نظــر

مونږ د وحدت او یو والي په دفاعي کرښه کې یو

ميا نوراغا
د افغانستان په اسلامي تاریخ کې د کامیابي تر ټولو زیات راز د فکر او عقیدې یووالی و، مونږ په ټول هیواد کې د عقیدې اړوند دوه ډلې وو: لږ شیعه ګان او اکثریت اصولا اهلسنت او فقهي احناف.

د تاریخ په اږدو کې مونږ د عقیدې په لحاظ پور امن ترین هیواد وو.

د کمونستانو په راتګ سره د علني دښمن په شکل د دهریت او الحاد چپه راغله، افغانانو د دوی په مقابل کې د فکر ، عقیدې او ازادی دفاعي جهاد وکړ ، په نظامي حربي میدان کې یې کمونستان مات کړل او خوړلي یې پرې قی کړل خو په فکري او عقیدوی لحاظ یې لا چټلي پاتې ده.

په همدې دور کې د خواخوږي په جامه کې زمونږ په فقهي وحدت خطرناک غیر مستقیم یرغل وشو، د افغانانو له فقر، هجرت او بدحالي څخه مکارو دښمنانو بده استفاده وکړه ، په ظاهری ډول یې د فقهی وحدت ماتوالي کوشش وکړ او تر شا یې اصول هم وننګول.

دغې بدبختې لړۍ دوام وکړ او د صلیبي یرغل چې په رأس کې امریکا وه له نظامي حربي جنګ سره یې دغه بدخته لړۍ نوره هم قوي کړه، له هرې خوا څخه یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په پوره قوت سره کار ورته وکړ.

د افغانانو دغه د تضعیف نقطه د دوی ټولو دښمانانو درک کړه او د دوی په خلاف یې ترې په پوره مکر او تدبیر کار ترې واخیست.
دغه بدبختی په ابتدایي مراحلو کې یواځې د دعوت او شبهاتو اچولو په اندازه کې وه ورو ورو لفظي مشاجرې ته ورسیده او اوس ترې افعا جوړه شوه چې د نخبګانو چیچلو او خوړلو ته ورسیده.

په معاصر دور کې عموماً لکه څنګه چې په نظامي ډګر کې د یرغلګرو خلاف مونږ په دفاعی حالت کې یو همدا رنګه په فکري یرغل کې هم د دفاع جنګ پر مخ وړو، او لا ډیر پړاونه راته پاتې دي.

په ډیر تأسف سره د فکری جګړې دفاعي جنګ او د وحدت اعادې لپاره نه په حکومتي لحاظ ، نه په تنظمي او جماعتي لحاظ او نه د عالماؤ او دعاتو په لحاظ یو منظم پلان او لایحه عمل لرو! له دې امله مو کادرونه یو په بل پسې په انفرادي ډول د دغې فتنې د اور خوراک ګرځي.

څه کول پکار دي:
1:- له هرڅه نه مخکې باید د اهلسنت علماء د فتنو او د عقیدې خطرناکو اختلافونو عواقب او عوامل درک کړي.
2:- د مرض اندازې تشخیص کړی او په هماغه اندازه یې په پوره درایت سره علاج وکړي.
3:- له افراط او تفریط څخه ځانونه وژغوري د عدل لاره غوره کړي.
4:- په حکومتي کچه باید په تدبیر سره د داسې فتنو مخنوی اولیت اختیار کړي او په اړه یې د پوهاوي او اعتدال منسجم ترتیب جوړ شي.

تسلیت:
اې د حق پیروانو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیشګویانو مطابق دا د فتنو دور دی، د ایمان او عمل خطرناک امتحاني زمانه ده، د افراط او تفریط سیلابونه دي، د خواهشاتو طوفانونه دي، د باطلو هر اړخیز هجوم دی.
په دې دور کې حق پیژندل او استقامت پرې کول یقیناً لویه کامیابي ده، ستاسو استقامت او اعتدال تاسې له خیر القرون سره تړي ، ثواب او درجات مو لوړ پرواز کوي، هیچ مه خفه کیږي له صبر زغم او استقامت څخه کار واخلئ، په پوره میړانه، درایت او د روښانه شریعت په رڼا کې پرمخ لاړشئ، دفتنو مقبله وکړئ، عاقبت او انجام ستاسو دی.
الله عزوجل دې د ټولو دعاتو او مجاهدینو قربانۍ قبولې کړي!
الله عزوجل دې د دوی د قربانیو ثمرات په دنیا او آخیرت کې زمونږ نصیب کړي!
الله عزوجل دې د دوی ښه خلف امت ته ورنصیب کړي!
‏هرگز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق.
ثبت است بر جریده ی عالم دوام ما.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx