نظــر

اسلام ته سلام؛ مګر دا جهاد مو نه منم چې مُلا دې مُلا وژني!

استاد زمان مزمل

جهاد په افغانستان کې د جهاد په مانا او عمل کې تر زیاتو هېوادو په معاصر تاریخ کې خپلې کارنامې پرېښودې او د جهاد زیاته برخه قربانیان پکې هغه سپېڅلي شهیدان دي چې د بدر او احد د شهیدانو د کاروان وروسته به سپېڅلي منزل ته جنت النعیم او د رب رضوان ته رسېږي.

د جهاد تر څنګ په همدې افغانستان کې د فساد بلا پړاوونه راغلل او تېر شول او زموږ د خلکو د خولې مزه یې پیکه کړه او زموږ د عزیز جهاد نوم او عنوان پکې دغو بدرنګو پړاوونو تـت کړ.

د امریکا او ناټو په وتلو چې کابل او ارګ پکې د هېواد د اعلیٰ مجاهد او اعلیٰ عالم په ولکه کې شو موږ او ملت ټولو خوشحالي وکړه چې دا فتحه به د کړي جهاد یوه وروستۍ دمه شي او عالم مجاهد به پکې د تېرو شوو جهادونو غلطۍ تلافي کړي او د دغسې اسلامي حکومت په لړ کې به نور څوک د کورني جنګ، فساد في سبیل الله لپاره هیڅ چانس ونلري.

منم چې جهاد د رنځور انسانیت هغه دایمي او د ژوند سره تړلی اصلاحګر موج دی چې تر قیامته به له ټولنې سره بدرګه روان وي ولې دا چې پرون مو په پغمان کې د شیخ متوکل په شهادت او هغه نږدې پرون مو د شیخ سردار ولي ثاقب په شهادت او نن مو د شیخ رحیم الله حقاني صاحب په غمجن شهادت دا ظالمانه انتقامونه او د مُلا پر ضد د مُلا دغه جهاد چې نۀ د پیغمبر په احادیثو کې ځای لري او نۀ د خدای په کتاب قران کې.

دا نو موږ اهل فتوا او اهل تفسیر ټولو ته په ډاګه وایو چې قران ته سلام؛ مګر دا جهاد مو چې ددین علماء پکې په نښه کوئ دا جهاد مو نه منو.

د جهاد له پیله آن د شوروي په دوران کې د سیمې او نړۍ استخباراتو یوه غلچکۍ لاره په مجاهدینو کې پیدا کړې وه او تر ننه د جهاد په نامه زموږ ساده او سطحي ځوانان یا په کرایه اخلي یا یې د جذبو په لوبه کې بد استخداموي او د مُلا پر ضد د مُلا د جهاد وسیله یې ګرځوي.

زه خپلو ټولو ځوانانو ته او هغو ته چې د علم نه هیڅ یا کمه بحره لري او هغو ته چې د علم ډېر څه لري ولې د وخت د پېچلو استخباراتو له مکایدو پوره اګاه ندي زه دغو ټولو ته لمن غوړوم چې لږ د نوي او سړیتوب د سوچ لپاره وخت پیدا کړئ.

لوی عمر رضي الله عنه همېشه او لحظه په لحظه تجدید نظر او نوی سوچ کاوه د هغه دا خبر د سوچ خبره ده چې:
حق او سمې لارې ته راګرځېدل تر دې بهتر دي چې له باطل سره همداسې روان ووسو.

د افغانستان دغه سپېرې پېښې ځوانان بلکې د هغوی میندې او پلرونه باید دېته اړ کړي چې هر ماسختن په دسترخوان یا د چای پر سر خپل ځوانان له هغوو تآثراتو او دښمنیو، انتقام او انډیوالیو نه وژغوري چې د یؤ لوده روایت او د یؤ احمق په خبره انسان پکې د یؤ پاک مسلمان، د یؤ دینی عالم او د مولوي صاحب رحیم الله حقاني غوندې انسان وینې او مرګ ته په جهالت ور کش کړي.

قاتل پرېږده چا چې په یوه وړه خبره هم په دغسې فساد في سبیل انتقام کې حصه اخیستې یې په اخرت کې به یې پر ټنډه هر څوک دا لولي:
آئس من رحمته الله.
د خدای له رحمته نامراد.

ما مې له پلار” مولوی مزمل صاحب” مولوي فضل الحق صاحب، مولوي میاجان صاحب او شیخ سید سابق صاحب دغو ټولو استادانو نه همدا مسلماني زده کړې چې د نورو سره یې په توپیر پوهېږم او د یؤ مسلمان او بیا د مُلا د وینې تویول راته د شیطان کار ښکاري.

په همدې مناسبت ماته لوی امام ابوحنیفه چې د امام اعظم لقب یې په حقه ګټلی وه د هغه د اسلامیت دا جغرافیه رایاده شوه چې:
لانکفر اهل القبلة.
زموږ قبلې ته مخ کوونکي نه کافروو.

که د امام دغه مهذبه عقیدوي جغرافیه نه وای، بغداد نۀ شپږ کلن ثبات پیدا کولای شو او نۀ مسلمانانو د بغداد تر شاوخوا ددنیا اوله درجه امپراتوري.
خدایه چې نور یې کوي زما دې تاته توبه وي.
فاعتبروا یا اولی الالباب.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx