نظــر

د کابل فتحې او د اسلامي نظام د قیام لومړۍ کلیزه!

حمزه الیاس

تېر ۱۴۰۰ م کال د اسد پر ۲۴ تمه نیټه د رب العزت په نصرت او د افغانانو په بې دریغه قربانیو سره د هیواد پلازمینه کابل فتحه سو او شل کلن اشغال پای ته ورسېد.

په افغانستان کې واحد اسلامي نظام او واحده قومنده قائمه سول، په همدې ورځ په افغانستان کې د چور، غلاء او د فحشاء بازار او د فساد عالمي منډۍ وتړل سوه.

په افغانستان کې د قدرت جزیرو ته د پای ټکي کېږدول سو او واحد اسلامي نظام قائم سو
تېرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې د غلاء، فساد او د فحشاء کچه اوج ته رسېدلې وه هیڅ یو افغان ځان مستقل او خودخواه نه باله
زمونږ ځوان قشر ته یې د فحشاء اډې خلاصی کړي وې او زمونږ ځوان کهول یې د بې دینۍ او فحشاء په سیند کې غرق او لاهو کړ او ټول یې فکري غلامان وګرځول.

د شل کلن اشغال د ناخوالو څخه یو دا هم ده ؛ چې په افغانستان کې یې د قدرت جزیرې جوړي کړې غربیانو غوښتل چې د دوی تر وتلو وروسته افغانان په خپل منځي جګړو بوخت کړي او دا لګېدلی اور لا هم بل پاتي کړي او ترڅنګ یې نیشنلزم، سوشلیزم او الحاد غربي دینونه ورپیچکارۍ کړ.

همدې غربیانو او غرب پلوه غوښتل چې افغانستان تجزیه کړي او وروسته تر هغه یې د مځکي له مخ نه ورک کړي خو لله الحمد د رب په نصرت سره او د افغانانو په بې درېغه قربانیو سره دا ټولي ناخوالي او د غربیانو آرمانونه له خاورو سره خاوري سول او د تش په نامه غلامانو نظام ړنګ سو او افغانستان د تجزیې او ددې ستر ناورین څخه وژغورل سو.

د اسلامي نظام په راتګ سره افغانانو د هوسا او نوي ژوند پېل وکړ، د کلونو کلونو آرمانونه یې پوره سول.

د اسلامي نظام په قیام سره په افغانستان کې خپلواکي راغله او هر افغان ځان خودخواه ، آزاد او خپلواک وباله.

مونږ او تاسو ددې پر ځای چې ددې ستر نعمت ناشکري وکړو باید رب ته په سجده سو او ددې عظیم نعمت خپلواکۍ او آزادۍ شکر اداء کړو
په آخر کې بیا هم ټولو افغانانو ته ددې ویاړمني ورځې مبارکي وایم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

زه په ټولو ګرانو هیوادوالو د ورورۍ په بنسټ ضروري غږ ګوم چې د اسلامي امارت په ټينګښت کې د زړه له کومې برخه واخلي او خپل اسلامي وجایب ادا کړي. افغانستان نور د ګډوډۍ وس نه لري. بل د شيطاني جبهو د پاره په اينده افغانستان کې ځاى نشته دوى بايد محاکمه او د کړو جنايتونو، خيانتونو، جاسوسيو، وطن پلورلو په تور ورسره حساب او کتاب وکړي شي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx