نظــر

اسد ۲۴مه؛ چې فجایع او بحراني ماښامونه پکې په یوه باثباته او سپین سهار عوض شول!

جمال ایوبي

په افغانستان باندې د یوویشتمې پېړۍ تور او د b52 په دبدبه پیل شوی اشغال او بیا یې د وفادارو ګوډاګیانو لخوا چې ویرجن سهار او محشري ماښامونه، د مرګ بړبوکۍ او هغه قهرجن عکس العملونه یې ترسیم کړي وو چې ډېرو پرګنو ته د مثبت تحول په اړه یؤ حقیقي سوچ ایجادول د خیالي رنګینې دنیا کیسه ګرځېدلې وه او بیا د ولس لپاره هم د مشروع دفاع د اقدام مدیریت او تنظیمول د هغه سوچ خبره وه ترڅو اهداف تحقق او مثبت نتایج پرې مرتب شي ځکه د ماضي خامې رهبرۍ په تصویر کې یې رښتیاهم د ناامیدۍ بدرنګه ثمره له ځانه سره درلودله.

دا ټول په دې تعبیر چې د انګلیس له درېیمې جګړې وروسته د امیرامان الله خان او د ملایانو تر منځ هغه اخ و ډب چې د جهادي ملایانو په شهادت او د امیرامان الله خان د وطن په پرېښودلو تمام شو او په دوهمه مرحله کې د وخت د شوروي له یرغل وروسته د مؤمن ولس د ایثارونو په نتیجه کې راغلې فتحه؛ چې د جهادي مشرانو نفاقي اور او د اقتدار شیطاني هوس دا رنګینه سوبه په هغه زوموخت، متلاشي او مرګوني پړاو بدله کړله چې یواځې کابل یې د زرګونو شهیدانو شاهده وګرځوله.

دا ټولې ناخوالې، ناامیدۍ او له اختناق ډک وضعیت که له احساساتو بهر په تدبر او عمیق فکر سره تحلیل شي نو حقیقت دا دی چې بااحساسه او ویښ ملتونه دا زینت، اوچت تهذیب او امتیاز لري چې د دومره خامې رهبرۍ مشاهده او د تورتمونو د هضمولو سره سره د بل خونړي اشغال په وړاندې نظامي تدبیر او د متحرک فعالیت لپاره یوې بلې رهبرۍ ته غیږه ورکوي چې د احساس او ازاد فطرت له زاویې دا د نړۍ په تاریخ کې د پتمن سجل برخه ده.

د امریکایي اشغال پیل له ځانه سره هغه فرعوني غرور او وحشي بڼه درلودله چې د مُلا او طالب نوم اخستل پکې د زندان برخلیک و، ولې په همدغسې یؤ وژونکي پړاو کې د ګارو طالب د b52 او کلسټر بمونو لاندې په زنګ وهلیو توپکونو سره؛ خو د الله تعالی په مرسته، متانت او د متین عزم تر عنوان لاندې د نړۍ د تصور خلاف له کرامت ډکه مبارزه پیل کړله.

په طالبانو د ژوند ساحه دومره تنګه شوله چې پر ضد یې اسلامي او غیراسلامي دولتونه د امریکا سره په یوه کرښه ودرېدل چا د فتوا، چا د ځمکې او فضا ورکولو، چا د تیلو، چا د جاسوسۍ او خرڅلاو په برخه کې … او چا د پوځیانو په رالېږلو کې غوښنه همکاري وکړله ددې ټولو محشري لمحو باوجود د سنګر طالب د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د هغې ایماني وینا په استناد مبارزه پیل کړله چې الله تعالی به موږ ته فتحه رانصیب او امریکا به شرمینده کړي.

بالاخره د انساني شفقت او د ترحم له سیوري محروم طالب پر احزاب ایمان لرونکي معرکې او مقاومت سره نړیوال متبکر اشغالګران د مذاکراتو میز ته راټیټ کړل او د سیمې هغه هېوادونه هم چې په دې جګړه کې د امریکا مخلص متحدین ول د طالب سره سیاسي تعامل ته راښکته شول.
د ښاغلي عباس ستانکزي په مشرۍ کې له امریکایانو سره اوږده، پېچیده او له چڼو ډکو مذاکراتو څخه د قوي ډیپلوماسۍ ،د دنیا له نرخ اګاه او د خپلواک فطرت په دائره کې د فاتحانه وتلو وروسته د امریکایانو یوې بلې برمته ډلې سره چې اشرف غني یې په رأس کې و د مذاکراتو دشوار او له خنډونو ډکې مرحلې اغاز ته زمینه مساعده شوله.

ستونزمنه په دې تعبیر چې د اشرف غني د مذاکراتو ټیم د امریکا په شمول د نورو هېوادونو د سفارتونو په مشوره تدریجي حرکت کاوه او د هغوی په نرګسي او رنګینو وعدو یې دا لاره له ازغیو ډکه او هدف یې جامد تفاهم ټاکلی و.
کابل ادارې چې د مذاکراتو بهیر د رسنیو په تبلیغاتو، د بې صلاحیته ټیم په انتخاب، د تعلل په اساس د میز پرمخ رنګا رنګ فرمائشات، د بندیانو په موضوع کې له حیثیت پورته اکټونه، له وعدو تېرېدل … او د بلا نورو ابزارو په ذریعه یې د هغه سبوتاژ هڅه وکړله چې پای ددوی په هلاکت او هغه مقدر یې په نصیب شو چې اوس په بهرینو کیمپونو کې د ذلالت او حقارت شپې سبا؛ او په خپلو کې یؤ بل په خیانت او غدر تورنوي.
د غني د ادارې لخوا په مذاکراتو کې د ذکر شوو ستونزو د ایجاد هڅه هغه څه وو چې بالاخره د اسلامي امارت نظامي او سیاسي مشران یې یوه بل قاطع، مثبت او بدیل تدبیر نیولو ته اړ کړل په همدې مؤمن تصمیم او تدابیر کې یې رنګین تحول میسر او د فتحې لړۍ یې د لمر د شعاع په څېر ګړندۍ کړله چې پای د اسد۲۴مه یې د بحراني او له فجایعو ډکه ماضي په یوه سپین سهار او د ژوند په ښایستونو عوض شوله چې دې موج په لسو ورځو کې د غني اداره جارو او په ټول افغانستان سپین توغ رپاند شو.

دا خاوره شل کاله د امریکا او لاسپوڅو د وحشتناکو او قهرجنو الوتکو د هغه قساوت او بربریت کوربه وه چې هر سهار مو پکې په هغه ماتم پیل کاوه چې بلا ماشومان به مو یتیمان، ناوکۍ کونډې ، میندې بورې او درنې خویندې به مو د بې ورورۍ په یؤ بل وژونکي عذاب ککړېدلې او غمجنو ماښامونو به پکې بیا په داسې شکل پر وطن را پېښه وکړه چې د بمبار خوړلي زلمیانو کونډې ،کورنۍ … او یتیمان به د جومات په دروازو کې د یوې مړۍ ډوډۍ په خاطر د بې حجابۍ او د کلانکارو خلکو ترخې لهجې په اوښلنو سترګو تحمل کولې.

په هغه کربلایې او تور دوران کې به د هغه بې رحمه شپني چاپو انځور څنګه ترسیم کړو چې د لومړۍ شپې ناوکۍ به پکې سرتوره، زلمی به شهید او یا به د تورو تمبو شاته ګوذار شو، هغه چنګیزي پلانونه به مو څنګه هېر شي چې په کلیو کې به یې په بمبار تنده نه ماتېدله بیابه یې د ښار په رنګینو جادو کې د طالب د بدنامۍ په خاطر په ولسي ازدحام بمونه خلاص کړل … او هغه نازک لاسونه به مو څنګه هېر شي چې د زندان هتګړیو پړسول.

په اخلاقي فساد کې هومره ډوب دوران وو چې ارګ پکې د فحشا یؤ پېژندل شوی ادرس وګرځېد، د فاروق وردګ په روایت چې په ارګ کې به ځینو کړیو ښوونځي د طالب د ممانعت په نامه بندول چې اصلاً دې مانع وجود نه درلود او په اختلاس او اداري فساد کې دومره روږدېدلي ول چې په نړیواله سطحه یې دویم نمبر مقام سجل کړی و دا او لا تر دې بلا نورې بدرنګۍ او فجایع چې د تېر شل کلن بحراني دوران وجدان لړزونکي انځورونه دي چې دا توره دوره د اسد۲۴مې په یؤ رنګین سهار سره بدله کړله.

د اسد۲۴مه په دې خاطر د تقدس مقام لري چې امارت پکې د غرب د نظامي طاقت د ننګونې تر څنګ سیاسي سټېج هم په اسلامي سیاست سره داسې چلنج او دفن کړ چې له یوې پېړۍ راهیسې هغه ادعا چې غرب او سېکولرانو به مُلا د سیاست په میدان کې ناکام او د تمسخر وړ ګاڼه ،مګر دې ویاړمنې ورځې د مُلا سیاسي فهم، بکر طرحې، تدبر او فکري وسعت هغه معجزه وکړله چې د مُلا پر ضد نړیوال تبلیغاتي ماشینونه یې جام او د خجالتۍ په کرښه ودرېدل آن امریکایي حقوقدانان او فوځي افسرانو هم د دوحې تړون د امریکا د شکست پیلامه بولي.
‏د اسد ۲۴مه ځکه د تقدس او د تجلیل وړ ده چې په دې ورځ د بېګانه یرغلګرو لخوا د افغانستان د برخلیک ټاکلو او په اړه یې د تصامیم نیولو دا بدنامې او پېغوري صحنې او لحظې د ابد لپاره دفن شولې.

د اسد۲۴مې په دې خاطر د برم او وقار د اعادې تصور وزېږوه چې د امارت د حاکمیت سره سم ناخوالو، انحطاط، قتل و غارت، فساد او په مجموع کې ټولو بدرنګیو ته پای کېښودل شو او د اسلامي شریعت تطبیق، ښیرازۍ، د سیاسي خپلواکۍ پر اساس د اقتصادي رشد تهداب کېښودل، د کانالونو او پروژو پیل او د مترقي افغانستان لپاره هاند او هڅې ګړندۍ شولې.
اسلامي امارت په دې کالیزه کې چې لاهم د سیمې او نړۍ د استخباراتو لاسونه اوږده دي او بیا په دې محاصره او تجریدَ فضا کې د امنیت د خوندیتوب ترڅنګ د اقتصاد په برخه کې هغه مثبت فعالیتونه لري که د نړۍ مرستې او شتون په تناسب یې مقایسه کړو نو تېر شل کاله یې په زیرو کې هم نه راځي مثلا:
ټاپي پروژه، قوشتیپه کانال، کجکي بریښنا، د کابل، هرات او قندهار د لارې بیا رغونې پیل، د ریل ګاډي د پټلۍ پروژې پیل، د نفت او ګازو قرارداد، د برېښنا په برخه کې د کابل ادارې راپاتې قرضونه اداء کول، د کرنسۍ ساتنه، د سیمې ځواکمن هېوادونه په اعتبار کې اخستل …او له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړیکو تار نښلول، د کابل او ټول افغانستان څخه د غریبو او خیراتخورو راټولول … او تر دې لویه لاسته راوړنه یې دا ده چې دا هر څه د خپلو عوایدو په قوت سره ترسره شویدي.

پای؛ د اسد۲۴مه د شریفو او باضمیرو پرګنو لپاره سپینه او د برم ورځ ده او تور تعبیرونکي یې هغه کثیف او د بدرنګې ماضۍ څښتنان دي چې د خپل ژوند او کردار اختیار یې د بېګانه یرغلګرو په تصامیمو او فیصلو پورې غوټه کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

الحمدلله د اسلامي امارت اصيلو اتلو مجاهدينو د امریکا په مشرۍ د کفرى نړۍ 50 ملکونه په ګنډو او تاريخي ماتې سره مخامخ کړل او شل کلن کفري اشغال يې په ميړانه تاريخى ماتې سره مخامخ او مات کړ. او د هغوى افغانى ګوډاګيان يې د يتيمانو په څير شا ته پريښودل.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx