افغانستانورزش

افغانستان د سیریز ژغورلو لپاره نن د ایرلینډ پر وړاندې یوځل بیا میدان ته ښکته کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۱ل): د ایرلینډ او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیریز څلورمه لوبه نن ماښام ترسره کیږي چې افغان لوبډله به د سیریز مساوي کولو بشپړه هڅه کوي.

ایرلینډ لوبډلې په تېرو دریو لوبو کې دوه بریاوې خپلې کړي، په داسې حال کې چې افغان لوبډلې یوه بریا په خپل نوم کړې ده.

افغان لوبډله به د سیریز ژغورلو بشپړه هڅه کوي تر څو بریا خپله او لړۍ ۲-۲ مساوي کړي او په پایلوبه کې د بریا لپاره زور وازمایي.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ ویلي چې ځوان چپ لاسی مخکښ توپ اچونکی فضل حق فاروقي د ټپي کېدو له کبله د راتلونکو سیالیو څخه بهر شوی دی.

فضل حق فاروقي په تېره نږدې کې د افغان لوبډلې یو له غوره چټکو توپ اچونکو څخه و چې د نوموړي نه شتون به د لوبډلې لپاره ستونزمن تمام شي.

د فضل حق فاروقي پرځای ممکن افغان لوبډله کې فرید ملک شامل شي چې په چپ لاس توپ اچونه کوي.

د افغان لوبډلې لپاره یو بل بد خبر د راشد خان له فارمه وتل دي چې نوموړي په تېرو درې لوبو کې ۱۲ اورونه کړي خو هیڅ ویکټ یې نه ده ترلاسه کړې.

دا په منفي توګه د راشد خان لپاره ریکاډ هم دی، چې له دې وړاندې په پرلپسې دوه شل اوریزو لوبو کې پرته له ویکټې نه دی پاتې شوی.

دغه لوبه نن ماښام ۷:۰۰ بجې د ایرلینډ په بیلفاست ښار کې ترسره کیږي چې د ملي سپورت تلویزون له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي.

د افغان لوبډلې احتمالي یوولس کسیزه لوبډله:

رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، عثمان غني، نجیب ځدران، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، فرید ملک او نوین الحق.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx