی (یوایس بیانو)  په څیړنو لاس پوری کړ.
له بله لوري نړیوال د ډیر سخت انتظار په حالت کي وو، چي څه وخت به دامریکایانو لخوا څخه داسامه عکس درسنیو له لوری ښکاره کړل شي ترڅو دامریکایانو د ادعا په اړه دخلکو شکونه لري شي، خو اوس چي اباما دا اعلان وکړ چي داسامه عکس به نه ښکاره کیږی خلګ له نور زیات شک سره مخ کړه چي رښتیا هم اسامه وژل شوی دي که هسه یوه ډرامه وو، او امریکایانو غوښته له افغانستان څخه دوتلو لپاره داوړو پزه جوړه کړي، خپله امریکایی ولس هم نن له رسنیو سره په خبرو کي وویل، مونږ ډیرخوشحاله شو کله چي تیره ورځ اباما  داسامه دوژنی خبره وکړه، ډیری امریکایانو کارونه پریښودل، داسي امریکایان هم پیداشول په هغه ورځ چي اباما داسامه دوژنی خبره وکړه خپلي رسمی دندي یی پریښودي اودسپینی ماڼي ولورته دجشن لپاره راغوڼد شول او حتي ځیني امریکایانو په هغه شپه باندي ودندو ته دنه ورتګ له کبله خپلي رسمي دندي له لاسه ورکړي
نو اوس د اباما دغه اعلان  چي داسامه عکس به نه نشر کیږي، مونږ له ډیري ناامیدي سره مخ کړی یو او داسامه دوژني په اړه راسره ډیرشکونه پیداشوی دي.
بخت الرحمن بخت ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x