نظــر

حق راغی؛ باطل کډه شو

سعد صاحبزاده

د تاریخ پاڼې په زرینو کرښو رنګ شوې، تاریکۍ ورکه شوه، رڼا څرک وهل. نفرتونه مړه شو، مینه و غوړېده د رحمت بارانونو ګران وطن خړوب کړ؛ ویلای شو:

ــ د جمهوریت هغه میته چې ټولنیزه فضاء یې بد رنګه کړه، ژبنۍ تفرقې ترې پیدا شوې، هېواد یې په بېلابېلو برخو وېش کړ، افغانی کلتور یې په ډیره سپین سترګۍ سره توقیف کړ، لله الحمد د اسد۲۴مه د همغې میتتې د نابودۍ ورځ شوه.

ــ نږدې وو چې هېواد مو د تېر حکومت د پردیتوب له امله پردی شوی وای؛ تېر حکومت له بهر څخه اداره کېدو، هره پرېکړه له سپیني ماڼۍ هېواد ته راتله؛ ښکاره خبر ده هر څوک غواړي ترڅو خپل دین، مذهب او طبیعت پلی کړي؛ هېواد د ښامار خوله کې غړېدو، نږدې وو چې د وژونکې بلا خوله کې هېواد وژدوول شي، خو هغه ورځ د هېواد اصلي بچیانو په مېړانه هېواد خپل کړ او د استقلال په نعمت یې وپوښل.

ــ څلورمه لسیزه وه چې ګل افغانستان په رنګارنګ خزانونو وشتل کېدو، له ناوړو او ناخوالو سره مخ شو، د نړۍ بشردوستانو هغه څه هم نه پرېښود چې په یو غږ هر فرد د انسانیت ترې شرمېدو؛ ټولنیز، فردي او مذهبي حقوق یې زمونږ په ګران هېواد کې پایمال کړو. اخلاقي فساد یې وزېږول، نارینه او ښځېنه، کم او لوی مخلوق یې په نشیي توکو روږدي کړو. هغوی فکر کاوو چې څه غواړي هغه به وکړي؛ خبر نه وو چې دا ځنګل زمریان لري؛ احساس پکې ژوندی او ویښ ضمیر لري، هغوی خبر نه وو چې د دې ټاټوبی واقعي واکداران اسلامي قانون لري، یو قدم له اصلي مسیر پرته بل خوا نه ایږدي. هغه وو چې د الله ـ تعالی ـ امر ته له انقیاد سره سم یې یاد یرغل د لیوني سپي په څېر له کلي و اېستل.

ــ هغه وخت دلته کرایي ملیشې او بې واکه اردو وه؛ د نیویارک او واشنګټن ګټې يې په نظر کې وې، هغوی اسلامیت، افغانیت او غیرت په ډیر کم قیمت و پلورل. د څو داړه مارانو په امر به یې هغه څه ته لاس اچول تر څو په کور دننه جګړه زور واخلې، د زیاتو افغانانو وینه توی شي، هره مور بوره شي او هره ناوې کونډه شي. هغوی د خپل ملت سره څلور لسیزي وجنګېدو، لا ستړي نه وو، چې باداران یې د ټوپک او قلم په زور پر ملا غوټ مات شو؛ الله تعالی نصرت راغی؛ حق پر ځای شو او باطل کډه وکړه. فکر به دي شي؛ دا هغه له بدبختیو ډک افغانستان نه دی، دا بدر دی او بدریین صحابه پکې واکداري کوي.

ــ په پردي فرهنګ او پردیو سریالونو ځوان قشر د هلاکت کندې ته ټېل وهل کېدو، په اساس یې اخلاقي فساد ته وده ورکېده، صله رحمي او د اخوت رسۍ یې پرې کولې، په لوړ قیمت کار روان وو ترڅو د سریالونو او پردي فرهنګ له مخې اسلامي او ایماني جذبې په ولس کې سلب کړي.
همدلته سرونه هدف نه وو؛ له اسلامي عقائدو سره جګړه وه، هغه چې افغان ویښ ملت یې د یرغلګرو په خلاف تحریکول؛ هغه فکر او احساس یې وژل. خو دا وژنه اسانه نه وه په دې بدن کې تر حساب تېر ارواحونه وو، چې یو بل پسي ژوندی کېدل. لنډه دا چې د اسد۲۴مه زمونږ په ګران وطن کې د ټولو ناخوالو وروستۍ سلګۍ او د نېکبختیو پیلامه شوه.

خدایه پاکه! دا د خوشالیو ورځې بیرته په تاریکیو مه را بدلوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx