افغانستان

زابل: په مېزانه کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت په مېزانه ولسوالي کې د طالبانو او د دولت د امنیتي عسکرو په مخامخ جګړه کې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

یاده جګړه پرون غرمه مهال د یادې ولسوالي په مکرک سیمه کې پېښه شوه.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده جګړه کې يې د ملي اردو پنځلس عسکر وژلي او درې رینجرې يې له منځه وړې دي.

د احمدي په وینا د یادې ولسوالي مرکز تر اوسه پورې د طالبانو په محاصره کې دی.

بل پلو، د زابل چارواکي که څه هم په مېزانه کې د جګړې خبره مني، خو د تلفاتو اړوند يې بې خبري ښيي.

د یوه بل خبر له مخې، تېره شپه شاوخوا اته بجې د زابل مرکز قلات ته څېرمه په دولتي اکمالاتي کاروان برید وشو، چې د سیمې د اوسېدونکو له قوله شپږ تنه کتار ساتونکي پکې ووژل شول.

طالبان هم وايي چې دوی په دې بريد کې دوه ټانکر او پنځه عرادې موټر تخریب او شپږ تنه کتار ساتونکي له منځه وړي دي.

یاده دې وي چې د زابل په څنګلوریو ولایتونو کې هم په دې وروستیو کې امنیتي پېښې خورا زیاتې شوې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x