نظــر

يو کلن يون؛ لاسته راوړنې او چلېنجونه!

احمد منصور

لله الحمد يو کال مو د رب له لور په را لورينه نعمت چې امن ده تېر کړ نه د الوتکو شور له خوبه راويښ کړو،نه مو په کورو پردي را وختل، نه مو هره ورځ په زرګونه تلفات درلودل،نه د خوښيو په محافلو نه په جنازو نه په مساجدو او نه په مدارسو هوايي بريدونه وشول د يوې همداسې فضاء جوړولو آرمان دې مظلوم ملت درلود دا ماحول مفته نه ده دائر شوی قيمت يې د سرونو نذرانه، د کلونو زندانونه،تعذيب،شکنجې او اعدامونه وو تر څنګ يې د مجاهد ملت صبر استقامت د يادولو او ستايلو ده دا امن چې رب راکړی لامل يې اسلامي نظام ده هغه چې دونیاوالو ته غلط پيژندل شوی پيړی يې اړوند پوچ تبليغات شوي نافېذوونکي يې ترهګر، دهشتګر، او د بشريت دوښمنان بلل شوي حال دا چې اسلام کې د بشریت حقوق تر بل هر دین زيات محفوظ دي خو دا چې انساني نظامو کې د ايټم د څښتنانو ګټې خوندي دي نو ځکه هر هغه ملتونه ځپي چې د الله قانون د الله په ځمکه غواړي.

الحمدالله په تورې وحشتناکې نړۍ رب مونږ غالب کړو او اسلامي نظام مو يو کلن شو دې يو کلن يون کې مو که څه هم د کفارو له فريبو شومو پلانو او بنديزونو خلاصون نه وو خو لاسته راوړنې مو هم زياتې درلودې هم په سیاسي، اقتصادي او استخباراتي ډګرونو کې د فکر موجود وو چې د امارت مشران په سياست او نړۍ سره په اړيکو رغولو کې مخينه او تجربه نه لري خو وموليد چې سیاسي دريځ يې بې طرفه او له ټولو هېوادو سره د سالم تعامل درلودو د نورو هېوادو په چارو کې نه دخالت او له نورو هم همدا غوښتنه کول چې له امله يې ډېرو هېوادو خپل سفارتونه کابل کې بيا فعال کړل د هغو له جملې هندوستان ده کلونه يې د غلطو ګنګوسو له امله د امارت په اړه شکي وو چې د کوم هېواد لاس لاندې به وي خو اوس دا انديښنه يې رفعه شوه همدا ډول که څه هم اسلامي حکومت په رسميت نه ده منل شوی خو د نړۍ والو تعامل ورسره ټوله رسمي بڼه لري هغه که د کوم هېواد په بلنه ځي او که غونډو کې ګډون کوي لکه په دې نيزدې وخت کې د دفاع وزير محترم مولوي يعقوب سفر قطر ته او خارجه وزير سفر د تاشکند په غونډه کې ګډون وو چې په رسا ډول يې اوسنی مثبت وضيعت انځور او لاسته راوړنې يې ورته عیانې کړې د غونډې ګډون کوونکو نظرونه هم د افغانستان په اړه مثبت وو.

اقتصاد چې د ضعف په حالت کې وو لامل اشغال او نورو ته لاس نيول وو خو ننيو واکمنانو زياته توجو يې د اقتصاد جوړولو او عوايداتو راټوله ولو ته وکړه په تېر پنځوسو کالو کې لومړی ځل وو چې کلنۍ بوديجه له داخلې عوايدو يې ځانګړې کيږی همدا ډول په يو شمېر پروژو يې کار پيل او د ځينو افتتاح يې وکړه لکه د کجکي بند او قوشتېپې کانال پرانېسته د يو شمېر کانونو استخراج، د بیا رغونې په برخه کې د نوو کابل په نوم ښارګوټی جوړول د يو شمېر سرکو بيا رغونه چې يو له هغو څخه يو هم د کابل او قندهار لوی سرک ده په خپل ځان اتکا مو له نړۍ سره سیال کولی شي او دا جذبه په اوسنيو واکمنانو کې مشاهده کيږي.

استخبارات د حکومتونو سترګې بللی کيږي ځکه لا ډېره توجو ورته کيږی ويښ، ځيرک او با استعداده کارمندان ورته استخداميږي څو با امنه ژوند ولري دا چې ستر قوتونه مو مات کړل طبعاً چې شوم پلانونه يې درلودل خو ويښو استخباراتي مجاهدينو خنثاء کړل د خپل منځي جګړو ، د سکانو او شعيه هېواد والو د مراسمو ګډوډولو مخه ونيول شوه په عموم کې استخباراتي رياست د پرديو لاسونه ژر پر وخت لنډ کړل.

واکمنان دې متوجې وي د نړۍ والو طمعې خلاف نظام مو نافذ کړی د انساني نظامو د نېفاذ لپاره يې مالي تاوانونه په ځانو منلي او اولسونه يې وژلی دسې په آسانه به مونږسره اسلامي نظام ونه مني خو د تعامل پر ځاي به تخريب هڅې ډېرې کوي پټې جګړې ته به لا مخه کوي او په مټ به يې قومي سمتي لساني او مذهبي تفريقو ايجادولو هڅې به کوي لا ډېرې ځيرکتيا ته اړتيا ده اطاعت نظم او باور مو د دوښمنانو له مکر او شومو پلانو ژغورلی شي له اولسونو سره نزدېکت مو د دوښمن د ناهيلۍ نامېدۍ او د اسلامي نظام د بقاء لامل کېدلای شي يو کلن يون واقعاً مثبت وو که په کومو برخو کې سستي شوې وي بايد راتلونکي کې توجو ورته وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx