ادبي لیکني

لوی لیکوال استاد محمد اصف صمیم – لومړۍ برخه

لیکوال: غیاث الدین

لنډ ژوند ليك

استاد محمد صميم د پښتو ژبې ليكوال دى، د كره او يوې پښتو لپاره يې شوګيرې كړيدي.

صميم د صميم الله  زوى په ۱۳۳۱ لمريز كال د كامې په كندې كلي كې زېږېدلى دى، لومړنۍ زده كړې يې په ترتيب سره  د شينوارو په غني خيلو د كامې په اخوندكلي كې يو څه يې د كونړ په عمراخان لېسه كې كړي دي.

منځنۍ زده كړې يې  ترلسم ټولګي  په عمراخان ليسه كې، رحمان بابا لېسه كې د ننګرهار لېسه كې كړي دي او په  ۱۳۵۱ لمريز كال  د ننګرهار لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شو، بيا د كابل پوهنتون ادبياتو او بشري علومو عربي څانګه كې شامل شو او په ۱۳۵۶ لمريز كال كې ترې فارغ شو.
په ۱۳۵۷  لمريز كال د دلوې په څلورويشتمه د سياسي بدلونونو له امله د هېواد د تودې غېږې څخه په مخه ښه وكړه او پېښور ته مهاجر په توګه كډه شو، د هجرت په چاپېريال كې يې له تعليمي او فرهنګي مؤسسو سره غښتلى پاتې شو.

د پېښور په پوهنتون پښتو څانګې نه رسمي (پرايويټ ) په توګه د ماسټرۍ زده كړې وكړې، په ۱۳۷۱ لمريز كال په ثور كې چې هېواد د روسانو له سيده او ناسيده يرغل نه پاك شو ، نوهېواد ته راغلو او په ۱۳۷۱ لمريز كال د دلوې د مياشتې په څوارلسمه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي كې په علمي كدر ومنل شو، څه كم شپږ كاله په پوهنتون كې په ښوونه بوخت ؤ ، ۱۳۷۶ لمريز كال كې د قوس د مياشتې په اتلسمه  د ځينو عواملو له امله له وظيفې څخه يې لاس واخيست او له هماغه راهېسې تردې دمه په خورو نارسمي هڅو دكتاب او قلم سره بوخت دى .

په ۱۳۵۴ لمريز كال د سنبلې د مياشتې له راهېسې  يې قلم په لاس كې نيولى په دې ۳۲ كلنه قلمې بوختياكې يې تردې دمه  يوشمېر اثار ليكلي، ژباړلي  او څېړلي دي.

دننګيال صيب په غوښتنه دمحمد اصف صميم دخپل  ژوند بيان :

ننګيال راته خبره كوله چې زماله يوه دوست سره دي ورور ناست ؤ ، ماترې په يوه عارفانه تجاهل كې پوښتنه وكړه ، ايادادى ورور دى ؟  هغه راته وويل ((داتپوس خوبه زه له خپل پلارنه كوم (( خبره مې په دې پورې كوله چې ننګيال رانه غوښته كړيده چې ستاسوانح؟ ماورته وويل (( داتپوس خوبه زه له خپل پلارنه … (( تپوس خو ورڅخه شوې وبوله دومره ګرانه كارندى ، ګرانه خوداده چې زما له خولې زماخپلې ښيګڼې اوصنعت اوريدل غواړى اوښيګڼې هم ځكه غواړې چې بدګړې خومې شوې ليكلى  اونه يې زه پريږدم  اوريښتيا خبره خوداده چې كه سړې په خپلو سوانحو كې دځان درنه ونه وايې نوبياخو دې ي ليكې نه.

ننگيال په يوه پوښتنه نه صبريږي اونه په لږو خبرو بسياكيږي نوخبرې خو، چې ډېرې شي ضرور او تو بوتو ته وځي، دده دپوښتنې بنيادي برخه داده، چې 🙁 ته څو كلن يې؟) ددې پوښتنې په ځواب كې ماته زمونږ ديو پلرني دوست كيسه  داياد شوه، چې يوځل ترې ديوې مجلې خبريال دعمر پوښتنه كړې وه، نوهغه ورته وويل: (عمر خو به درته وښايم، خو په كاله كې به مې په شرواړوې، ځكه هلته خوماخپل عمر ديوه چټ زلمي ښودلى دى…)

خير! زه خو دومره عمر خوړلى هم نه يم، چې له چانه مې سترګه وسوځي، خوهسې له خبرې نه خبره راووته، منظور مې داوو، چې دننگيال كچكول تش پريښودل نه دي په كار.

ننگيال صيب ! غوږ شه!
(كه دمتكلموضميرونو بيابيا كارونه رابښې نو)

زه دخپل پلار(خداى دې عمر وركا) له خولې په ۱۳۳۱  لمريز كال كې په كامه كې زيږدلى يم، پلام مې دخپل رسمي حيثيت په رڼاكې، چې ټول عمريې دپوهنځى ت هوليږلم په ښوونځى كې مې استقرار هم دهغوى له رسمي وظيفې سره موازي ؤ او زيات كوښښ به يې داوه، چې ترخپلې څارنې لاندې راباندې درس ولولي، لومړى ټولګى مې دشينوارو په غني خيلو او پاتې نور مې تراتمه دكامې په مراد علي ليسه كې ولوستل، بيا مې دكونړ عمراخان ليسې بدلون پاڼه واخيسته، دلسم ترنيمايي مې هلته ولوست، د ۱۳۴۷ لمريز كال په سرطان كې رحمان بابا ليسې ته لاړم، خو پاتې نيم تعليمي كال مې هم سم پوره نه كړاى شو، له تانه څه پرده، ګونډه مې ووهله، ديو كلن تعليمي زيان دتلافۍ له پاره د۱۳۴۷ لمريز كال په پاى كې بيرته مراد عالي ليسې ته راغلم. مخې كال ته مې يوولسم پيل كړ، يوڅو مياشتې مې لانه وې تيرې كړې، چې د اور يوې سختې حادثې مې يوولسم بياله سره كړ، د۱۳۵۰  لمريز كال په ميزان كې مې دجلاآباد ( ننګرهار ليسې) دولسم بدلون پاڼه يوړه، څه به دې سرخوږوم، خو تر ډيرې ستومانى وروسته د ۱۳۵۱ لمريز كال په جوزاكې ترې په وروستى درجه په ډير خير راووتلم، دپوهنتون دكانكور انظار مې كاوه، خداى شته هلته مې هم په ځان څه باورنه ؤ، خو دچا دعا به راپسې وې اواخرمې خداى هغه ارمان ورژاوه او د۱۳۵۲  لمريز كال په حمل مياشت كې دكابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى  په عربي څانګه كې شامل شوم.

زما زياتره ملګروته پته ده اوننګيال  صيب ته هم لږو ډير خبريې، چې كه زه ډير څه لولم نه، نوكتابونه اومجلې ضرور ساتم، چې په كتاب ساتنه كې مې نسيم ستانيزى ورور هم شاهد دى، دخپل يوه ژباړلي كتاب په اهدا كې يې راته ليكلي وو… د كتابونو دساتلو ليوال ورور… ته يې اهدا كوم، ددې دعوې دثبوت بل پس منظر راياد وشو زه په كابل پوهنتون كې تازه شامل شوى وم، له پلار نه به كه مې چا زما پوښتنه وكړه، چې چيرته دى؟ نوه هغه  به ورته  وويل! (( چې كابل ته په كتابونو مجلو پسې تللى، خوچې وزګار شي پوهنتون ته هم ځي)).

دا منځپيښه (معترضه) جمله مې ځكه وليكله، چې دخپل دغه بنيادي ذوق له بركته، چې دپوهنتون څلور كلنه دوره پنځه كلنه كړه او د۱۳۵۶  لمريز كال دثور په څلورويشتمه په نوموړي اكاډميك مركز كې په غړيتوب ومنل شوم، خو دماموريت به مې لا پنځه مياشتي تيرې نه وې، چې دخلكو زامنو دخلكو د دښمنى په تور له مركز راوويستم، بيا مې ترجيحا دننګرهار ولايت په ايمل خان ليسه كې دتدريس چاروته اوږه ورته كړه، خودلته مې هماغه پخواني تور بابيرى( ګزك) وكړ او په هماغه تور بياتورن شوم. تريوې مياشتې توقيف وروسته مرادعالي ليسې ته ولاړم هلته مې هماغه تور راپسې و، ستنيدوته يې پرې نه ښودم،  بيا ترنسبتاٌ اوږدې مودې د خلكو دزامنو ميلمه شوم، د۱۳۵۸ لمريز كال په قوس مياشت كې يې راخوشې كړم او دهماغه كال د دلوې په ۲۴ مه دخپلو ميلمونو ځوريدلو، كمونستۍ شازبليو او شړليو هېوادوالو په ليكه كې ودريدم.

ننګيال صيب!

ماله مخكې نه په زړه خوړلې وه، چې ته دلږو خبرو په اوريد نه بسياكيږي او ضرور به دا پوښتنه هم كوي، چې قلم دې له څه وخته راهيسې په لاس كې دى؟

په دې باب به عرض وكړم، چې كه داكليه (( علت ديوه معلول زيږنده وي)) په هره پديده كې صادقه وي، نو زما دفكر اوقلم په لارښوونه كې، چې كوم ځانګړي او غيزمن عامل كار كړى دى، هغه زما د اديب او ادب ميين پلار( سيورى دې راباندې تل وي) دټينګار تر حده توصيه او علمي هڅونه ده، هغوى هميشه مونږ په ذهن كې يې ديوې كليې په توګه كښينولي وه، چې:

(( كه په لاركې يا د ديواله په چاود كې كوم زوړ ليكلى كاغذ، زړه پاڼه، يازوړ اخبار پروت وي، راوايې خلئ، ويې كورئ، ويې لولئ، تاسې له پاره به په كې درې څلور كليمې ضرور نوې وي)) .

همدغه ارزښت منه نغوته اوتوصيه وه، چې زه يې دليك، لوست اوكتاب راټولونې ته وهڅولوم حتى چې كله كله خومې دامينه ترجنونه ورسي او دچا خبره پر مورګو واوري.

پاتي شوه دڅه ليكلو او كرښو تورولو خبره، نو څه ګډې وډې خومې له يوولسم ټولګي راهيسې هغه مهال  هم ليكلي، چې زه خپلو ټولګيوالو په خپله استازى ټاكلى او وياړلى وم، خوپه لومړي ځل مې خپل چاپ شوى نوم دننګرهار دمجلې د۱۳۵۴ لمريزكال په ( غالباٌ سنبلې ګڼه) كې له (( ځوانان او مسؤلينونه)) نومې مضمون سره وكوت.

هغه ورځ شوه او دوزخ، لس كاله تيرشول، ديو ژمن او متعهد انسان په ژوندانه كې لس كاله كم عمر نه دى، خو زه ډير په خواشينى سره بايد ووايم، چې په خپل كمزوري قلم مې رنځيدلې او اړې ټولنې ته داسې څه ورنه كړاى شول، چې تر مرګ وروسته مې پردعاوو ياد كړي، خو سترګې په لار ضرور يم.

ننګيال صيبه!

دا ته او دا هم هغه څه چې غوښتل دې، اوس خوبه دې خوا سړه شوې وي؟

والسلام عليكم ورحمة الله

صيميم صيب او انسان پاله شخصیت دى، روانه او جازبه طبعه اوشمېرلي حركات لري، خوږ ژبى، دراك اوخليق ليكوال او دپاخه تنقيدي شعور خاوند دى. په عادي ليكونو كې چې ملګروته يې ليږي داسې خوندور عبارات او جملې په كاروي، چې دسړي زړه غواړي، چې څوځله تكرار كړي.

صميم صيب په نظم اونثر دواړو كې زړه وړونكى او مليح قلم لري. صميم دومره داچې په يوه معمولي او وړه خبره هم خفه وي، چې بيا چې پخلا كيده هم اسانه نه وي. صميم ډير شرمګير دى، دومره چې دوستان يې د خپلې كوژدې په كارتونو كې دقران عظيم الشان دختم په  نامه داغوښتي وو.

صميم په دارلهجر كې لومړى دحزب اسلامي دسيدجماالدين افغان په عالي لېسه كې ښوونكى او له دوه كالو وروسته داووه ګوني اتحاد فرهنكي كميټه كې د قيام حق مجلې مرستيال وټاكل شو، چې له يوه كاله وروسته يې اسعفا وكړه او له هغې راپه دېخوا په خپل كوركې په ليكنو، تحقيق او مطالعه بوخت دى.

صميم د وخت اسلامي ورځپاڼې، قيام حق، شهيد پيغام شفق اوسپيدې له مجلوسره قلمي همكاري كړې.

 

پروفيسر سيال كاكړ دصميم دژوند اړوند داسې وايي:

دا يوه ثابته خبره ده چې دلوى ننګرهار تاريخي ناوې په خپله ادبي حوزه كې له پخوا څخه خورا لوى شاعران او اديبان پيداكړي دي.  په تيره بيا(كامه) دپښتو هغه بختوره سيمه ده، چې دتاريخ په بيلابيلو دورو كې يې بيخې لوى عالمان، شاعران او اديبان زيږولي دي، مونږ دپښتو په ادبي تاريخ كې كامه دننګرهار زړه بللاى شو. دپښتو نوميالى څيړونكى او خواريكښ ليكوال محمداصف صميم دهمدې افتخاري كامې اوسيدونكى دى، نن موږ په دې خبره وياړو،  په  احمدشاهي كندهار كې دلوى علامه رشاد كندهاري( اروادې ښاده وي) وارامكاه ته نژدې ښكلي ننګرهار دمنلي څيړونكي او سپيڅلي ليكوال په باره كې هر اړ خيزه خبرې كوو.

په ميرويس خانى كندهار كې د(ايني موسسه ) دزياتي ستاينى وړ ده، دپښتو دخوږ ژبي شاعر محمدصديق خان پسر لى او ګران محمداصف خان صميم  دوى ورځني څيړن غونډې جوړې كړې دي، اوس نومونږ ويلاى شو، چې ديوشتمې پېړۍ په پيل كې په لرې اوبرې پښتونخوا كې داحساس پيداشوى دى، چې خپل اديبان اوشاعران به د دوى په ژوند كې نا زوي او دعلمي او ادبي خدماتو اعتراف به يې په خورا ورين تندي كوي او كه چيرې دسيمنارونو دغه بختوره لړۍ دګرانې پښتو په بيلا بيلو ادبي حوزوكې جاري وساتو، نوبيا به ابوالخير ځلاند محمدصديق خان پسرلى هيڅكله داسې وينا ترخولې نه راوباسې.

قدر دان به مې له مرګه پس پيدا  شي

پرستار به دمزار وي زه به نه يم

تاسو دستور دى مړه پر اوبو وړي

ژوندي مونه كړه له خاور

هو! زما ممدوح صميم يو سپين پښتون او سپيسلى انسان دى دمنافقت په دې زمانه كې  ګران صميم له هر چاسره په خورا صميميت او پښني اخلاص انساني چلن كوي نه پخپله دوه مخې دې اونه يې دوه مخې كسان خوښيږي. دى يو ارامه او بې ازاره سړى دى، بيخي ورو ورو غږيږي، ځينې وخت خويې بيخي خبرې په سړي  بيليږي ، پستي خبرې  يې دځانګړي  مسكا په ملتيا خورا خوند كوي، تندى يې هميشه  ورين وي خو خبري ډيري كمې كوي. البته مجلس يې خورا منظم او له  خوږلت څخه ډك  وي، دپښتنو دغه با استعداده څېړونكى دخو اخلاقو څښتن او ديوه پاسته طبيعت خاوند دى.

دخبرو ځانګړى اندازه يې هر سړى تر تاثير لاندې راولي، دخپلو استاذانو او دوستانو څخه رانيولې بيا ترعامو خلكو پورې په هرچا ګران اودهر سړي دزړګي سردى. دا دې سپيڅلي پښتون شخصي كرامت دى، چې پښتو په ټولو ادبي حوزو كې خورا مقبول او دښه نامه خاوند دى.

زه بس دومره وايم، چې:

په ظاهر صورت خطا دصميم مه شى

ماليدلى له نژدې يو سمندر دى

ترملي ګټو هيڅكله نه تيريږي

لوي څيړونكى دخپل وخت يوقلندر دى

زما په خپله ګران صميم ديوه پخواني پښتانه تنده ماتېږي د خپل پښتنى هويت ټينګ ساتلى دى، په خپلو ساده جامو كې يو ويړ جهان دى، زه دغه نازولى ورور له هغه وخته پيژنم، چې دى په داود خانى دوره كې دكابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي كې يوخورا تكړه او پر پښتو ميين زده كوونكى ؤ.

لومړى وار ما دغه حيا ناكه ځوان په كابل دپوهان مجاور احمدزيار په كور كې وليد، چې بيا وروسته دا ديد په شنا خت او شناخت په دوستى بدل شو. رښتياخبر ه، خودا ده، چې صميم په روزلو كې دخپل استاذ مجاور احمدزيار لوى لاس دى او بيا دكابل په علمي چاپيريال كې  داستاذ حبيب الله (رفع) زلمې هېواد مل اونورو…  اديبانو خو لار ښوونو خپل  دي. اوسني  مقام ته رسولې ده، خو يوه خبره ده، چې په خپله  زمونږ  دې خواريكښ ليكوال دپوهنتون له زماني څخه  له كتاب او ادب سره بې كچه مېنه درلوده، داد كتابو اودښو استادانو دفيض بر كت دى، چې په خپله ګران صميم دپښتو  په ادبي ميدان كې داستاذى مقام ته رسيدلى دى، استاذ صميم دپښتو ادبي دنيا ته په مېنه راغلى، ده پښتو په ژور سيند كې ټوپ كړې ، چې په نتيجه كې راز راز ادبي مرغلرې په لاس ورغلي دي. لويه خبره خو دا ده، چې زمونږ ددې نوميالي څېړونكي په هركتاب اوليكنه كې دابتكار نښې له ورايه ښكاري دې دسو چه او كره پښتونولى پلوې دې، په خپلوليكنو كې يې دخپل استاذ پوهان مجابر احمدزيار جوړكړې لغات او اصطلاحات په پراخ لاس كاروي. ډيره ښه خبره ده، چې زمونږ اديبان او شاعران په خپلو ليكنوكې، چې  د ډاكټر زيار له جوړ شوو تورو او اصطلاحاتو څخه استفاده كوي، البته زه په خپله د پوهان زيار ودې لويې خوارى ته په درنه سترګه ګورم په خپل دصميم وړې ليكنې دخپل دانشمند استاذ په مقابل كې سليسي، روانې اوله ژبني پيچلتوب څخه خالي دي، دنوموړي پښتو دومره ستوغه نده، چې ويونكي دې وغميږي.

مونږ وينو، چې صالح شاګرد تراوسه پورې  دخپل استاذ پرژبني لارې باندې نيغ روان دى، يو وخت دبې بې سي لندن د(پښتو سرويس) ځينې چلوونكې لكه جان بټ، ګوهر الرحمٰن (ګوهر) صفيه حليم اوځينې نور… ګوټي ته راغلي ؤ، نو په سرينا هوټل كې يې خوندور پروګرام ترتيب كړى او دپښتو ځينې ليكلوالان يې ور غوښتې وو، دخبرو اترو  وروسته ښاغلي گوهرالرحمن (ګوهر)  وماته خپله شعري ګلدسته راكړه ماپه هغه ساعت د ده په مخ كې دكتاب دشروع يوڅو بيتونه ولوستل داسې ګران تورى يې كارولي و، چې سرمې پرې خلاص نه شو، دښاغلي ګوهرنه مې مخ واړاوه اوپه خندا خندا مې په داسې ورته وويل. كوهر صيب! ( دا ستا پښتو، چې مې وليدله د ډاكټر زيار په پښتو مې شكر وكړ) ژبني مسائيل، چې ودې ځاى ته راورسيږي، نوبياخوپكار داده، چې هرسړى په خپل سر باندې داكار ونه كړي. داپه اصل كې ديوعلمي ټولنې كار دې، دپښتو خواخوږي دغه ژبني دنده بايد يوې علمي موسسې لخوا په علمي چوكاټ كې دننه ترسره كړي. د ډاكټر مجاور احمدزيار ګوهر الرحمن (ګوهر) محمداصف خان صيميم عبدالطيف خان بابي او دځينې نورو… اديبانو خواري دقدر اوستاينې وړ ده.كه چيرې د دوى جوړشوي توري او اصطلاحات يوې علمي ټولنې لخوا تر ژورې كتنې  وروسته تصويب شي، نوبيا يې په ليكنو كې دنه استعمالوجواز نه پاتې كيږي. دا وخت چې په خپل ګران افغانستان د پرديو تركلتوري يرغل لاندې راغلى دى. دپښتو ټولنې لخوا څخه جوړشوي توري لكه، پوهنځى، پوهنتون، نندارتون، واټ او داسې نور…په دانشګاه، دانشكده، جنشواره اوخيابان اوښتې دي، نو په داسې بدو شرايتو كې زمونږ سترګې بيا هم وپوهان مجاور احمد زيار جناب حبيب الله (رفيع) محمداصف خان صيميم او داسې نورو… ته كږيږي، چې ګرانه پښتو دكلتوري يرغلګرو له فرهنګي حملو څخه وژغوري. ښكاره خبره ده، چې ګران صميميم دپښتو وادبي ميدان ته په پښتنې مېنه ور دننه شوى دى او خورا اخلاص يې دپښتو خدمت ته ملاتړلې ده. دا يوبيل داستان دى، چې دكابل ادبي چاپيريال سياسي ګډوډيوله جوره ځينې پاتي او پيښورته په مهاجرت كولو مجبور شو، خو دپښتو په مېنه مست دى تنكى ځوان په پيخور كې هم دخپلې مورنى ژبي ته شاور څرمه نه كړله . له يوې خوا دګران افغانستان دپردېسۍ او بلې خوا په پيښور كې درپه درى دپښتو دغه پخوانى لنډى دښاغلي محمداصف صميم دخړو پړو حالاتو په ښه ډول ترجماني كولاى شي.

مسافري خواره خواري ده

باران به اوري څوك به ځاى نه وركوينه

افرين دې وي دوياړلي افغانستان پر اديبانو، پوهانو اوشاعرانو باندې، چې د روسي يرغلګرو له لاسه د دنيا ګوټ گوټ ته ورسيدل، خو ګرانه پښتو يې هيره نه كړه، ښاغلى صميم دمهاجرت په خورا سختو ورځوكې دنورو وطن دوستو افغانانو غوندې دخپلې مورنى ژبي دومره زيات خدمت كړى دى، چې دپښتو راتلونكي كهول به پرې وياړي.

پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x