افغانستان

ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۱ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او بېلابېلو سيمو کې د تېرې شپې سيلابونو له امله ګڼ شمېر کورونه نړېدلي چې له امله يې ۹ تنه مړه شوي او تر ۱۵ زيات ټپيان هم دي.

راپورونه وايي چې د ننګرهار په بيز اکمالاتي، سره رود، شيخ مصري، مومندره، چپرهار، نجم الدین اخندزاده، نجم الجهاد فاميلۍ او نورو بېلابېلو سيمو کې سيلابونو ګڼ شمېر کورونه نړولي او خلکو ته يې له ځاني تلفاتو سربېره مالي زيان هم اړولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند قاضي ملا عادل نن ټکی اسيا ته وويل چې تېره شپه يوه بجه د ننګرهار د والي په ګډون يو شمير چارواکي د شپږمې ناحيې اړوند بيز اکمالاتي سيمې ته ورغلي او د خلکو د ژغورنې لپاره يې مرستندويه ټيمونو ته لارښوونه کړې چې د خلکو په ژغورنه کې هڅې ګړندۍ کړي.

د سيمې خلکو له حکومت نه غوښتي چې د سېلاب ځپلو د ژغورلو او هغوی سره د مرستې او همکارۍ لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

بايد وويل شي چې په هيواد کې د وروستيو ورښتونو له امله په بېلا بېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx