
د دوه جمهوریتونو د سقوط پرتلنه
غازي اکبر
لومړی. د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ د افغانستان جمهوریت سقوط:
پیل او پیاوړی حامي:
دغه رژیم د شوري اتحاد د نظامي یرغل محصول وو چې لومړی مشر یې ببرک کارمل او دویم یې ډاکتر نجیب الله وو. د شوروي اتحاد او د وارسا تړون غړو هېوادونو حمایه کاوه.
تېر میراث:
دا نظام د حفیظ الله امین د رژیم میراث خور وو چې په جګړه کې ګیر وو. د خپل لوی بهرني حامي شوروي اتحاد سره یې اړیکي خرابې شوې وې، په کوردننه هم ورسره مخالفت روان وو، په کونړ، نورستان، پکتیا او د زیاتره ولایتونو په غرنیو سیمو کې ورته مسلح مقاوت پیل شوی و. له داخله هم ځو ناکامو کودتاګانو ځپلی و خو د سیستم او نظام په توګه نسبتاً روغ وو.
داخلي لوبغاړي او چلونکي:
د خلق و پرچم ډلو د ډاکتر نجیب د نظام اصلي بدنه جوړوله. په دوی کې پرچمیان روسانو ته نازولي و، د نظام مشري ورسره وه او خلقیان یوازې جګړې ته لیږل کیدل چې ووژل شي.
مخالفین:
د مجاهدینو (اوه پېښور میشته او اته تهران میشته) ډلې چې د ملت د اکثریت خواخوږي ورسره وه. د ملت اکثریت هم ناخوښه وو او د یوه ګوند دکتاتورانه واک یې نه تاییداوه.
د مخالفینو حامیان:
امریکا، نږدې ټولې غربي نړۍ او متحدینو یې او نږدې ټولې اسلامي نړۍ یې حمایت کاوه. د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې به هم هر کال د مجاهدینو د موقف پلوي او د شوروي د یرغل غندنه کیده. د بشري حقوقو نړیوالو ادارو هم د شوروي یرغل په کلکه غنده. ملت هم د بهرني یرغل مخالف وو.
د اشغال او جګړې دوام، تلفات او زیانونه
د شوروي یرغل لس کاله دوام وکړ. د خپرو شوو راپورونو له مخې پکې تر یو نیم میلیون افغانان او تر دیارلس زره شوروي پوځیان ووژل شول، تر پنځه میلیونه افغانان مهاجر شول، ۸۰٪ کلي وران شول، او هیواد ته ۶۰۰ بیلیونه مالي زیان ورسید.
د جګړې میدان:
ټول هیواد کې فعاله جګړه روانه وه، خو د هیواد په شرق، جنوب شرق او جنوب غرب د دولت او شوروي ځواکونو د نظامي عملیاتو فشار او د سکاډ، لونا، اورګان او الوتکو بمبارد زیات او بې رحمانه وو.
د دولت داخلي ملاتړي:
تر ۵۰۰ سوه زرو زیات وسله وال ځواکونه او خپلسره (غیرمسؤولې) قومي ملیشې ورسره وې.
تر سره شوي کارونه:
نیم میلیون خلکو له حکومتي امکاناتو خپل معیشیت پر مخ بیوه، زیات کادرونه وروزل شول، ملي او امنیتي ځواکونه ښه روزل شوی، تجهیز شوي او تسلیح شوي وو.
ستونزې او فساد:
فساد او رشوت ډیر کم و، حتی په نشت حساب و. خلقیانو نږدې یوه روپۍ هم نه اخیسته خو د پرچمیانو په باب به ویل کیدل چې د یو بوتل ودکا خرچه یې ایستله. لویه ستونزه دا وه چې نظام له ملت سره په ټکر کې راغلی و، او حتی د شوروي پوځونو تر وتلو وروسته یې د ملت ملاتړ تر لاسه نه شو کړای. بله ستونزه د یو ګوندیز سیستم وه. سره له دې چې په وروستیو کې څو ګوندونو ته اجازه ورکړل شوه، خو ولس پرې باور ونه کړ او د دولت د استخباراتي ادارې له خوا د جوړو شوو ډلو په سترګه یې ورته کتل.
د سولې فرصتونه:
د ملګرو ملتونو یو اوږد او دوامداره ماموریت جریان درلوده، په پای کې پرې ټولو اړخونو توافق وکړ چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې یو بیطرفه دولت رامنځ ته شي او د اساسي قانون تر جوړیدو وروسته منتخب دولت ته لار هواره کړي.
د اساسي حامي رول:
شورويانو لومړی یې کارمل په نجیب تعویض کړ چې که د جنوب قومونه د دولت حمایت ته جلب کړای شي خو هغه د خپل ټولې استخباراتي پوهې او تجربې او د تفاهم د لوړ قابلیت سره سره دا کار ونه شو کولی. د نظام په داخل کې یې هم د خپل ګوند او دولت انسجام ټینګ ونه شو ساتلی.
د نظام له داخله لومړی د خلق او پرچم د اختلاف له امله د تڼي د کودتا په نوم د حاکم ګوند د دوه مهمو څانګو تر منځ یو ټکر رامنځ ته شو چې په نتیجه کې خلقیان چې زیاتره پښتانه وو، له اردو او د نظام له تصمیم نیونکي موقف څخه څنډې ته شول، بندیان او یا وشړل شو او دولت د کابلیانو په اصلاح یک لنګه شو. له اردو او نظامي برخې څخه د پښتنو او خلقیانو د تصفیې په نتیجه کې پر نظامي برخه د پرچم ډلې د کارمل د ګروپ د جنرالانو او ملیشو تسلط او تبارز رامنځ ته شو. وروسته همدغو (د کارمل ملګرو) پرچمي جنرالانو او ملیشو مهم نظامي ځایونه جمعیت او نظار شورا ته تسلیم او ډاکتر نجیب تیښتې ته مجبور کړ خو له هوایې ډګره یې هم بېرته راوګرځاوه او د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناهنده شو.
کودتاچیانو د روسیې او نورو لویو ځواکونو په اشاره نظام یوې کمزورې ډلې ته ځکه ورکړ چې په نتیجه کې کورنۍ جګړې ته زمینه جوړه شي چې په دغه جګړه کې د درې سوه کلونو اردو او نظام وپاشل شي. همدغسې وشوشول. په دغه بدغونې جګړه کې ۶۰ زره بیګناه کابلیان ووژل شول، ټولې دولتي او ملي زیربناوې ونړیدې، کلتوري او تاریخي میراثونه او دولتي او شخصي شتمنۍ چور او د وحشت، چور، پاټک سالارۍ، ملوک الطوایفۍ او دهشت یوه سپیره صحنه پر هیوادحاکمه شوه. ملت دغې دورې ته د شر و فساد دورې نوم ورکړ.
انجام:
په کابل کې کور په کور جګړه ونښته چې څلور کاله یې دوام وکړ. په پای کې د نظام د بدترینو اعمالو په غبرګون کې له کندهاره د ط ال بانو په نوم یو حرکت پیل او د کابل پر لور د برښنا په شان راراوان شول چې په لنډه موده کې یې د شروفساد په نوم مشهور شوی نظام سقوط کړ. ولسمشر نجیب الله په دار وځړول شو او جنګ د کابل په شمال او شمالي ولایتونو کې دوام وکړ چې ورو ـ ورو یوې کوچنۍ سیمې (د تخار ولایت خواجه بهاوالدین) ته ورټول شو.
مسؤولیت:
د دې کودتا مسؤولین ډېر زیات وو. کله چې ډاکتر نجیب پوه شو خپلو نږدې ملګرو یې پرې کودتا کړې ده، نبي عظیمي ته یې وویل چې (رفیق عظیمي، من از تو این توقع را نداشتم که بالای نظام کودتا کنی)، هغه ورته وویل: (کی کودتا میکرد؟ تو میګریختې و ما را به دشمن تنها می ماندی؟). خو د مجاهدینو په نماینده ګۍ احمدشاه مسعود په ډېر جرآت دا مسوولیت واخیسته او په کابل کې یې خپلو ملګرو ته په خپله وینا کې چې لنډیز یې دا دی، وویل: (….. ټولو تنظیمونو د ملګرو ملتونو د سولې طرحه منلې وه او لس لس نفره نماینده ګان یې ورمعرفي کړي وو، خو الحمد لله خدای دا افتخار زموږ د …. مجاهدینو نصیب کړ چې په وروستۍ شېبه کې مو نظامي اقدام وکړ او نظام مو سقوط او اسلامي نظام مو جوړ کړ.)
د نظام د سقوط مهم سببونه:
د ډاکتر نجیب د حکومت د سقوط عوامل زیات دي، خو د افغانستان شموله حمایت نه شتون، د نظام په دننه کې بې باوري او اختلاف، د مجاهدینو بې اتفاقي او د یوه موقف په نیولو کې ناکامي، پر دواړو لوریو د ګاونډیانو او نړیوالو ځواکونو قوي نفوذ، د ډاکتر نجیب له حکومت څخه د شوروي اتحاد د مالي، نظامي او لوژستیکي حمایت توقف او سقوط ته یې لار اوارول او د شمال د قومي ملیشو او تنظیمونو اتحاد او په یوه قومي او سکتاریستي اجندا د هغه په مقابل کې نظامي اقدام یې مهم سببونه وو.
********
دویم ځل (د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ) د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط
پیل او پیاوړی حامي:
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بن د توافق له مخې جوړ شوی او د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د نظامي یرغل محصول وو. دغه نظام طبعاً امریکا او ناټو حمایه کاوه.
تېر میراث:
دا نظام د طالبانو د تجرید شوي او تر هغوی مخکې د تنظیمي جګړو له خوا ړنګ شوي او چور شوی نظام پر ایرو د ناست (دولت اسلامي افغانستان) وارث وو.
داخلي لوبغاړي او چلونکي:
دا نظام د جرمني د بون په ښار کې د درې نظامي ډلو (شورای نظار ـ جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش ملی ـ اسلامي) او غرب میشتو تکنوکراتانو یو ایتلاف و چې درې ډلو هر یوه خپله اجندا درلوده او غرب میشتي تکنوکراتان زیاتره زاړه او متقاعد کادرونه وو چې له بیلابیلو هیوادونو راغلي وو او تر منځ یې تفاهم او همغږي نه وه موجوده. د ډاکتر غني په دوره کې دغه تکنوکراتان له بهر څخه په راغلو ځوانانو بدل شول چې دوی زیاترو هم د دولتدارۍ او مشرۍ حتی د عادي مدیریت تجربه نه درلوده، خپلمنځي تفاهم او شناخت خو یې بیخي نه درلوده.
درې ډلو پخپلو ولسونو کې ریښې لرلې او زیاتره تکنوکراتان د خلکو په اصطلاح له تشو دپلوماتو بکسونو سره راغلي وو او بېرته لاړل.
مخالفین:
د ط ال بانو اسلامي تحریک چې ځان ته یې د افغانستان اسلامي ام ارت وایه، د نظام عمده نظامي او سیاسي مخالف وو. د حزب اسلامي مشر حکمتیار هم د نظام د سیاسي او نظامي مخالفت کاوه خو د بهرني حمایت د نشتوالي او لوژستیکي او تسلیحاتي مرستو د نه شتونه له امله یې رول دویمي وو.
د مخالفینو حامیان:
په ښکاره هیڅوک دې ته نه و حاضر چې د امریکا او ناټو په مقابل کې چې د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې افغانستان ته راغلي وو، د هغوی د مخالفینو حمایت وکړي، خو په پټه د پاکستان نظامي ادارو په دوه ګونې لوبې کې د طالبانو حمایت کاوه. د اسلامي هیوادونو ځینو منفردو تجارانو هم ممکن خپلې صدقې او ذکاتونه ورلیږل.
د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې د امریکا په مشرۍ د طالب ځپلو لپاره د نړیوال ایتلاف جګړې ته جواز ورکړل شوی وو او ځکه د دغه نړیوال اثتلاف په وړاندې چا د دوی د مخالفینو ښکاره ملاتړ نه کاوه.
د اشغال او جګړې دوام ۲۰کاله تلفات او زیانونه معلوم نه دي، خو د ۵۰۰ زرو او یو میلیون تر منځ تلفات اټکل کیږي.
د جګړې میدان:
د جګړې تمرکز یوازې د هېواد په شرق، جنوب شرق او جنوب غرب او یوه اندازه غرب ولایتونو کې وو. په وروستیو کلونو کې نورو سیمو ته هم وغزیده.
د دولت داخلي ملاتړي:
د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ۳۵۰ زره وسله وال ځواکونه چې یوه لوړه فیصدي یې خیالي او د کاغذ پر مخ وو. ظاهراً د درې یادو شوو تنظیمونو په زرګونو داوطلب جنګیالي او اربکیانو هم وخت ناوخته له دولته امکانات اخیستل خو د اړتیا په ورځ یې درک ونه لګیده.
تر سره شوي کارونه:
د لویو لارو جوړیدل، د ښوونځیو، مدرسو، پوهنځیو، کلنیکونو او روغتونونو جوړیدل، د اساسي قانون او مدني ټولنې جوړیدل، د زیاتو مسلکي کادرونو تربیه کیدل او د یوې عصري ټولنې پر لور د هیواد روانیدل.
ستونزې او فساد:
لومړی یې جوړښت عادلانه نه وو. د بون په غونډه کې د درې قومونو نظامي او سیاسي قوتونه او د یوه قوم سپین ږیري سره کیناستل او نړۍ پرې یو سیستم ومانه. حزب اسلامي، ط ا ل بان، خلقیان او نورې مطرح ډلې ترې بیرون پاتې شوې او د دوی حریفان او ورسره جنګیدلې ډلو ته د نظام تر ټولو غوښنه برخه ورکړل شوه چې یو ژور ټولینز درز ته یې زمینه جړه کړه. دا چې څو لاسه نظام وو نو د فساد کچه پکې ډېره لوړه وه، افغانستان به تل د فساد د جدول د سر په لومړیو څو هیوادونو کې ځای درلود. په دې فساد کې په لوړه کچه بهرینان او په دویم قدم کې د دوی افغان قراردادیان او دولتي چارواکي شریک وو. بله لویه ستونزه د ایتلافي دولت وه، چې هیڅ لوری له بل سره په یوه لار نه تلو. د ګاونډیانو مداخلې او په وړاندې یې د نړیوالو حامیانو بې تفاوتي هم یوه لویه ستونزه وه. خو تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې نظام ټول شموله نه وو او (په جنګي جنایتونو تورنو) وړو ډلو پرې ټینګ اغیز درلود او د ملت لویې کتلې ترې بېرون پاتې وې.
د سولې فرصتونه:
له طالبانو سره د دوهې تړون یو لوی فرصت و چې څلور مادې یې درلودلې. متاسفانه یوازې دوه مادې یې عملي شوې او نورې یې پاتې شوې. هغه ماده چې د افغانانو تر منځ د مذاکرې په نتیجه کې به یو ټول شموله نظام جوړیږي عملي نه شوه او یو ځل بیا پر واک د یوې ډلې انحصار رامنځ ته شو.
د اساسي حامي رول:
امریکایانو په دوهه کې له ط ال بانو سره د سولې تړون لاسلیک او تضمین یې ترې واخیسته چې د افغانستان له جغرافیې څخه به امریکا او متحدینو ته خطر نه پیښیږي. د دې معنی دا شوه چې د افغانستان خاوره باید د ط ال ب په واک کې وي. د سولې مذاکرې بې نتیجې روانې وي. په پای کې امریکا د ملي امنیتي ځواکونو پوستې او قطعې ورو ـ ورو ط ال بانو ته تسلیم کړي چې د کابل چټک سقوط ته یې لار اواره کړه او بې له جګړې یې سقوط وکړ.
انجام:
ټول نظام او له هوایي او ضد هوایي څواکونو پرته ټول نظامي قطعات تقریباً ط ال بانو ته روغ په لاس ورغلل، کابل کې کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړه ونه شوه. د دولت لوړپوړي چارواکي ټول له هیواده وتښتیدل او په پای کې ولسمشر او او د هغه نږدې سکرټران او ساتونکي یې هم ورپسې ولاړل.
مسؤولیت:
دا ځل د نظام د سقوط مسوولیت له داخله هیچا نه دی اخیستی خو د ډاکتر غني هغه ملکي او نظامي مسؤولین چې تر ده مخکې له هیواده وتلي وو، مسؤولیت په ډاکتر غني اچوي چې ګواکې له هیواده د ده وتل د نظام د سقوط باعث شوه.
البته دا خل د احمد شاه مسعود په شان ط ال بان هم دا مسوولیت نه اخلي چې کابل ته په زور راننوتلي دي. دوی وایي چې د نظام ټول مشران له کابله وتلي وو او د قدرت خلا وه چې د جګړې او چوور چپاول سبب کیدای شول، دوی مجبوراً کابل ته راننوتل.
یوه لویه پوښتنه لا هم زیاته تر بحث لاندې ده چې ډاکتر اشرف غني ولې واک په رسمي ډول ونه لیږداوه؟ هغه پخپله وروستۍ مرکه کې او دده د ملي امنیت د شورا مشاور حمد الله محب په خپلو تیرو مرکو کې دا وضاحت په څرګند ډول په دې مفهوم ورکړی دی: کلیدي ټکی دا دی چې دوی نه غوښتل یوې جنګي ډلې ته چې په ټاکنو نه. بلکې په زور یې واک نیولی دی، مشروعیت ورکړي.
نوو مسؤولینو هم متاسفانه د تېر ځل په شان د ولس اساسي حقوقو او ازادي ګانو ته توجه نه ده کړې: د نجونو ښوونځي بند دي، اقتصادي رکود حاکم دی، اساسي قانون نشته، غیرمسؤول اشخاص خلک ویروي، ځوروي او حتی وژلی شي، له نړۍ سره اړیکي جوړې نه شوې، نظام هیڅ هیواد په رسمیت ونه پیژانده، د وسله وال مقاومت بڅرکي راپیدا شول، د داع ش په نوم فتنه لا هم موجوده ده، کار اهل ته ورنکړل شو. له خپلې ډلې بهر کادرونو ته د دویم درجه انسان په سترګه ګوري او …..
راتلونکی مبهم دی. څه وشي؟ څوک یې وکړي؟ څنګه یې وکړي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په باب یې یو واضح ځواب نشته. خو افغانان وایي چې: که غر لوړ دی پر سر یې لار شته.
خو لږ تر لږه دغه لار لا تر اوسه ناڅرګنده ده، ځکه:
افغانان زیاتره د شاک په حال کې دي، څوک د ناکامۍ له امله او څوک له غیر متوقعه بري له امله!
لنډیز او وړاندیزونه:
دوه ځل د افغانستان ځینو سیاسي ډلو او شخصیتونو د لویو ځواکونو په مرسته د دولت جوړولو او واک پیاوړي کولو هڅې وکړي، خو دواړه ځل ناکامې شوې او لویو ځواکونو په نیمه لار کې پریښودل، خو په دې تفاوت چې:
شوروي اتحاد او د هغه ځایناستې روسیې خپلو پلویانو ته امر وکړ چې په نامسؤولانه ډول د ډاکتر نجیب الله او ملګرو ملتونو د سولې پر طرح کودتا وکړي، نظام له داخله وپاشي، هر څه چور شي او یوې بدترینې کورنۍ جګړې ته زمنه جوړه شي.
خو د امریکا متحده ایالاتو له خپل مخالف ځواک سره یو توافق ته ورسیده او د نظام د لویې برخې د روغ ورسپارلو زمینه یې ورته جوړه کړه. ډاکتر اشرف غني هم وروسته له هغه چې ټول لوړپوړي ملکي او نظامي مسؤولین یې له هیواده ووتل، له هیواده ووت، چې په نتیجه کې په کابل کې د کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړې مخه ونیول شوه.
افغانانو ته پکار دي چې اوس له ستونزو څخه د راوتلو لپاره لاسونه سره ورکړي:
– نظام دې له نړۍ سره شوي ژمنې پوره کړي. افغانستان دې د نړیوالو د دښمنانو لپاه خوندي امن ځان نه جوړوي او ولس ته دې کار، تعلیم، مدني ازادي ګانې او ټول بشري حقوق برابر کړي. همدا راز په نظام کې دې له یوې مشروع او قانوني لارې د ملت د ټولو قشرونو معقوله او متوازنه نماینده ګي یقیني کړي.
– ولس دې د معقولو او سوله ایزو لارو د نظام د اصلاح، هیواد د حیثیت، مدني حقوقو او ازادیو لپاره مبارزه وکړي.
– نړیوال دې افغانستان په یوه (علاقه غیر)، بې سرنوشته جغرافیې یا د بحران په حلقه نه بدلوي، بلکې د معقول فشار او جوړونکي تعامل له لارې دې له افغانانو سره مرسته وکړي چې په کور دننه د یوه داسې مشروع نظام او خپلواک هیواد خاوندان وي چې له نورو سره د دوست هیواد په توګه د معقولو اړیکو او همکاریو وس ولري او له داخلي او بهرني درنښت څخه برخمن وي.